کور / راپور / ډېره اسماعيل خان: په ترافيکي پېښه کي پنځه پاکستاني سرتېري هلاک سوي دي

ډېره اسماعيل خان: په ترافيکي پېښه کي پنځه پاکستاني سرتېري هلاک سوي دي

په ډېره غازي خان کي د مسافرو د بس موټر او مازدا ترمنځ ټکر سوی چي پکي د پاکستاني سرتېرو په ګډون نهه کسان وژل سوي او ګڼ شمېر نور ژوبل دي.

د راپورونو له مخي له مردان څخه کراچي ته روان بس موټر په ډېره غازي خان کي د مازدا موټر سره ټکر سوی او په دغه ټکر کي پنځه پاکستاني سرتېري هم هلاک سوي دي.

په پېښه کي د يو ماشوم په ګډون يوه مېرمن او دوه نور کسانو هم ژوند بايللی دی.

تراوسه مالومه نه ده چي په پېښه کي څوک ملامت دی، خو تر ډېره د ترافيکي پېښو مسؤوليت د موټروانانو لخوا د ترافيکي اصولو نه مراعات ښودل کېږي.