کور / #PTM / فعالان : د پي ټي ايم نظيف لالا دي ژر ترژره خوشي سي

فعالان : د پي ټي ايم نظيف لالا دي ژر ترژره خوشي سي

د پښتون ژغورني غورځنګ فعال او د دغه ګوند د بهرنيو چارو مشر نظيف لالا د پاکستاني پوليسو لخوا په دې تور نيول سوی، چي پارونکي ويناوي کوي.

نظيف لالا  چي په لنډي کوتل کي له يوې غونډي څخه مخ پر پېښور روان وو په لاره کي پاکستاني پوليسو نيولی او زندان ته يې لېږلی دی.

پر نظيف لالا دا تور پوري سوی چي د خلګو لپاره احساساتي ويناوي کوي او د رياست پرضد يې څرګندوني کړي دي.

خو د نوموړي نيول کېدل ګڼ شمېر فعالانو او پښتنو ځوانانو غندلي دي او دايې د رياست لخوا د پي ټي ايم د فعاليتونو بندولو هڅه بللې ده.

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي: خلګ چي د خپل قام د عزت لپاره ږغ اوچت کړي، هغوی ته اعزاز ورکول کېږي، خو پښتانه د خپلي خاوري اختيار نه ورکول کېږي.

https://twitter.com/manzoorpashteen/status/1198660065097666560?s=20

د نظيف لالا د نيول کېدو وروسته ګڼو پښتو فعالانو د پاکستاني رياست پرضد کمپاينونه پيل کړل او د نظيف لالا د ژر خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د پي ټي ايم يو مخکښ او په پارلمان کي د شمالي وزيرستان د خلګو استازی علي وزير د نظيف لالا نيول کېدل غندلي دي او د هغه د خوشي کولو غوښتنه کوي.

په ورته مهال پر ټيويټر باندي هم د #ReleaseNazeefLala هشټک کارول سوی چي د نظيف لالا د ژر خوشي کولو غوښتنه کوي.

پاکستاني رياست د پښتنو د فعالانو په نيولو سره غواړي چي د پښتون ژغورني غورځنګ مخه ډب کړی، خو د پي ټي ايم مشران وايي چي په جېلونو او نيولو سره به دوی هيڅکله خپله مبارزه کمرنګه نه کړي، بلکي تردې به هم پراخه سي.