کور / راپور / د برتانيې پوليس: د لندن بريدګر پاکستانی ترهګر وو

د برتانيې پوليس: د لندن بريدګر پاکستانی ترهګر وو

تېره ورځ د لندن ښار په زړه کي يو نفر د چړې په واسطه دوه نفره ووژل او درې تنه نور يې سخت ژوبل کړل. او بريد کونکی د پوليسو په ډزو ووژل سو.

د لندن پوليسو ويلي چي بريد کونکی د عثمان خان په نوم دپاکستاني لوري کشمير اوسېدونکی وو.

پوليسو ويلي، چي دا يوه ترهګريزه پېښه وه او بريد کونکی يې يو پاکستانی وګړی وو.

عثمان خان په ۲۰۱۲ کال کي هم نيول سوی وو او پر هغه تور وو چي د لندن په بورس بازار کي يې د بمي بريد پلان درلود. نوموړی په ۲۰۱۳ کي په شپاړلس کاله بند محکوم سو او په ۲۰۱۸ کال کي په دې شرط خوشي سو چي د پوليسو تر سخت څار لاندي به وي.

د برتانيې  لومړی وزير وايي، چي له وخت وړاندي د ترهګرو خوشي کول بايد نور ودرول سي.