کور / راپور / ډونلډ ټرمپ په کابل کي: طالبان غواړي يوې هوکړي ته ورسېږي، خو که ونه سي هم ستونزه نسته

ډونلډ ټرمپ په کابل کي: طالبان غواړي يوې هوکړي ته ورسېږي، خو که ونه سي هم ستونزه نسته

تېره شپه ناوخته د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په يو ناڅاپي سفر کابل ته راورسېدی او دلته يې د بګرام په هوايي اډه کي د ميشتو امريکايي سرتېرو او افغان ولسمشر اشرف غني سره ولېدل.

ټرمپ تېره شپه په بګرام کي امريکايي سرتېرو ته وينا وکړه او ويې ويل، چي دی به له افغانستان څخه کم شمېر پوځيان وباسي، خو دا يې ونه ويل چي څومره پوځيان به وباسي.

ټرمپ په خپلو خبرو کي وويل، چي د طالبانو سره لومړی شرط د اوربند پلي کول دي او کيدای سي ددغي ډلي ستره يو جوړجاړي ته ورسېږي.

ټرمپ وويل، که چيري د طالبانو سره کوم جوړجاړي ته ونه رسېږي، هم دومره خبره نه ده او امريکا به په هر صورت د افغان حکومت ملاتړ وکړي.

د ارګ په اعلامیه کي راغلي، دواړو مشرانو ټینګار وکړ چي که طالبان رښتیا هم د سولې هوکړې ته ژمن دي نو لومړی باید اوربند وکړي. دوی دواړو همدا راز ویلي، په افغانستان کي د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چي له دې هېواده بهر هم د ترهګرو ځالې له منځه یوړل سوي.

اعلامیه زیاتوي چي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ننګرهار ولایت کي د داعش ډلې پر ضد د افغان ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او هلته یې د داعش په ځپلو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه.

ولسمشر ټرمپ د خپل افغان سیال محمد اشرف غني څخه هم غوښتنه وکړه چي وینا وکړي. ښاغلي غني په خپلو خبرو کي په افغانستان کي د امریکایي ځواکونو د قربانیو مننه وکړه.