کور / #PTM / د ترهګر رياست لخوا د عالمګير وزير لادرکه کېدل غندل سوي، پښتنو زده کونکو احتجاج کړی

د ترهګر رياست لخوا د عالمګير وزير لادرکه کېدل غندل سوي، پښتنو زده کونکو احتجاج کړی

د پاکستاني ترهګر رياست لخوا د لاهور له پوهنتون څخه پښتون فعال عالمګير وزير وروسته له هغه وتښتوی چي نوموړي په يوه غونډه کي د پښتنو د حقونو اواز اوچت کړ.

د نومبر پر ۲۹ نېټه په لاهور پوهنتون کي د زده کونکو د يووالي په مراسمو کي عالمګير وزير وينا وکړل او هلته يې د پښتنو زده کونکو سره د تعليم په برخه کي د روان تشدد په هکله وږغېدی او پر حکومت يې نيوکه وکړه، چي د پښتنو د تعليم مخه ډب کوي.

له دې وينا وروسته د ترهګر رياست لخوا ښاغلی وزير د نومبر پر ۳۰ نېټه د لاهور پوهنتون څخه نامالوم ځای ته بېول سوی دی.

د پاکستان د بشري حقونو کميسون د ښاغلي وزير پر لادرکه کېدو اندېښنه ښودلې او د هغه د ژرترژره خوشي کېدو غوښتنه کوي.

د نوموړي د ورکېدو ضد په پوهنتون کې د پښتنو زده کوونکو سازمان شپې مهال او د ډېسېمبر لومړۍ پر سهار احتجاج کړی دی.

په پارلمان کي د وزيرستان د خلګو استازي علي وزير وايي، عالمګیر وزیر پرون لادرکه شوی او تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نشته:

“د پنجاب یونیورسټۍ زده کوونکو د شپې ناوخته ما ته ټېلېفون وکړ او اطلاع یې راکړه چې دی د ماسپښين او مازیګر ترمنځ ولاړ او ویې ویل چې ‘زه ارام کوم.’ نو بیا ډېر وخت تېر شو چې د ده موبایل بند وو او زده کوونکي چې خونې ته ورغلل نو دی هلته نه وو. بیا دوی د پولیسو په ټولو تاڼو کې د هغه پوښتنه وکړه خو هلته یې هم نه وو پیدا کړی.”

محسن داوړ هم د هغه لادرکه کېدل په سختو ټکو غندلي او د هغه د ژر ترژره خوشي کولو ږغ يې کړی دی.

عالمګير وزير د علي وزير وراره دی او د هغه پلار فاروق وزیر په ۲۰۰۳ز کال کې په وزیرستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې په غږ پورته کوونکو کې لومړی کس بلل کېږي چې بیا په هدفي وژنه کې ووژل شو.

د علي وزیر د کورنۍ شاوخوا ۱۷ کسان د وسله والو په بېلا بېلو بریدونو کې وژل شوي دي.