کور / نثر / اغزن ماحول   

اغزن ماحول   

سید عبیدالله نادر

ځم ډیرلیري د دي حسودانو د دوه سترګو څخه پټ چې دوه سترګي یي لکه ، د خبریالانو د کمرې په شان د ډیر حسادت او کیني نه د یو بل په لور نیولي وي .ځم هلته چې ځما د مقام چوکي شهرت ،بډايي او شتمني د دوی د حسادت په کور لمبي نه اچوي ، غواړم د دي بیدردانو نه په یو ډیر لیري واټن کې واوسم . د دوی تور مخونه چې د دوی د زړه ضمیر ښکارندويی کوي ونه وینم . په دوی کې چې د رښتیا وییلو شهامت نشته ، او د ظالم د خوشحالۍ د پاره غوړه مالي کوي ، دوی چې د ځان سره یو ذاتي انساني فهم نه لري .د دوی چې د قضاوت د تلۍ تارونه شلیدلي ، زه په دي اغزن ماحول کې ، په ورو ورو او په ډار خپي ږدم ،چې خپي ژوبلي نه شي ،زه په ډیر ویره او وسواس خپي پورته کوم ،او ګامونه ږدم ،ګوندی چې کوم دیو او دَ دَ راویښ نه شي ، خکه پرون په دي اغزنو رباطو کې ، ډیر د لوی ارواح او د فهم او درک خاوندان ورک شوي ،او ډیر دردمن ترې تو شوي ،او د بی ارزۍ او بی قدرۍ په لمبو کې سوځول شوي ،او ډیر د نامردانو او غافلانو په لاس وژل شوي