کور / راپور / امريکا: د الوتکي رالوېدلو پېښه کي۱۲ کسان وژل سوي دي

امريکا: د الوتکي رالوېدلو پېښه کي۱۲ کسان وژل سوي دي

د امريکا د ډکورټا ايالت څخه ايډاهو ته تلونکې الوتکه پر ځمکه رالوېدلې او پکي د دوو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل سوي او درې نور ژوبل دي.

د ډکورټا امنيتي چارواکي وايي، چي کله الوتکه له ځغاستليکي څخه پورته سوه، سمدستې بېرته پر ځمکه راولوېدل.

د راپورونو له مخي په الوتکه کي د پيلوټانو په شمول ۱۲ تنه سپاره وه او د يوه پېلوټ او دوو ماشومانو په ګډون نهه کسان وژل سوي دي.

چارواکي د پېښي علت خرابه هوا ښيي، خو پوليسو ويلي چي په دې هکله تحقيقات روان دي.