کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / يوولسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان / يوولسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

نافع همت
۱: دا کار شونی دی، دا کار ناشونی دی
دې مصنوعي او ترجمه سويو کلمو ته هيڅ اړتيا نسته. موږ په پښتو کي د دې مفهوم د افادې او څرګندولو لپاره خورا واضح او لنډه ولسي جمله لرو لکه (( دا کار کېدای سي، دا کار نه سي کېدای))
زه چي د پښتو له څومره لهجو سره بلد يم، د عامو خلکو له خولې مي هیڅکله د ( شونی) ، ( ناشونی) او ( شونتيا) کلمې نه دي اورېدلي، که چا اورېدلي وي هيله ده دلته يې يادونه وکړي.

۲: ښځه، پېغله
کابل ميشتی اکثره پښتانه مېړوښي ته ښځه وايي، خو زما په فکر ( ښځه) د مدني حالت نه، بلکي د جنس نوم دی، هغه که يو ساعت عمر ولري او که سل کلنه وي، که پېغله، مېړوښې، طلاقه او يا کونډه وي، ښځه بلل کېږي. کله چي موږ وايو د ښځو حقوق، د ښځو درناوی، له ښځو سره زورزياتی، ښځينه طبقه، نو ايا هدف مو يوازي مېړوښي ښځي دي؟ ايا د پېغلو، طلاقو سويو ښځو او ماشومو نجونو د حقوقو، درناوي، تعليم، کار او هوسا ژوند خبره نه کوو؟ ښکاره خبره ده چي جواب ( نه ) دی. مثلا يو خبريال وايي: (( ناټو په روزګان ولايت کي د واده يو موټر بمبارد کړی چي شل ښځي يې وژلي دي)) که څه هم د ورا په دې موټر کي به پېغلې او مورروي ( شيرخور) نجوني هم وژل سوي وي، خو موږ يې د جنس له پلوه تلفات يادوو، نه د د مدني حالت له مخي، يا مثلا وايو: (( په کندهار کي موټرچلوونکي ښځي د موټر په ډاله / ډيکۍ کي کښېنوي)). که څه هم د موټر په ډاله کي به نجوني هم ناسي وي، خو خبريال دا بې انصافي او سپکاوی د جنس له مخي يادوي.
د افغانستان په تذکره کي مدني حالت څلور ډوله تعريف سوی او ثبت سوی دی: مجرد، متاهل، کونډ او طلاق. که چېري (ښځه) د مدني حالت نوم وای، نو خامخا يې په دې مهم حقوقي، عرفي او رسمي سند کي يادونه کېدله.
کله چي موږ يوه ښځه نه پېژنو او يا يې مدني حالت نه وي راته معلوم، نو هغې ته هم د ښځي په نوم خطاب کوو، مثلا وايو: (( اې ښځي دا ماشوم ستا دی؟))
زه تر پنځلس کلنۍ پوري په کلي کي اوسېدلی يم، بيا د جګړو پر مهال جنوبي پښتونخوا کوټي ته کډه سولو، له هغه ځايه پېښور او له پېښوره کابل ته راغلو، اوس مي هم مور، خويندي او وروڼه په کلي کي ژوند کوي، په کال کي څو واره يا زه کلي ته ځم او يا دوی کابل ته راځي، د ژوند په دې اوږده سفر کي مي د پښتو بېلابېلو لهجو ته پام کړی، خو په ولسي بانډارونو کي مي (ښځه) کلمه د مدني حالت په نوم نه ده اورېدلې، خو که په کابل کي ووايم چي (( زرغونه ډېره حياناکه ښځه ده))، نو يو کابل ميشتی پښتون مي سمدلاسه په خوله پوري راومښلي او خبره مي په خوله کي راوچه کړي، وايي: (( هغه ښځه نه ده، نجلۍ ده.))

۳: سړی، نارينه
ځيني کابل ميشتی پښتانه سړی د نارينه په مانا کاروي، خو موږ په پښتو کي د مذکر جنس لپاره ډېر واضح، عام، روښانه او لنډ نوم لرو چي هغه د ( نارينه) کلمه ده. مثلا: (( نن رخصتي ده، نارينه مو په کور کي دي)). (( د نارينه لپاره ژاولي ژوول ښه نه وي.)) ، (( ښځي ته له نارينه محرم پرته د حج اجازه نسته)). زما څېړني دا ښيي چي ( سړی) انسان او (سړيتوب) انسانيت ته وايي چي هم نارينه او هم ښځينه پکښي راځي. مثلا يو څوک يوې ښځي ته وايي: (( په تا کي هيڅ سړيتوب نسته.)) ( ته بيخي له سړيتوبه وتلې يې)). (( سړتوب ښه دی)). دلته يې هدف دا نه دی چي په تا کي د نارينه تناسلي آلات يا نارينه خويونه نسته، مطلب يې دا وي چي ته د انساني خويونو، معيارونو او اخلاقو له خوا کمزورې يې.
لکه څنګه چي ښځه د مېړوښې په مانا ليکل ولسي او کره لغت نه دی، دغسي سړی هم د متاهل په مانا کارول معياري نوم نه دی. لکه څنګه چي ناپېژاندو ښځمنو ته د ښځي کلمه کارول کېږي، دغسي ناپېژاندو نارينه وو ته هم د سړيو خطاب کېږي چي دا د نارينه وو لپاره د ښځو له خوا يوه ځانګړې ټاکل سوې قاعده ده او تر ډېره حده يې ښځي وايي، نو په لنډ ډول ويلای سو چي ( سړی) د انسان او نارينه د مذکر جنس مانا لري، دغه ډول (ښځه) د مونث جنس او مېړوښه د هغې متاهل حالت ته ويل کېږي، خو که هدف مو په عام ډول د جنس يادونه وي، نو بيا ښځي او نارينه وايو.

