کور / راپور / پاکستان کي زده کونکو د حکومت د پاليسيو پرضد لاريونونه کړي دي

پاکستان کي زده کونکو د حکومت د پاليسيو پرضد لاريونونه کړي دي

 

تېره ورځ د پاکستان په لويو ښارونو کي د زده کونکو د يووالي په ملاتړ لاريونونه وسول او د پاکستان د حکومت پر ضد شعارونه ورکول چي په مورنۍ ژبه د تعليم مخه يې نيولې ده.

په کراچي، لاهور او ګڼو نورو ښارونو کي زده کونکو د هغه پاليسۍ پرضد لاريونونه کول چي اساسي تعليم يواځي په اردو يا انګرېزي ژبو کېږي او د سينديانو، بلوڅانو او پښتنو په سيمو کي هم دا قانون جبري دی او ددغه سيمو خلګ په مورنۍ ژبه د تعليم کولو څخه منع کړل سوي دي.

لاريون کونکي وايي، چي په پوهنتونو او ښوونځيو کي پر تعليمي برخه هم د پوځ کنټرول دی او دوی ته سخت شرائط ايښودل سوي او د هغه شرطونو په اساس به دوی د رياست په خوښه تعليم مخي ته وړي چي دا په هيڅ قانون کي مشروعيت نه لري.