کور / راپور / عراق کي لاريون کونکو د ايران کونسلګرۍ ته اور اچولی دی

عراق کي لاريون کونکو د ايران کونسلګرۍ ته اور اچولی دی

د عراق په نجف ښار کي قهرجنو مظاهره چيانو دايران کونسلګرۍ ته اور اچولی دی.

راپورونه وايي، چي لاريون کونکو تېره ورځ په نجف کي د ايران پر کونسلګرۍ حمله وکړه او دغې ودانۍ ته يې اور واچوی.

د چارواکو په خبره، مظاهرچيانو وروسته له هغه د ايران کونسلګرۍ خوا ته زورونه شروع کړل چي پوليسو يې مخه نيول. او په دې منځ کي د پوليسو او لاريون کونکو ترمنځ ډزي هم سوي چي پکي يو نفر وژل سوی دی.

په عراق کي د فساد او عامه خدماتو د پڅوالي پرضد لاريونونه پيل سوي چي تر دا مهاله د ۳۰۰ کسانو د وژلو او د زرګونو نورو د ژوبل کېدو خبر ورکړل سوی دی.

مظاهره چيان په عراق کي د ايران د لاسوهني پرضد هم شعارونه ورکوي.