کور / راپور / کندوز کي ماين چاودني ښځي او ماشومان شهيدان کړي دي

کندوز کي ماين چاودني ښځي او ماشومان شهيدان کړي دي

د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کي د ملکي وګړو پر موتر د سړک غاړي ماين چاودنه سوې او پکي ۱۵ کسان شهيدان سوي دي.

د راپورونو له مخي په شهيدانو کي ۸ ماشومان او شپږ ښځي شاملي دي.

د کندوز ولايتي چارواکي وايي، چي دغه ښځي او ماشومان د واده له مراسمو څخه راروان وه چي ماين ورباندي چاودېدلی دی.

د کندوز والي وايي، کومه سيمه چي ماين پکي چاودېدلی د طالبانو تر کنټرول لاندي ده او د پېښي مسؤول هم طالبان دي.

په افغانستان کي هر کال په زرګونو ملکي وګړي په بمي بريدونو او هوايي بمباريو کي وژل کېږي.