کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/نهمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/نهمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت


۱: جاج واخيستل شو.
په افغانستان کي مي تر اوسه پوري په کوم ولسي بانډار کي د جاج کلمه نه ده اورېدلې، نه پوهېږم چي د کومي ژبي کلمه به وي، خو زه يې ځکه غير فصيح او نامانوسه بولم چي عام خلک يې په مانا نه پوهېږي، آن دا چي ډېری ليکوالان يې هم مانا نه پېژني، خو هره ورځ له رسنيو څخه خپرېږي، مثلا (( د ټرمپ له خوا نوی ټاکل سوی لوی څارنوال هم د ورته تورونو له امله تر جاج لاندي دی)) نه پوهېږم چي د لوی څارنوال څخه تحقيقات يا پوښتني ګروېږني کېږي او که د ده په اړه بحثونه روان دي؟ بل مثال يې دا دی: ((د تعليمي نصاب جاج واخيستل شو)) ښايي د دوی هدف به دا وي چي پر تعليمي نصاب بحث وشو، تعليمي نصاب وارزول شو، تعليمي نصاب وڅېړل شو.

۲: له کندهار څخه، له کندهار نه، له کندهار ځنی، له کندهاره.
په کندهارۍ لهجه کي (څخه) او ختيځه لهجه کي ( نه) او ( ځني) ويل کېږي، خو په منځنۍ يا کوچيانۍ لهجه کي درې واړه نه کاروي. زما په اند د منځنۍ لهجې دا ترکيب ډېر ساده، روان، لنډ او کره دی، مثلا د دې پر ځای چي وايي: (( له کندهار څخه راغلم، له کندهار نه راغلم، له کندهار ځنی راغلم، داسي وايي: له کندهاره راغلم)). .

۳: اداري فساد خپل اوج ته رسېدلی دی، فساد اداری به اوج خود رسيده
فساد د غره څوکه نه ده چي څوک يې سر ته وروخوت، نو بس هغه يې اخيري لوړوالی دی. امکان لري چي فساد تر دې هم ډېر شي. د نرخونو لوړوالی، د فساد ډېروالی، د جنګونو شدت او داسي نورو لپاره بايد داسي قيد و نه کاروو چي نه منطق او نه ولسي ريښه ولري. تاسي ولسي بانډارونو، ټکسي موټرو، بازارونو او نورو مجلسونو ته ورسئ او ښه ځير سئ، خلک به د حکومت، زورواکانو، ټوپکسالارانو، قومي دلالانو، غاصبينو، غلو او نورو بدو خلکو څخه ډېر سر وټکوي، خو هيڅکله به و نه وايي چي د ځمکو غصب خپل اوج ته رسېدلی دی، غلاوي خپل اوج ته رسېدلي دي، فساد خپل اوج ته رسېدلی دی. ولس ډېر ساده، روان، جامع او عام فهمه کلمات کاروي. د هر وضعيت د څرنګوالي لپاره خپل ځانګړي قيدونه لري، مثلا وايي، غله ډېر شوي دي، ناامني زياته شوې ده، هوا توده شوې ده، اوړه ګران شوي دي، بې اعتمادي ډېره شوې ده، وچکالي اوږده شوې ده، د ننګرهار دوبی اوږد دی، د کندهار ژمی لنډ دی، د مېوو بيي کښته شوي او داسي نور.

۴: خاص کر
دا ډول جمله بندي له اردو څخه کټ مټ را اخيستل شوې ده، موږ وايو چي په تېره بيا، په خاص ډول، په ځانګړي ډول.

۵: تا زما شا نيولې ده – تو پشت مرا ګرفتی
که د لمر ټلويزيون ترکي ډرامې وګورئ، نو داسي سلګونه غير فصيح، ګونګ، بې مانا او ترجمه شوي کلمات به واورئ. ما د سلو په شاوخوا کي داسي ترکيبونه ياداښت کړي دي، مثلا (( مشري موري، زما شا دي نيولې ده، ما درک کړه او داسي نور. دا سريالونه لومړی له ترکي ژبي څخه دري او بيا له دري څخه پښتو ته ټکي په ټکي ترجمه کېږي.