کور / راپور / نن د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلين لمانځل کېږي

نن د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلين لمانځل کېږي

نن د خان عبدالصمد خان شهيد ۴۶ تلين دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، چي د خان شهید تلين به په شاندارو مراسمو ولمانځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو مشر او دخان شهيد زوی حامد خان وايي، چي د ارواښاد تلين به په ځانګړو غونډو ولمانځي.

نوموړی وايي: “د خان شهید د تلین په حقله به بېلا بېلې جلسې وي. موږ دلته د کوټې ښار په منځ کي په هاکي سټېډیم کي د جلسې تیاري کړې ده. په دې کي به مولانا فضل الرحمان هم زموږ مېلمه وي او دا به داسې وي لکه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت علما اسلام شریکه جلسه”.

په دغه غونډو کي به پوهان او د قلم خاوندان د خان شهيد پر بېلابېلو اړخونو وږغېږي.

عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۰۷م کال د جولايي پر اوومه د قله عبدالله په ګلستان کي زږېدلی وو او د ۱۹۷۳م کال د دسمبر پر دویمه په کوټه کي په خپل کور کي د خوب پر مهال د لاسي بم په چاودنه کي ووژل سو او له هماغه وخته د خان شهيد په نوم يادېږي.

د عبدالصمد خان اڅکزي په اړه د یو شمېر کتابونو لیکوال سوکت ترین وايي، هغه د ۲۰ کالو په عمر کي په عملي سیاست پیل کړی وو:

“په ۱۹۲۷ کي چي غازي امان الله خان د اروپا په سفر تلی نو عبدالصمد خان اڅکزي یې په چمن کي استقبال کړی وو. بیا چي په ۱۹۲۹م کال کي په افغانستان کي د غازي امان الله خان حکومت او نظام ته خطر وو نو عبدالصمد خان اڅکزي یې د کومک تابیا کړې چي له کبله یې واکمن انګریز سرکار هغه ۲۸ شپې د خاندان له ۱۶ نورو خانانو سره د کوټې په پولیس لاین کي بندي کړی وو او دا د هغه لومړی بند وو.”

ډاکټر حامد خان اڅکزی وايي، خپل پلار عبدالصمد خان اڅکزی یې له دې کبله په ژوند کي ډېر کم لیدلی وو چي هغه به تل په زندان کي وو:

“په ۱۹۴۸م کال کي چي دی بندي سو نو زه تر هغه وروسته زېږېدلی یم او د پنځو کالو وم چي په لومړي ځل مې ولیدی. سهار وختي پورته کيدی او موږ به یې هم پورته کولو ، تر غرمې به یې د کور و لویو غړو ته د قران ترجمه کوله ، خبرونه به یې هره ورځ اورېدل او پر تعلیم ډېر مین وو.”