مولانا فضل الرحمن: پرخپله خبره ولاړ يم، حکومت به ارومرو استعفا ورکوي
Aziz Rahman Hazim
د جمېعت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وايي، دوی پر خپله هغه خبره ولاړ دي چي عمران خان به استعفا ورکوي او له سره به نوي انتخبات کېږي.
مولانا پرون په اسلام اباد کي ګڼ ګونديزه غونډه رابللې وه او هلته يې په وينا کي وويل، چي د پاکستان سیاسي او اقتصادي ګډوډۍ حال داسي دي چي په ملک کي له سره نوي او شفاف انتخابات وسي.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د ګڼو ګوندونو پلويانو د اکتوبر پر ۳۱ نېټه په پلازمېنه اسلام اباد کي پرلت ووهی چي وروسته يې دا پرلت په دې خاطر ختم کړ چي د ملک په نورو سيمو کي به د حکومت پرضد اعتراضي ناستي جوړوي.
د پاکستان حکومت مخالف ګوندونه وايي، چي موجوده حکومت د پوځ لخوا تاکل سوی دی او د خلګو رايو ته پکي هيڅ پاملرنه نه ده سوې.
د اپوزيسون غوښتنه داده چي لومړی وزير عمران خان دي استعفا ورکړي او له سره دی نوي ټاکني وسي.
خو عمران خان ويلي، چي هيڅکله به اپوزيسون ته تسليم نه سي او استعفا به ورنه کړي.