کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ دوولسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ دوولسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

۱: لېږديز او که هجري کال؟
له مکې مکرمې څخه و مدينې منورې ته د اسلام د ستر پيغمبر (ص) هجرت کول د هجري شمسي تاريخ مبدا بلل کېږي. هجرت کلمه په (ليږديز) مانا کول غير معياري او غير علمي کار دی. د دې تاريخ مبدا له يوه ځانګړي هجرت سره اړه لري چي د تاريخ په يوې ځانګړي پېښي پوري اړه لري، ياني د تاريخ په يوه ټاکلي وخت کي يو ځانګړی ګروپ د يوه ځانګړي شخص په مشرۍ له يوه ځانګړي ښار څخه بل ځانګړي ښار ته هجرت وکړ. په تېرو څوارلسو کالو کي به مسلمانانو ډېر هجرتونه کړي وي، خو له هجري شمسي تاريخ سره هيڅ اړه نه لري.
بل دا چي لېږل يا لېږدول د مالونو او اجناسو لپاره هم استعمالېږي، مثلا (( نن اريانا افغان هوايي شرکت زر ټنه وچه مېوه د هوايي دالېز له لاري هندوستان ته ولېږله يا ولېږدوله)). ايا له افغانستان څخه هندوستان ته د وچي او لندې مېوې استولو ته هجرت ويلای سو؟ بايد ديني مقدسات له تجارتي مالونو او اجناسو سره ورته و نه ګڼو. که هجري کلمه په ښه ډول نه سو ترجمه کولای او يا ښه بديل نه سو ورته پيدا کولای همدا هجرت او هجري مناسب کلمات دي، ټول پښتانه يې په مانا پوهېږي او هره ورځ يې وايي.

۲: احسان الله د ( ۹۳ ) کلنۍ په عمر له دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې
کله چي څوک مړ کېږي ښکاره خبره ده چي سترګي به يې پټېږي. که د چا سترګي تر مرګ وروسته هم رڼې پاته وي، نو هغه وچي سترګي دي، نه ژوند لري او نه څوک ويني. دا هم ښکاره خبره ده چي څوک مري، نو له دې نړۍ څخه ځي ياني له دې دنيا سره يې اړيکه پرې کېږي. دا جمله له کوم آهنګ، ديني احترام، ځانګړي عرف، ساده والي او عموميت پرته اوږده سوې ده. يوازي فارسي ميرزايان ليکي چي: (( چشم از جهان پوشيد يا چشم از جهان بست)). موږ په لنډ ډول ويلای سو چي: (( احسان الله په (۹۳) کلنۍ کي مړ سو.))

۳: احمد د ( ۱۳۴۰ ه ش) کال د کب د مياشتي پر څلورمه نېټه سترګي دې نړۍ ته وغړولې.
له ړوند والي، ناروغۍ او معلوليت پرته هر انسان او حيوان له زېږېدو سره سم لومړی سترګي رڼوي او بيا يې غړوي، هغه که ماشوم وي، که وری وي، که مرغومی وي او که د بيزو بچی وي. بل د هر چا په اړه چي موږ له راډيو يا ټلويزيون څخه خبر خپروو او يا يې په کتاب کي معلومات ليکو خامخا په دې نړۍ کي زېږېدلی دی. تر اوسه کوم خبريال يا ليکوال د داسي چا ژوندليک نه دی ثبت کړی چي هغه دي په اخيرت، سپوږمۍ او يا مريخ کي زېږېدلی وي. په دې جمله کي يو عيب دا دی چي يو خو اوږده ده او بل عام خلک يې نه وايي، دا ډول جمله يوازي فارسي ژپي ميرزايان وايي چي: ( چشم به جهان کشود)). پورتنۍ جمله په دې ډول لنډه او ساده ليکولای سو: (( احمد د ( ۱۳۴۰ ه ش ) کال د کب د مياشتي پر څلورمه نېټه وزېږېد.)).

۴: ناواده سوي نجوني دي يې ولولي
دا د يوې ليکني سرليک دی چي د افغانستان په يوه مشهوره ورځپاڼه کي پرله پسې خپرېږي. ښکاره خبره ده کومه نجلۍ چي واده سوې نه وي (پېغله) بلل کېږي. لنډ او ساده ليکلای سو چي: ((پېغلي نجوني دي يې ولولي)).

۵: د خبر او راپور سرليک بايد جمله او که عبارت وي؟
په جمله کي يو کار په يوه ټاکلې زمانه کي ترسره سوی وي. مثلا (( سرې لښکرې په افغانستان کي ماتي سوې)). خو عبارت (Phrase) پر کومه ځانګړې زمانه دلالت نه کوي او نه کوم کار يا پېښه څرګندوي. مثلا که له همدې پورتنۍ جملې څخه د (ماتي سوې) برخه ليري کړو نو (( سرې لښکرې په افغانستان کې)) پاته کېږي چې دا عبارت دی. په پښتو جمله کي زمانه په دوه ډوله فعلونو سره ټاکل کېږي چي يو اصلي او بل کومکي فعل دی، مثلا. (( احمد راغی)). دلته (راغی) اصلی فعل دی او پر حال زمانه دلالت کوي. د کومکي فعل مثال دا دی چي (( په نيمروز ولايت کي يو ايرانی جاسوس نيول سوی دی. په دې جمله کي (دی) کومکي فعل دی چي جمله يې له يوې خوا بشپړه کړې او له بلي خوا يې له يوې ټاکلي زمانې سره تړلې ده. زه چې د افغانستان په اکثره ورځپاڼو او ويب سايټونو کي وينم او يا يې له را‌ډيوګانو څخه اورم، نو دوی د خبرونو او راپورونو اکثره سرليکونه عبارتونه يادوي چي دا يو ستر عيب دی،، مثلا:
الف: د حزب اسلامي پخوانی قوماندان قلم الدین وژل سوی.
ب: په کندز کي د بېلابېلو جرمونو په تور (۲۰ ) تنه نیول سوي.
ج: په هلمند کې د مخدره موادو یوه کارخانه ویجاړه سوې.
په پورتنیو دريو سرليکونو کي زمان نه دی روښانه. له دې جملو سره د (دی) او (و) کومکي فعلونه دواړه تړل کېدای سي، ياني پر حال او ماضي دواړو زمانو باندي دلالت کولای سي. ښايي په ځينو لهجو کي به پورتني عبارتونه جملې بلل کېږي او په همدې بڼه به جمله بلل کېږي، خو په لويو لهجو کي جملې نه، بلکي عبارتونه دي. په خبر او راپور کي د زمانې يادونه خورا ضروري کار دی، آن دا چي که يوه پېښه زړه وي، نو بيخي خبري ارزښت نه لري. اوس که د پورتنيو دريو عبارتونو په پای کي کومکي فعل ورزيات کړو جمله ځني جوړېږي او پېښه له يوې زمانې سره تړي او مانا يې بشپړه کېږي.
الف: د حزب اسلامي پخوانی قوماندان قلم الدین وژل سوی (دی).
ب: په کندز کي د بېلابېلو جرمونو په تور (۲۰ ) تنه نیول سوي (دي).
ج: په هلمند کي د مخدره موادو یوه کارخانه ویجاړه سوې (ده).