کور / شعر / د طبیعت رنگینا

د طبیعت رنگینا

 

 شعر: زلمی نصرت

 

 ده په عهد او په پیمان

هر یو فصل د زمان

د زمان رنگ، رنگ گلان

د ښکلا لري نشان

دا نشان او دا ښکلا

آزادي لري د ځان

دا څو رنگه آزادي

سار یې نشته په جهان

را پیدا چې شي خزان

سیلۍ راشي په بوستان

رنگینا د طبیعت

تغیر راولې په شان

د سیلۍ هره څپه

پاڼې، پاڼې کړي گلان

هره پاڼه شي لولان

شي دانه دانه باران

د انسان هر بزم او رزم

بل رنگ نه کړي دا کمان

کائیناتو کې نصرت

دی آزاد  په خپل مکان

ستر واکدار دي په انسان
هم د ځمکي هم اسمان

۲۵.۱۱.۲۰۱۹

وایله

دنمارک