کور / راپور / پروفيسر اسماعيل: ايف سي سخت تشدد راباندي وکړ، خو زه به هيڅکله خپله مبارزه پرې نه ږدم

پروفيسر اسماعيل: ايف سي سخت تشدد راباندي وکړ، خو زه به هيڅکله خپله مبارزه پرې نه ږدم

د بشري حقونو فعال پروفيسر اسماعيل وايي، چي پر ده باندي د زندان پر مهال سخت تشدد سوی دی، خو ددې باوجود به دی د بشري حقونو له مبارزې لاس وانه خلي.

ښاغلی اسماعيل د اکتوبر پر ۲۴ نېټه د پېښور هايکورټ مخي ته د پاکستان استخباراتي ادارې پورته کړی وو او په نامالوم زندان کي يې ساتلی وو.

د رواني نومبر مياشتي پر ۲۵ نېټه عدالت د پروفيسر اسماعيل په ضمانت د خوسي کولو حکم ورکړ.

پر ښاغلي اسماعيل رياستي ادارو دا تور پوري کړی، چي ګڼي د رياست پرضد پروپګنډا خپروي او په انټرنيټي جرمونو کي ککړ دی.

خو ښاغلی اسماعيل دا تورونه ردوي او وايي، چي د رياست لخوا دده سره تشدد او دده ځورول يواځي او يواځي ددې د لور ګلالۍ اسماعيل په خاطر کيږي.

ګلالۍ اسماعيل چي دا مهال په امريکا کي ده، د پښتنو د حقونو لپاره يې مبارزه پيل کړه، چي د پاکستاني پوځ او رياست لخوا په مرګ وګواښل سول او آغلې ګلالۍ له ملک څخه بهر ولاړه.

ښاغلی اسماعيل وايي: ”ما په ټوېټر ليکلي وو چي د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د برما او کشمير مسلمانانو غم خوري خو په چين کي په مسلمانانو زياتی کيږي نو پر هغو غلی دی نو دا هم زما په جرمونو کي وو. بله دا چي ما په ټولنيزو رسنيو کي ليکلي وو چي په پېښور کي يوه غېر سرکاري اداره د ماماګانو ((پوځ)) خبرې کوي نو ما ویلي وو چي دا د انساني حقونو خلاف کار کوي نو دا يې هم زما په جرمونو کي شامل کړي وو نو زه دا وایم که دا غېر دولتي ادارې يا سياستوالان رياستي ادارې دي نو بيا ما د رياستي ادارو خلاف خبرې کړي خو که دا نه وي نو بيا ما نه دي کړي.”

نوموړی وايي، چي د نيولو پر وخت پرې اېف سي او د يو بل ځواک سرتېرو تشدد کړی وو. نوموړي د هغه بل ځواک نوم له يادولو ډډه وکړه :

”زه چي څنګه د های کورټ نه راووتم نو د اېف سي سرتېرو او د يو بل ځواک سرتېرو، هغه ځواک چي های کورټ يې زه د نوم له يادولو درولی يم، پر ما تشدد وکړ. زه يې په لتو وهلم، ما ته يې کنځلې وکړې، په څپېړو يې وهلم، بيا يې په يوه ګاډي کي بند کړم او چيرته يې روان کړم او بيا يې له هغه ځايه د اېف ای اې دفتر ته بوتلم او هلته ته تر څه وخته ناستې وروسته يې راباندې اېف ای ار درج کړ.”