کور / راپور / لکي مروت کي پوليسو يو نفر اود هغې ورېره وژلې، خلګو يې پرضد احتجاج کړی دی

لکي مروت کي پوليسو يو نفر اود هغې ورېره وژلې، خلګو يې پرضد احتجاج کړی دی

 

لکي مروت کي ولسي وګړو د پوليسو لخوا د يوې ۱۳ کلني ماشومي د وژلو پرضد سخت لاريونونه پيل کړي دي.

د لکي مروت په جانيخېلو کي پوليسو پر يو کور چاپه ووهل، د ګل فراز په نوم يو نفر يې د هغې د ۱۳ کلني ورېرې سره يوځای په ډزو وواژه.

ددغې پېښي پرضد د سيمي خلګ راټول سوي وه او د حکومت ددغه وحشت پر وړاندي يې شعارونه ورکول.

لاريون کونکي وايي، چي  پوليسو لومړی ګل فراز ونيوی او وروسته يې په ډزو ووژی. او د ګل فراز ورېره يې په دې خاطر ووژل چي هغه د پېښي حال په سترګو ليدلی وو او د عيني شاهد په تور يې هغه ووژل .

مظاهره چيانو غوښتنه کول چي د يادو پوليسو پرضد دي مقدمه درج کړل سي او ګل فراز او د هغې د معصومي ورېرې لپاره دي انصاف ورکړل سي.