کور / راپور / شمالي وزيرستان: د پوځ پر پوسته بريد کي پنځه پاکستاني پوځيان هلاک سوي او ګڼ نور ژوبل دي

شمالي وزيرستان: د پوځ پر پوسته بريد کي پنځه پاکستاني پوځيان هلاک سوي او ګڼ نور ژوبل دي

نن د شمالي وزيرستان په غلام خان تحصيل په يوګر سيدګي علاقه کي د پاکستاني پوځ پر پوسته بريد سوی، پنځه پوځيان هلاک سوي او اته نور ژوبل دي.

د طبي سرچينو په حواله په ژوبلو کسانو کي د د څلورو حالت مرګونی دی.

دا له تېرو دوو اونيو راهيسي پر پاکستاني پوځيانو ۱۱م بريد دی چي ترسره کېږي او په دغه بريدونو کي شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځيان او مليشه ځواکونه هلاک سوي دي.

په ورته مهال پاکستاني پوځ تېره ورځ په شمالي وزيرستان کي ۱۷ کسان ونيول او په هغوی کي يې يو په تشدد ووژی.

 تېره ورځ د شمالي وزيرستان خلګو د پاکستاني پوځ پرضد مظاهره کړې وه او د پوځ لخوا د نيول سوي کس د وژني لپاره يې د انصاف غوښتنه کول.

د نومبر پر ۲۸ نېټه د شمالي وزيرستان  په همزوڼي علاقه کي يو بم چاودېدلی وو او د پاکستاني پوځ ځيني کسان يې ژوبل کړي وه، چي وروسته پوځ ځايي کسان د ځان سره بوتلل او په هغوی کي يې يو په تشدد سره ووژی.

د سيمي خلګو تېره ورځ د پوځ لخوا د وژل سوي کس په ملاتړ لاريون کړی وو او نن به هم دا لاريون روان وي.

په قامي اسمبلۍ کي د وزيرستان د خلګو استازی محسن داوړ وايي، دوه ورځې وړاندې د میرام شاه په همزوڼۍ کي یو اي ډي چاودنه سوې وه او د هغې ورستو پوځ د تفتيش په نوم ځاي کسان نیولی وو چي یو پکي نن مړ سو.

نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه هم ددغي پېښي غندنه کړې او ویلي يې دي چي د علاقې بې وزله کسان به له چا څخه انصاف وغواړي.

محسن داوړ وايي، چی پر نيول سوي کس د پوځ لخوا دومره تشدد سوی وو، چي هغه پکي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

محسن داوړ وايي ددا قسمه پېښو لپاره عدالتي تحقيقات پکار دي. هغه وايي که په نیول سوو کسانو پوځ ته څه شک وو نو باید عدالت ته یې وړاندې کړی وای.

.