کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/لسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/لسمه برخه

 

ليکنه: عبدالنافع همت

۱: د پوښښ ساحه – Coverage area
دا کلمه په پښتو ژبه کي نوې راپيدا سوې او له انګليسي ژبي څخه ټکي په ټکي راژباړل سوې ده. زما په فکر پوښښ کلمې ته ګرسره اړتيا نسته. دا عبارت د ميرزایانو له خوا معمولا په دې ځايونو کي استعمالېږي:
– افغان بيسيم مخابراتي شرکت د افغانستان ټول ولايتونه تر خپل پوښښ لاندي راولي.
– بېلتون راډيو د کابل ټولي ولسوالۍ تر خپل پوښښ لاندي راولي
– هيواد ټلويزيون د کندهار، هلند، روزګان او هلمند ولايتونه تر خپل پوښښ لاندي راولي
– دا سروې ټول جنوبي ولايتونه تر خپل پوښښ لاندي راولي.

اوس راسئ چي دا جملې لنډي او د ولس په ژبه وليکو:
– افغان بيسيم شرکت په ټول افغانستان کي کار کوي
– بېلتون راډيو په ټول کابل کي نيسي / اورېدل کېږي
– هيواد ټلويزيون په کندهار، هلند، روزګان او هلمند کي نيسي او يا يې خپروني ليدل کېږي
– دا سروې يا څېړنه په ټولو جنوبي ولايتونو کي کېږي.

۲: د افغانستان اتيا سلنه خلک په کليو کي ژوند کوي.
دا خبره سمه ده چي ( سلنه) کلمه له ( سل ) سره اړه لري، خو د پښتو په هيڅ يوه لهجه کي نه ويل کېږي، د دې په پرتله د فيصد کلمه عامه ده، لږ تر لږه هر باسواده سړی خو يې په مانا پوهېږي. پورتنۍ جمله داسي ليکلای سو: ((د افغانستان په سلو کي اتيا خلک کليوال دي)).

۳: د کابل – جلال آباد لويه لاره د ټرافيکو پر مخ خلاصه سوه . شاهراه کابل جلال آباد بر روی ترافيک باز شد.
لومړی خو عام خلک ټرافيک موټرو او نورو ټرافیکي وسايلو ته نه، بلکي ټرافيکي پوليسو ته وايي، مثلا وايي (( د کابل پوهنتون مخ ته ټرافيک ودرولم او د موټر لايسنس يې وغوښت)). بله خبره دا ده چي په دې جمله کي يوازي د لاري خلاصېدل خبري ارزښت لري، نه پر لاره تېرېدونکي خلک او ټرانسپورټي وسايل. کله چي لاره خلاصه سوه ښکاره خبره ده چي انسانان، موټرونه اوڅاروي به ورباندي تېرېږي. اسانه او ولسي جمله داسي ده: (( د کابل جلال آباد لويه لاره خلاصه سوه)).

۴: (دا) که (دغه)؟
( دا) اشاري ضمير دی، لکه (( دا ولايت ډېرې ښې مېوې لري))، ((دا کور ډېر ښکلی دی))، ((دا سړی ډېر پوه دی)). په دې صورت کي ضرور نه ده چي اشاره کوونکی شخص دي ولايت، کور او سړي ته نژدې ولاړ وي او په ګوته يا لاس دي اشاره ورته وکړي. کېدای سي يو سړی په امريکا کي بل سړي ته ووايي: ((د باباولي زيارت ډېر ښکلی دی)). هغه ورته ووايي: (( تا خو په ژمي کي ليدلی دی، دا زيارت نو په دوبي کي ډېر ښايسته معلومېږي)). خو ( دغه) ضمير د حاضر شخص يا شي لپاره استعمالېږي، ياني هغه شخص يا شی چي څوک يې همدا اوس په سترګو ويني او يا يې احساسوي، په لاس يا ګوته اشاره ورته کوي او وايي، مثلا (( دغه ګوته مي له سهار راهسي خوږېږي))، ((دغه خټکی خوږ دی))، ((دغه موبايل ارزانه دی)).

۵: نيوکه
نيوکه د ( نيول) له مصدر څخه جوړه سوې کلمه ده. نه پوهېږم چي له انتقاد سره به څه ورته والی ولري چي ميرزا ډوله خبريالان يې کاروي. ما ته ځکه کره نه ښکاري چي ولسي ريښه نه لري، بس يوازي د ليکلو لپاره استعمالېږي.
که څه هم د (( انتقاد)) کلمه عام خلک نه وايي، خو په مانا يې پوهېږي. ولس انتقاد ته (( ګوته نيول) وايي. مثلا يو سړی وايي: (( نن مي د موټر لپاره سړی پيدا کړ، خو د موټر رنګ ته يې ګوته ونيوله))، ياني د موټر رنګ يې عيب وباله. (( ما ته ځکه خلک ګوته نيسي چي تل رښتيا وايم)). (( ستا موټر په پنځه لکه افغانۍ نه خرڅېږي، خلک ګوته ورته نيسي، وايي ماډل يې زوړ دی)). په دې ولسي جمله کي د انتقاد مانا له کلمې پرته او په ضمني ډول پرته ده، کله چي څوک وايي: (( ما ته يې ګوته ونيوله)) دا مانا لري چي ما ته يې د انتقاد ګوته ونيوله.

.