کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/څوارلسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/څوارلسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت
————–
۱: د پښتو ( اروا) او عربي ( ارواح)
)اروا) پښتو مفرد کلمه ده چي د عربي د روح له جمع ( ارواح) سره ډېر توپير لري. ځيني نيمچه ملايان، ميرزايان او ناخبره خبريالان فکر کوي چي اروا د روح جمع ده، خو ( اروا) د فارسي د ( روان) مانا لري.
) اروا) سوچه پښتو کلمه ده چي د انسان د ذهني جوړښت مانا لري. دا کلمه له بالامرغابه رانيولې بيا تر غزني او بل پلو ته تر ږوب او وزيرستان پوري ويل کېږي. مثلا وايي فلانی ارواوږی دی، ياني په ذهني لحاظ وږی دی، که څه هم مليونربه وي، خو بيا هم نه مړېږي، د نيم کابل ځمکي قبضه کړي بيا هم نه مړېږي.په دې اړه علامه حبيبي صاحب يوه مفصله مقاله ليکلې او کابل مجله کي چاپ سوې ده.

۲: پېر او پلور
دا منم چي (پېر او پلور) ياني رانيول او خرڅول به لرغوني ريښې ولري، خو زموږ د عام ولس لپاره د راډيوګانو او ټلويزيونونو له لاري د پوهېدو وړ کلمې نه دي. البته په چاپي رسنيو کي پروا نه لري، ځکه باسواده خلک په پېر او پلور پوهېږي. ما چي څومره څېړنه کړې، نو ( رانيول) او ( خرڅول) د پښتو په ټولو لهجو کي ويل کېږي او ټول پښتانه يې په مانا پوهېږي.

۳: تلين لمانځنه او که غندنه ده؟
)لمانځل) کلمه معمولا د خوښۍ د ورځو يادولو ته کارول کېږي، لکه د زېږېدو، واد، خپلواکۍ، نوي کال او داسي نوري د خوښۍ ورځو لپاره کلمه مناسبه ده چي پخوانيو ميرزايانو به ( تجليل) ورته ويل او اوس يې لمانځل بولي، خو (تلين) د يو چا د تللو يا وفات د ورځي مانا لري چي د پلویانو يا خپلوانو له خوا يې د ځينو مراسمو په ډول يادونه کېږي. دغه ډول د ځينو بدو پېښو په مناسبت هم ځیني خاص مراسم جوړېږي، لکه په افغانستان کي د غويي اوومه او اتمه ورځ، په جاپان کي د نړيوالي جګړې د اټم د استعمال ورځ او په امريکا کي د سپټمبر د مياشتي يوولسمه ورځ. ملتونه هر کال دغسي غمجني ورځي يادوي او په دې ډول د تاريخ له تورو ورځو سره خپله کرکه ښيي چي پخوانيو ميرزايانو به د ( تقبيح) کلمه ورته کاروله، خو ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان د غمجنو ورځو د ياد لپاره هم د ( لمانځل) کلمه کاروي چي له پېښي سره هيڅ اړخ نه لګوي. مثلا ويلای سو چي (( د استاد پسرلي د لسم تلين په مناسبت غونډه جوړه سوه)) او (( د استاد سليمان لايق (۸۵) کليزه ولمانځل سوه.

