ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/پنځلسمه برخه
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: عبدالنافع همت
————–
۱: د افغانستان د خپلواکي د بيرته ګټلو ورځ / روز استرداد استقلال افغانستان
دا جمله کټ مټ له فارسي څخه ميرزايانو پښتو ته راژباړلې ده. ساده، روان او لنډ ويلای سو چي: (( د افغانستان د خپلواکۍ ورځ)).
۲: (( احمد د پوليسو له خوا ونيول سو)) او که (( احمد پوليسو ونيو))؟
که احمد په غير مستقيم ډول د پولیسو د ډيپارټمنټ او سيسټم له خوا د يو خاص تاکتيک په وسيله ونيول سي بې ځايه به نه وي چي ووايو: (( احمد د پوليسو له خوا ونيول سو). ځکه دلته پوليسو په فزيکي ډول د احمد په نيولو کي لاس نه درلود، خو که پوليس احمد په بازار کي لاس په لاس نيسي، لاسونه يې ورتړلي او موټر ته يې وخېژوي، نو ګرسره ضرورت نسته چي بېځايه جمله اوږده کړو، په لنډ دول ويلای سو چي: ((احمد پوليسو ونيو)).
۳: د چارو کارپوهان
( چار، چاره) د کار، امور (Affairs) مانا لري. پخوا کار ته د ( چار، چاره) ويل ډېر دود و او اوس هم د پېښور او شاوخوا سيمو ځيني خلک کار ته (چار) يا (چاره) وايي: خوشال بابا وايي:
وې یې نور مي له مغولو نه توبه ده
هر چي ننګ د پښتانه (چار) مي هغه ده
بل ځای وايي:
هره (چاره) د پښتون تر مغـــــل ښه ده
اتفاق ورڅخه نه شته ډېــــــــر ارمان.
ځيني ميرزا ډوله او ناخبره خبريالان دوه مترادف لغتونه جوړه استعمالوي او جمله بې ځايه اوږدوي، لنډ ويلای سو چي ( کارپوهان). البته يوازي کارپوهان هم روښانه مانا نه ښندي، بايد د هر کار ساحه ياده سي، لکه نظامي کارپوهان، سياسي کارپوهان، طبي کارپوهان، اقتصادي کارپوهان او داسي نور.
۴: په کور دننه که په هېواد کي؟
کور ډېر واضح او روښانه مانا لري، هيڅ اړتيا نسته چي د هېواد پر ځای کور ووايو. دا چي موږ کله کله هېواد ته د کور خطاب کوو، دا يوه استعاره ده. کله کله یوه کلمه که څه هم استعاره وي او خلک يې په مانا پوهېږي، خو يوه بله کلمه چي ډېره عامه وي، د استعارې مانا تر سيوري لاندي راولي او بله مانا ځني اخلي. مثلا که ووايو: (( ولسمشر محمد اشرف غني په کور دننه ډېري ستونزي لري)). د دې جملې په اورېدو به خلک داسي فکر وکړي چي ګواکي ولسمشر په خپل کور کي له مېرمني يا اولادونو سره په جنجال اخته دی.
۵: په ګوته کول.
تر يوه شي ګوته ايستل ( په ګوته کول) بولي، لکه ګوتمۍ په ګوته کول. د دې تر څنګ په ګوته کول يوه شرمناکه مانا هم لري چي په اشاري ژبه کي کارېږي. د دې جملې تر ټولو ستر عيب دا دی چي ولسي ريښه نه لري، که چا په کومه لهجه کي اورېدلی وي، نو هيله ده دلته يې يادونه وکړي. کله چي يوه جمله، ترکيب يا عبارت ولسي ريښه و نه لري او اړتيا يې هم نه وي، نو مصنوعي ښکاري او پر غوږ سم نه لګېږي.
په دې جملو کي د ( په ګوته کول) جملو ته ځير سئ!
الف: د پانګونې لپاره د فرصتونو (په ګوته کول).
ب: دا چې چا له افغانستان سره خيانت وکړ، د دوی (په ګوته کول) د تاریخپوهانو کار دی.
ج: د دې پلان اصلي هدف د کاري فرصتونو (په ګوته) کول دي.
د: اداري فساد په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده او باید (په ګوته) شی.
په پورتنيو جملو کي ( په ګوته کول) برخه ځني ليري کولای سو او جملې اسانه ليکلای سو، لکه:
الف:د پانګونې لپاره فرصتونه موندل يا لټول.
ب: دا چې چا له افغانستان سره خيانت وکړ، دا به تاريخ ثابته کړي او يا د تاریخپوهانو کار دی.
ج: د دې پلان اصلي هدف کاري فرصتونه پيدا کول دي.
د: اداري فساد په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده او باید مفسدين رسوا کړل شي.