کور / راپور / د ترکانو په ګډون ۶۲ داعش وسله وال افغان حکومت ته تسليم سوي دي

د ترکانو په ګډون ۶۲ داعش وسله وال افغان حکومت ته تسليم سوي دي

د ننګرهار چارواکي وايي، چي ددغه  ولايت په ملي امنيت رياست کي د ليندۍ په څلورمه د دوو ترکانو او ديرش پاکستانيانو په ګډون ۶۲ داعش وسله وال د خپلو وسلو سره ملي امنيت ته تسليم سول.

ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چي په اچين ولسوالۍ کي د افغان ګډو ځواکونو وروستيو عملياتو په ترڅ کي داعش ډلې ماتې وخوړه او اړ سول، چي ډلې – ډلې تسليم سي.

نوموړي وويل، چي نن هم د داعش وسله والو دوه شپيته غړي، چي دوه يې ترکان، ديرش پاکستاني او ديرش افغاني دي د خپلو يو شمېر درنو او سپکو وسلو سره تسليم سول.

هغه زياته کړه، چي داعش وسله وال نور د جګړې توان نلري او د تېښتې ټولې لارې پرې تړل سوي؛ ځکه تسلميږي او د تېرو څو اوونيو په موده کي سلګونه داعش وسله وال تسليم سوي دي.

د داعش يو تسليم سوي غړي سليمان وويل، چي له تېرو پنځو کالونو راهيسې يې داعش وسله والو په ليکه کي فعاليت کوه، چي يو شمېر جګړو کي يې هم برخه اخیستې.

يادو داعش وسله والو ملي امنيت رياست ته کلاشنکوفونه، پيکا، تومانچي، شاژورونه تسليم کړل او په خپلو ترسره کړيو کړنو يې پښيماني وښوده.

د دې کنفرانس پر مهال د ملي امنيت مرستيال، رسنيو استازو او نورو ګډون کړی وو.