کور / راپور / نورستانۍ: د ټاکنو لومړنۍ پايلي به ډېر ژر اعلان سي

نورستانۍ: د ټاکنو لومړنۍ پايلي به ډېر ژر اعلان سي

 د ټاکنو کمېسون مشره حوا عالم نورستانۍ وايي، چي ډېر ژر به د ټاکنو لومړنۍ پايلي اعلان کړي.

آغلې نورستانۍ وايي، چي په کندهار او ننګرهار کي د ټاکنو بيا شمېرل به نن چهارشنبه پيل سي او کله چي دغه شمېرل پای ته ورسېږي د ټاکنو د لومړنيو پايلو په هکله به پرېکړه وکړي.

د ټاکنو کمېسون درې ځلي د نتايجو اعلان ځنډولی دی او ددغه کمېسون سره د ځينو انتخاباتي ډلو مخالفت ددې لامل سوی چي د ټاکنو د شمېرلو لړۍ د خنډ او ځنډ سره مخ سي.