کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ديارلسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ديارلسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

۱: يوې زوروري چاودني کابل ښار ولړزاوه
په تخليقي ادب کي مبالغه د ليکني هنري اړخ پياوړی کوي، خو په ژورناليزم کي عيب بلل کېږي، ځکه په ادب کي ژبه د وسيلې تر څنګ هدف هم دی، خو په خبريالۍ کي ژبه يوازي د واقعيتونو بيانولو وسيله ده بس. زه له تېرو اتلسو کالو راهيسي په کابل کي ژوند کوم، په دې دومره وخت کي مي داسي چاودنه نه ده لېدلې چي د کابل ټول ښار دي يې لړزولی وي. لړزول خو څه کوې چي د کابل ټولو ښاريانو د هري چاودني اواز هم نه دی اورېدلی. ځيني خبريالان د چاودنو په اړه دومره ډېره مبالغه کوي چي له چاودني څخه زلزله جوړوي. د چاودني شدت په ځيني جزياتو هم څرګندولای سو، مثلا د شاوخوا کورونو ښېښې يې ماتي کړې، د شاوخوا نژدې کورونو دېوالونه يې نړولي او داسي نوري نښي نښانې يادولای سو، تر ټولو ښه لار يې دا ده چي د چاودني مالي او ځاني تلفات وښودل سي، نه دا چي چاودنه له زلزلې سره تشبيه کړل سي.

۲: احمد يې په ډېر بې رحمانه ډول وژلی دی
وژل که په ناحقه وي، که په تخنولو هم ووژل سي ظلم دی، په وژلو کي د رحم هيله نه سو کولای، تر اوسه مو داسي څوک نه دی ليدلی چي قاتل دي د رحمت له مخي وژلی وي، خامخا يې د ظلم او بې رحمۍ په وجه وژلی دی. که د خبريال هدف د وژني د کيفيت ښودل وي، نو ويلای سي چي: احمد يې ډېر په تکليف وژلی دی، احمد يې په ډېرو سختو شکنجو وژلی دی، احمد يې په غير انساني ډول وژلی دی. د قتل شدت ښودلو اسانه لار دا ده چي د هغه نښې نښانې وويل سي، زندۍ کړی يې دی، حلال کړی يې دی، لاسونه او پښې يې ځني پرې کړي دي، په اور يې سوځولی دی او داسي نور نښي يادولای سو چي د وژل سوي شخص شکنجه کېدل څرګندولای سي.

۳: په دې پېښه کي ( لږ تر لږه) يو تن وژل سوی او لس تنه ټپيان سوي دي.
نه پوهېږم چي ځيني خبريالان د (لږ تر لږه) جمله د څه لپاره کاروي؟ په ساده او لنډ ډول ويلای سو چي: په دې پېښه کي يو تن وژل سوی او لس تنه ټپيان سوي دي.

۴: د هندوستان په هيواد کي – په هندوستان کي
له هندوستان سره د (هيواد) کلمې يادولو ته هيڅ ضرورت نسته، ځکه د پښتو خبرونو او راپورونو اورېدونکي او لوستونکي ښه پوهېږي چي هندوستان د هيواد نوم دی، خو که زموږ له سيمي څخه ليري يو داسي هيواد يادوو چي په رسنيو کي يې نوم لږ اورېدل کېږي نو له نوم سره د هيواد کلمه يو ځای کول ضروري برېښي، مثلا د مالټا هېواد او داسي نور هيوادونه.

۵: په پښتو ژبه کي يو متل دی – په پښتو کي يو متل دی
پښتانه لوستونکي او اورېدونکي پوهېږي چي پښتو د ژبي نوم دی، ضرور نه ده چي تر پښتو وروسته دي د ( ژبه) کلمه ورسره اضافه کړو، لنډ او ساده ويلای سو چي: ((په پښتو کي يو متل دی)). که له پښتو څخه مو هدف ژمنه، پښتونولي او نور اخلاقي او فرهنګي نورمونه وي هغه خپل ځانګړي ځايونه لري.