کور / راپور / روسيه: په افغانستان کي دي د برتانوي او نيوزلنډي ځواکونو جرمونه وڅېړل سي

روسيه: په افغانستان کي دي د برتانوي او نيوزلنډي ځواکونو جرمونه وڅېړل سي

د روسيې د بهرنيو چارو وزرات وايي، چي په افغانستان کي د برتانوي او نيوزلنډي سرتېرو د جرمونو دوسيې دي ژر پرانستل سي او د دغه دوسيو د پټولو هڅه دي نه کيږي.

په کابل کي د روسیې سفارت يوه اعلاميه  خپره کړې  او پکي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې له قوله ویل سوي: “موږ په افغانستان کي د ملکي وګړو پر ضد جنایتونه په کلکه غندو”.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويانده ماريا زخارووا وايي، له ۲۰۱۷ کال وړاندي برتانوي او نيوزلنډي ځواکونو په افغانستان کي ملکي وګړي وژلي او د دغه وژنو اړوند ۵۲ دوسيې ثبت سوي چي سواهد هم لري، خو دغه دوسيې پرته له دې چي څوک پکي پړ وښودل سي بندي سوي دي.

زخارووا وايي، چي بايد دا دوسيې بېرته پرانستل سي او عدالت تامين سي.

په کابل کي د روسيې د سفارت په اعلاميه کي راغلي چي: “د بریتانیا او نیوزیلند له مقاماتو غواړو چي پلټنې بشپړې کړي او عاملان عدالت ته وړاندې کړي او د مدارکو له پټولو لاس واخلي”.

افغان حکومت تراوسه په دې هکله څه نه دي ويلي.