کور / راپور / شېرپاو: پاکستان په سياسي او اقتصادي ميدان کي خپل حيثيت بايللی دی

شېرپاو: پاکستان په سياسي او اقتصادي ميدان کي خپل حيثيت بايللی دی

د قامي وطن  پارټۍ مشر  افتاب شېرپاو وايي، چي د ازادۍ مارچ سره دعمران خان په زړه کي سخته وېره پيدا سوې ده او د حکومت د ړنګېدو لپاره د ګوتو په شمار ورځي پاتي دي.

تېره ورځ په پېښور کي ښاغلي شېر پاو يوې غونډي ته په وينا کي وويل، چي موجوده حکومت دومره پورونه اخيستي دي، چي د پاکستان په تاريخ کي نه دي ليدل سوي او پاکستان به ددغه پورونو تر عهده ونه وځي.

ښاغلي شېرپاو وويل، د پاکستان په موجوده حکومت کي ډېر نا اهله او په سياست ناپوه کسان راټول سوي دي او ددوی د غلطو پاليسيو له امله ملک په نړيوال سياسي او اقتصادي ميدان کي خپل حيثيت له لاسه ورکړی دی.

هغ وويل، چي د موجوده حکومت د استعفا لپاره به خپلي هڅي جاري وساتي او په لنډ وخت کي به حکومت مجبور کړي چي استعفا ورکړي.