کور / راپور / د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو يوه ډله ايران ته تللې ده

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو يوه ډله ايران ته تللې ده

 

په قطر کي د طالبانو سياسي مرستيال ملاعبدالغني برادر تېره ورځ د ايران پلازمېني تهران ته تللی دی او هلته يې د ايراني چارواکو سره کتلي دي.

په قطر کي د طالبانو له دفتر څخه خپره سوې اعلاميه وايي، چي ملابرادر اخوند په ايران کي ددغه هيواد د بهرنيو چارو د وزير جواد ظريف او نورو چارواکو سره کتلي دي.

د خبر پاڼي په حواله، طالب مشرانو په ايران کي د افغان مهاجرو په هکله هم د ايراني چارواکو سره ږغېدلي دي.

افغان دولت په وارو وارو د داډول سفرونو سره مخالفت څرګند کړی وو او کوربه هيوادونو ته يې ويلي، چي طالبانو ته د سفر بلنه ورکول د ډپلوماټيکو اصولو خلاف کار دی.