کور / اقتصادي / کندهار ښاروالي د اوبو د مسير خلاصولو کمپاين پيل کړ

کندهار ښاروالي د اوبو د مسير خلاصولو کمپاين پيل کړ

کندهار ښاروالي د کندهار ښار د اوبو د مسير د اساسي خلاصولو او له احتمالي زيانونو څخه د کندهار ښار او ښاريانو د خوندي کولو په موخه کمپاين پيل کړی دی.
د دغه کمپاين په لړ کي د کندهار ښار د کاکړو شاه برج سيمه کي د پاتاو شاوخوا ۲۵۰ متر مربع حريم، چي د ښاري پلان خلاف دوه کورونه پر ودان کړل سوي وو، تخليه کړل سوی دی. کندهار ښاروال انجنير محمد رفيع حيات د سيمي له اوسېدونکو څخه مننه کوي چي د ښاروالي د دغه پلان پلي کولو کي يې مرسته وکړه او خنډ يې و نه ګرځېدل. د پاتاوونو او د اورښتونو د اوبو د مسير خلاصول د کندهار ښاروالي د هغو تدابيرو يوه برخه ده چي د احتمالي سېلابونو له زيانونو څخه د کندهار ښاريانو د خوندي کولو په موخه نيول سوي دي.
کندهار ښاروال له کندهار ښاريانو څخه غوښتنه کوي چي د اوبو د مسيرونو په خلاصولو کي تر خپله وسه له خپلي ښاروالي سره مرسته وکړي او مخکي تر دې چي د نورو کلونو په شان اوبه تر ورخ تېري او ځاني او مالي زيانونه رامنځ ته سي، اقدام وکړي. دغه راز ښاروال پر خپلو درنو ښاريانو ږغ کوي چي په غيرپلاني په توګه د کورونو، دوکانونو او نورو ودانيو له اعمار څخه ډډه وکړي، ځکه له يوې خوا د ښار د معياري پراختيا خنډ ګرځي او له بلي خوا ښار او ښاريان له جدي ګواښونو سره مخ کوي.