کور / #PTM / د نظيف لالا نيول کېدل په پراخه کچه غندل سوي دي

د نظيف لالا نيول کېدل په پراخه کچه غندل سوي دي

تېره ورځ پېښور ښار ته څېرمه پاکستاني پوليسو د پښتون ژغروني غورځنګ فعال او ددغه ګوند دبهرنيو چارو مشر نظيف لالا ونيوی او پر هغه باندي يې ايف آی آر ( لومړنی تحقيقاتي راپور) جوړ کړی دی.

نظيف لالا تېره ورځ د پښتني مشرانو يوې غونډي ته تللی وو او کله چي د غونډي له ځای څخه راروان وو،پاکستاني پوليسو ورباندي حمله وکړه او نوموړی يې ونيوی.

د نظيف لالا د نيول کېدو وروسته ګڼو پښتو فعالانو د پاکستاني رياست پرضد کمپاينونه پيل کړل او د نظيف لالا د ژر خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د پي ټي ايم يو مخکښ او په پارلمان کي د شمالي وزيرستان د خلګو استازی علي وزير د نظيف لالا نيول کېدل غندلي دي او د هغه د خوشي کولو غوښتنه کوي.

په ورته مهال پر ټيويټر باندي هم د #ReleaseNazeefLala هشټک کارول سوی چي د نظيف لالا د ژر خوشي کولو غوښتنه کوي.

پاکستاني رياست د پښتنو د فعالانو په نيولو سره غواړي چي د پښتون ژغورني غورځنګ مخه ډب کړی، خو د پي ټي ايم مشران وايي چي په جېلونو او نيولو سره به دوی هيڅکله خپله مبارزه کمرنګه نه کړي، بلکي تردې به هم پراخه سي.