کور / راپور / مولانافضل الرحمن په اسلام اباد کي د حکومت پرضد ګڼ ګونديزه غونډه جوړوي

مولانافضل الرحمن په اسلام اباد کي د حکومت پرضد ګڼ ګونديزه غونډه جوړوي

د جميعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وايي، په اسلام اباد کي يې د حکومت پرضد ګڼ ګونديزه غونډه رابللې ده.

د دغه ګوند غړی مفتي عبدالشکور وايي، چي دغه غونډه به د حکومت پرضد د راتلونکو پلانونو په هکله غور کوي.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د ګڼو ګوندونو پلويانو د اکتوبر پر ۳۱ نېټه په پلازمېنه اسلام اباد کي پرلت ووهی چي وروسته يې دا پرلت په دې خاطر ختم کړ چي د ملک په نورو سيمو کي به د حکومت پرضد اعتراضي ناستي جوړوي.

د پاکستان حکومت مخالف ګوندونه وايي، چي موجوده حکومت د پوځ لخوا تاکل سوی دی او د خلګو رايو ته پکي هيڅ پاملرنه نه ده سوې.

د اپوزيسون غوښتنه داده چي لومړی وزير عمران خان دي استعفا ورکړي او له سره دی نوي ټاکني وسي.

خو عمران خان ويلي، چي هيڅکله به اپوزيسون ته تسليم نه سي او استعفا به ورنه کړي.