کور / د ډيورنډ کرښه / د خان شهيد ژوند د پښتنو لپاره پوهنتون

د خان شهيد ژوند د پښتنو لپاره پوهنتون

لیک:شہزادہ خان
1 دسمبر ٢٠١٩ لاہور
خان شهيد اودول صمد خان اڅکزي په عنات اللہ کاريز کې ده نور مامد خان په کور کي په داسې وخت کې سترګې خلاصې کړې چي په لر وبر وطن کې انګریز سامراج قابض وو، پښتون وطن په درو برخو کې ويشل شوي وو، يو واره خو د ډيورنډ کرښې په جبر پښتون په دوه ځايه بيل کړي وه او بلي خوا ته سهيلي پښتونخوا د بلوڅانو په ناروه نوم باندې لا منځنۍ پښتونخوا او بره پښتونخوا څخه بيل کړي.
خان شهيد يک يوازې تنها په کوشني عمر هغه وخت سياست شروع کړي چې پر ټول وطن انګرېزي استعمار تر تسلط لاندې وو، او انګریزانو يوازې پر پښتون قبضه ګر نه وو بلکې د هغو پر عصابو هم ده پير ملا او سردار نواب په مرسته داسې قابض وو چې د انګریزو خلاف ټينګار چا سوچ هم نسو کوي، دوي به ویل چې انګرېز باچاهي د خودايه باچاهي ده. خان شهيد ليکي چې يو ورځ جهاز تير سو نو پښتنو اسمان ته وکتل او وي ويل چې انګرېز تر باچاهي دي قربان سوم.
او بيا په هر کلي کې داسې خلګ ورته ساتلي وو چې د انګریز ده باچاهي به يې نوره هم مظبوطه کوله او کا سه نه سا د انګریزانو خلاف چا د ټينګار نيت هم کوي نو دوي خو به يو واره خپله هغه سړي لا منځه وړي يا به يې انګریز ته مخبري کوله ده سو پيسو په خاطر، کا ده وس وخت مثل واخلو نو داسې به وي چې پر وطن د فوځيانو باچاهي وي او پر وطن يې دغه بدمعاشان غنډه ګردان سمسيره ايلا کړي وي ده خاني مللکي دپاره.
دنيا کې چې هر چيري سياست کيږې ګوند يا مومنټ جوړيږى نو څو خلګ قبيلې يا ګوندونو سره کشيني او نوي ګوند يا غورځنګ جوړ کړي، خو خان شهيد يک يوازې خپل پر سر په کوشنۍ عمر دغه کار په مخه واخیستي، خان شهيد په سياست کې ده زغم (عدم تشدد) داي وو، خان شهيد بابا چې کله انګریزو ګرفتار کړي او په ١٩٣٤ کې د پشین عدالت ته يوړل نو ده الته د عدلت مخکي ويل:
”ماته زما مذهب، زما ضمیر، زما ایمان، زما قامي تاریخ او زما ریشتنې انساني جذبه ټول دا وایي چې زه به تور ته تور وایم“.
خان شهيد پر دي وطن سياست پيل کړي نو د په درست وطن کې په ښار او کلو کې د اولسى يا د دينى غونډى ياپه غونډه کى د چا ويان (مقرر) د وينا دود هم نه ؤو، يوازې به په څو ماجتونو کې څه ديني يا ښاروالۍ وينا کوله، خان شهيد ليکي چې ما خپله هم چيرې وينا نه وه کړې. د ډېرو سوچه اؤ خبرو پس خان شهيد دا خوښه کړله چې په ماجيتانو کى ديني ويناوې پيل کول پکار دي.نو داسې خان شهيد د خپل عملي سياسي ژوند د خپل کلي د ماجت څخه شروع کړي او الته يې د ماخوستن د لمونځ پس خطبه ورکړه.خو ده انګریزانو مخبري دومره زيرکه وه چې د بل سار بيا انګریزان په دي خبر څو، او خان شهيد يي په دي حقله وپوښتي.
خان شهيد په خپل عمر کې تر 22 کاله زيات عمر د انګریزو او پاکستاني جيلو کې تير کړه، خو کله هم د پر خپلو افکار او نظرياتو باندې ده چا سره معامله وکړه،
د خان شهيد شهيد سياسي ژوند د جېل څخه دباندې دوره ته که و کتل شي نو هغه خپل د مرام او نظرياتو پر سر ملګري او ګوندونه له لاسه ورکړي او له نوي سره بيرته مزل پېل کړى. خان شهيد د 63 کاله په عمر کې له نېپ څخه پر نظرياتي او اصولي اختلاف خپله لاره بېله کړه او له نوي سره يه د سياست نوى باب پېل کړى.
خان شهيد کله هم نه مايوسه کېدلو او د شپېته کاله په عمر کې يه هم په ځوانه ولوله د قام د حق جنګ پېل کړى.
خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی د سياسي، صحافتي هلو ځلو تر څنګ د ادب په ميدان کښې هم ډيره لوړه او معياري ونډه لري. تر هر څه د مخه د خان شهيد بابا و پښتو ته د يوه پشپړ او معياري ليکدود تحفه د حيرولو وړ نه ګڼم. خان شهيد چي کله د پښتو لمن له يوه خپل ليکدوده تشه وليدله او د عربي زيات اثر يه په پښتو کښې و ليدلی نو يه د پښتو پر ليکدود کار شروع کړ چي تر څو پښتو يوه پاکه او بچه ژبه شي. د دې ليکدود په اړه يه له محترم علامه عبدالحی حبيبي صېب سره هم زيات مجلس کړی وو چي نوموړي يه ليکدود زيات خوښ کړی او ستايلی وو. خان شهيد د پښتو د بچه ټکو يوه ګڼه هم ليکلې ده چي بيا په ( صمدالغات ) باندي مشهور شو. د شيخ سعدي د ګلستان يه په پښتو کښې منظومه ژباړه وکړه چي له کبله يه تاريخ د يوه شاعر په توګه هم مني. د زندان په تيوريکي کښې يه د چارلټ کارټر او دي هغه د ښځي ډايس کارټر د مشهوره کتاب ( Future of Freedom ) هم په پښتو او اردو ژبه کښې ژباړه وکړه. د مولانا شبلي نعماني د سيرت نبي او د امام غزالي د کيميا يې سعادت يه په پښتو ژبه کښې ژباړي وکړې. او د هر څه په څېر يه پښتو ته د ( زما ژوند او ژوندون ) په نامه خپل ليک دود ور کړی.
د خان شهید اودل صمد خان اڅکزي د پشتون بلوڅ صوبې کې اولني ژورنالسټ وو، د په خپل زاتي خرص او سه د ملګرو په مرسته يو اوونۍ مجله د استقلال په نامه شروع کړه، چې په کم د پښتو سره سره په نورو ژبو کې ليک چاپ کيدلي.
دخان شهید ټول ژوند د پښتنو لپاره د پوهنتون درجه لری که څوک د خان شهید ټینګ ایمان او نه ستړې کیدونکې مبارزه ته سوچ وکړی نو هیڅ کله به مایوسه نشی، خان شهید د امید ډیوه بله کړه او قام ته یې د سهار لوری وښود،خان شهید نشته خو چی پر کومه لاره چي خان شهید ګام ایښی ووپر هغه لاره اوس یو لوی کاروان تیریږی چی دخان شهید د سپیڅلی شخصیت او قام سره دمینې ګواهی ورکوی،د خان شهيد تلين په مناسبت ده ته عقیدت سره ګلونه وړاندې کووم، روح دې ښاد وی.

پاي
Feedbacks at Twitter @pashtunzoy
Facebook @shazadakhan