۴: يو اعشاريه څلور مليونه افغانۍ، څوارلس لکه افغانۍ؟
دا يوه رياضيکي اصطلاح ده. (عشر) په عربي ژبه کي لسو ته وايي. کله چي په رياضي کي يو عدد پر لسو برخو ووېشل سي او هدف مو له دې لسو برخو څخه د يوې يا څو برخو يادونه وي، نو د ( اعشاريه) کلمه کاروو. کله چي يو ميليون پر لسو برخو ووېشو، نو لس لکه کېږي، نو که وايو چي يو اعشاريه څلور لکه افغانۍ، مطلب مو دا وي چي يو ميليون ثابت عدد دی او دوهم ميليون پر لسو برخو وېشل سوی او له هغو څخه څلور برخي ياني څلور لکه را اخيستل سوي دي. د رياضي، حساب او محاسبې په چاپي کتابونو او راپورونو کي د اعشاريه کلمه کرول علمي، معياري او کره ده او بايد په همدې بڼه وليکل سي، خو راډيو او ټلويزيون د عامو خلکو لپاره هم وي او عام خلک په اعشاريه نه پوهېږي او نه يې په ورځنۍ محاسبه او محاوره کي کاروي، د (( يو اعشاريه څلور مليونه افغانۍ )) په پرتله د ( څوارلس لکه افغانۍ)) جمله عامه، ساده او لنډه ده.

۵: ګړۍ، ساعت، شيبه؟
ګړۍ دوې ماناوي لري. يو د وخت اندازه کولو يوه آله (Watch) ده چي د ډيورنډ کرښي ها خوا پښتانه يې وايي او بل د شېبې او لحظې مانا لري. کله چي ساعت نه و اختراع سوی، نو عربو ساعت شېبې او لحظې ته ويل. مثلا د قرانکريم دا ايت به راواخلو: (( إِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لاَیستَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلاَ یسْتَقْدِمُونَ . ترجمه: کله چي د دوی د مړيني وخت راورسېږي، نو يوه شېبه هم مخکي او وروسته نه کېږي.)).
څه وخت چي دا ايت شريف نازلېده، نو ساعت نه و اختراع سوی او عربو هم ( ساعت) شپېتو دقيقو وخت ته نه ويل، دغه ډول د دې ايت له مفهوم څخه هم داسي ښکاري چي ساعت تر ټولو لنډي شېبې ته وايي. اوس تقريبا ټولو علماوو او مفسرينو ( ساعت) په لنډه شېبه او لحظه ترجمه کړی دی. البته هغه علما چي د پښتو ژبي له ادبياتو، ګرامر او نحوي سره بلد دي، خو کله چي وروسته ساعت اختراع سو، نو عربو د ( ساعت) کلمه د (۶۰) دقيقو په مانا وکارول چي په انګليسي ژبه کي يې (Hour) بولي.
د عربي په ډول په پښتو کي هم (ساعت) شپېتو دقيقو ته ويل کېږي، خو هغه ژبوپوهان، ليکوالان او خبريالان چي ساعت په ګړۍ ترجمه کوي د ژبپوهني او ادبي پلوه بې لاري سوي دي، ځکه که ( ساعت) په ګړۍ ترجمه کړو، نو له شېبې سره ورته بلل کېږي او په مانا کي ټکر ( التباس) پېښوي. ساعت نن په پښتو کي يوه ولسي کلمه ده چي د عربي په شان شپېتو دقيقو ته ويل کېږي او ټول پښتانه يې هم پېژني او هم يې استعمالوي.

زما په فکر هغه ژبپوهان او ليکوالان چي په کابل کي زېږېدلي او سپين ږيري سوي، د دوی د ژبپوهني پر اصولو او کره پښتو ډېر باور نه دی په کار. دوی له ماشومتوبه له فارسي ټکو او ګرامر سره اشنا سوي او د وخت په تېرېدو سره يې د پښتو لغتونو زېرمه، ګرامر او تلفظ بڼه د فارسي له خوا ځپل سوې او مسخه سوې ده. د دوی په ذهن او خوله کي ترجمه سوي کلمات، عبارتونه او جملې اوړي رااوړي، خو دوی په ځانو نه دي خبر او فکر کوي چي دوی اوس هم د خپلو پلرونو او نيکونو غوندي په خپل اصلي ټاټوبي کي ژوند کوي او ژبه يې ولسي او سوچه ده. ما د بهرنيو ژبپوهانو او څېړونکو په کتابونو کي لوستي چي د پښتو په ژبنۍ څېړنه کي د کابل ميشتو ښاري پښتنو پر ژبه او لغتونو باور استناد مه کوئ.