کور / راپور / لکي مروت: د ډزو په پېښه کي ۴ ماشومان شهيدان سوي دي

لکي مروت: د ډزو په پېښه کي ۴ ماشومان شهيدان سوي دي

د خيبر پښتونخوا په لکي مروت کي د لوبي پر مهال ډزو کي څلور ماشومان  وژل سوي او شپږ نور ژوبل دي.

د راپورونو له مخي دغه پېښه د دوو کورنيو ترمنځ د دښمنۍ له امله رامنځ ته سوې ده.

راپورونه وايي، د لکي مروت بخمل احمدزي سره نزدې خان کلي ماشومان په لوبو بوخت وه، چي د مخالفي کورنۍ غړو ورباندي ډزي کړي او درې ماشومان يې ځای پرځای شهيدان کړی او اووه تنه نور يې ژوبل کړي دي.

په ژوبلو ماشومانو کي يوه يې په روغتون کي ساه ورکړه.

تراوسه د پېښي په تړاو کوم کسان نه دي نيول سوي.

له دې وړاندي هم په سيمه کي د دښمنۍ له امله ګڼو کسانو خپل ژوند بايللی دی، او دا ډول پېښي په عمومي توګه د پښتنو لپاره ستر سرخوږی دی او ډېر بې ګناه کسان پکي وژل کېږي.