۴: موخه
نه پوهېږم چي موخه به پښتو کلمه وي او که نه، لرغونې ريښه به ولري که نه، خو تر دې مهاله مي د پښتو په کومه لهجه کي نه ده اورېدلې او په ولسي بانډارونو کي خو ګرسره نه يم ورسره مخ سوی، بس يوازي ليکوالان او خبريالان يې کاروي. (هدف، مطلب، مقصد) که څه هم عربي کلمې دي، خو ټول پښتانه يې په مانا پوهېږي او په خپله ورځنۍ محاوره کي يې وايي. بله خبره دا ده چي د دې کلمې استعمال ته هيڅ اړتيا نسته، خبريالان يې په دې ځايونو کي استعمالوي:
الف: د ترینګلتیا ختمولو (په موخه) پاکستان ته د افغان پارلماني پلاوي سفر
ب: جمهور رئیس غني د کندز ولایت د وضعیت د څېړلو (په موخه ) پلاوی وټاکه
ج: هند ته د سبروتو لوبو کې د ګډون (په موخه) ۱۴ کلنه فوټ‎بال لوبډلې تګ
د: د اصلاح شویو نیالګیو ودې (په موخه) هڅې.
پورتنۍ جملې داسي ساده ليکلای سو چي يوازيد ( په موخه) پر ځای ( لپاره) کلمه ورزياتوو بس، لکه په دې ډول:
الف: د ترینګلتیا ختمولو (لپاره) پاکستان ته د افغان پارلماني پلاوي سفر
ب: جمهور رئیس غني د کندز ولایت د وضعیت د څېړلو (لپاره ) پلاوی وټاکه
ج: هند ته د سبروتو لوبو کې د ګډون (لپاره) ۱۴ کلنه فوټ‎بال لوبډلې تګ
د: د اصلاح شویو نیالګیو ودې (لپاره) هڅې.

۵: (ساه) که (سا) وليکو؟
په هره ژبه کي داسي کلمې، جملې او عبارتونه سته چي ډېر مشهور ، خو غلط وي لکه په دري کي غلطۍ ته (ناغلطي) (ګول کيپر) ته ( ګول پيکر) او (انشاء لله) ته ( امشاالله) وايي. په پښتو ژبه کي هم د مشهورو ناسمو کلماتو کمی نسته لکه (ډاکټر) ته (ډانګټر) (بن لادن) ته ( بيلاډينګ) او په مفرد حالت کي (خپل) ته خپلوان ويل. داسي ناسم کلمات په ويلو کي دومره بد نه ايسي او د لهجو هويت ښيي، خو په ليکلو کي ګډوډي پېښوي او مفهوم سم نه ادا کوي. په دې لړ کي يوه هم د (سا) کلمه ده چي ځيني ناخبره ليکوالان او خبريالان يې ( ساه) ليکي.
په پښتو کي چندان داسي کلمه نه لرو چي په (ه) پای ته رسېدلې او مخکي دي يې (الف) راغلی وي، البته يوازي د (تراه) کلمه لرو چي د ډار او وېري مانا لري او هغه هم په لرغوني متنونو په تېره بيا د راحمن بابا په اشعارو کي د (تراهه) په مانا راغلې ده. په پښتو اوازپوهنه کي قاعده دا ده چي تر الف وروسته (ه) (ع) (ح) او ( ء) نه تلفظ کېږي، ځکه نو دا ډول کلمات په پښتو کي مونث بلل کېږي، ځکه چي الف د تانيث نښه ده، لکه (اشتباه) (اجماع)، (نکاح)، (استهزاء). په پښتو کي هغه کلمه چي په (ه) پای ته رسېدلې او مخکي يې الف راغلی پښتو نه دي او ځيني که په ظاهره پښتو ښکاري، خو په واقعيت کي پښتو نه دي، لکه د (څا) چي د فارسي (چاه) کلمه ده.
په دري ژبه کي د (شاه)، (سياه)، (سپاه)، (ګواه) او (کوتاه) کلمو کي ځکه (ه) ورسره ليکل کېږي چي په نسبتي حالت کي اړتيا ورته لري لکه (شاهي)، (سياهي)، (سپاهي)، (ګواهي) او (کوتاهي)
په نوې ژبپوهنه او ليکدود کي لنډون او اختصار ښه ځانګړنه بلل کېږي، نو ښه به دا وي چي د (ساه) په کلمه کي د (ه) توری له اوږو ليري کړو او ( سا) وليکو.
ما چي څومره پام ورته کړی، نو د ثور تر کودتا مخکي په پښتو ليکنو کي هيچا هم (ساه) نه ده ليکلې، زما په اند دا ډول ليکل له ناخبرۍ او بدعت پرته بله انګېزه نه لري.

.