کور / راپور / د پښتو نوميالی شاعر او ليکوال غازي سيال په حق ورسېدی

د پښتو نوميالی شاعر او ليکوال غازي سيال په حق ورسېدی

د پښتو ژبي نوموتی شاعر او ليکوال غازي سيال تېره ورځ په پېښور کي له نړۍ څخه رخصت سو.

ارواښاد سيال پنځه لسيزي د پښتو لپاره په شعر او ليکوالۍ کي خدمت وکړ.

نوموړي ګڼ شمېر پښتو اثار ليکلي چي ۱۶ يې تراوسه چاپ سوي او نور پاته يې ناچاپه پراته دي.

ارواښاد درې نالونه، شپږ شعري ټولګي ، شپږ نثري کتابونه او په سلګونو غزلي ليکلي دي.

محمد غازي شاه (غازي سیال) د عبدالغفور شاه زوی وو او په ۱۹۳۳ ميلادي کال کي د پښتونخوا د بنو سیمې په کوټکه اخوندان منډان کلي کي په یوه مذهبي او ادبي کورنۍ کي زېږېدلی وو.

روح يې ښاد

د غازي سیال چاپ کتابونه:

۱. “ژوند او ښکلا” (شاعري)، ۲. “بنزی” (ناول)، ۳. “د ازادۍ سحر” (شاعري)، ۴. “پرخه په ګلونو” (شاعري)، ۵. “د سندرې روح” (پر ګلنار بېګم لیکلی کتاب)، ۶. “زما سندرې ستا د پاره” (فلمي سندرې)، ۷. “منګرۍ” (ناول)، ۸. “ښکلا د کائنات” (نعتونه)، ۹. “رنګونه بهارونه” (شاعري)، ۱۰. “سيوري” (افسانې)، ۱۱. “نور حرا” (نعتونه)، ۱۲. “هغه سندرې چې فوک نۀ دي” (څېړنه)، ۱۳. “مکين د عرش او فرش” (نعتونه)، ۱۴. “کشماله” (ناول)، ۱۵. “حرفونه خبرې کوي” (شاعري).