کور / راپور / پاکستاني وکيلان: حکومت د پوځ خوشاله کولو لپاره قانون ماتوي

پاکستاني وکيلان: حکومت د پوځ خوشاله کولو لپاره قانون ماتوي

په پاکستان کي وکيلانو د حکومت د هغې پرېکړي پرضد کاربنديز اعلان کړی چي له مخي يې پوځي مشر جنرال باجوه دوظيفې د تمديد غوښتنه پکي سوې ده.

د پاکستان د وکيلانو ټولني (پاکستان بار کونسل) ويلي، چي حکومت د پوځي مشرانو په غوښتنه په قانون کي ښکاره لاسوهنه کوي او د هغوی په ګټه قانون بدلوي.

ددغه اتحاديې وکيلانو پرېکړه کړې ده چي نن به د اعتراض په توګه محکمو ته نه حاضرېږي.

پاکستان بار کونسل ويلي د تحریک انصاف د حکومت دا پرېکړه غندي چي د پوځ د مشر جنرال  باجوه د دندي د مودې غځولو په حکمنامه کي ورته سترې محکمې غلطۍ ور په ګوته کړي، خو حکومت له هغه وروسته په اړونده قوانينو کې بدلون راوستلی دی.

په پاکستان کې وکيلان کاربنديز او د عدالتونو څخه بايکاټ په داسې حال کي کوي چي د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د دندي د مودې غځولو پرضد خواست باندې نن په درېمه ورځ په ستره محکمه کي اورېدنه روانه ده.