کور / راپور / دفاع وزارت: د هلمند مارجه ولسوالۍ افغان ځواکونو نيولې ده

دفاع وزارت: د هلمند مارجه ولسوالۍ افغان ځواکونو نيولې ده

د دفاع وزارت وايي چي تېره ورځ يې د هلمند  مارجې ولسوالۍ د طالبانو څخه نيولې او دغه ولسوالي په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په ولکه کي ده.

په مارجه ولسوالۍ کي د افغان ځواکونو عمليات د نومبر پر ۱۷ نېټه پیل سول او تېره ورځ پای ته ورسېدل .

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي: “د مارجې ولسوالۍ د اکمالاتي لارې د خلاصون او دځینو ساحو دنیولو لپاره عملیات پېل سول، هغه سیمې چي تر پلان لاندې وې، ونیول سوې او هلته سرتیري ځای پرځای سول، هلته د نورو عملیاتو هلي ځلي هم روانې دي.”

طالبانو بيا ويلي، د حکومت دا ادعا چي د مارجې ولسوالي يې نېولې له حقيقت څخه ليري ده.

طالبانو وايي، د مرکز پرته د ولسوالۍ نوري برخي ددوی په لاس کي دي.

تېره ورځ په يوه بمي بريد کي د هلمند د څلورمې سرحدي لوا پر قوماندان جنرال ظاهرګل مقبل هم ووژل سو.