کور / راپور / د نقيب مسيد پلار محمدخان د اوږدې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی

د نقيب مسيد پلار محمدخان د اوږدې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی دی

د شهيد نقيب مسيد پلار محمدخان تېره شپه د راولپنډۍ په يوه روغتون کي د اوږدې ناروغۍ له امله په حق ورسېدی.

محمد خان د تېرو څو اونيو راهيسي په روغتون کي بستري وو او په دې وروستيو کي يې د خپل وژل سوي زوی نقيب مسيد لپاره د انصاف ږغ بيا اوچت کړی وو.

نقيب مسيد په ۲۰۱۶ کال کي په کراچي کي د راو انور لخوا ووژل سو او له هغه وروسته راو انور د پاکستاني رياست لخوا د ضمانت په توګه خوشي سو او اوس هم ازاد ګرځي.

محمدخان څو مياشتې مخکې ويلي وه،  چې د راو انوار پرضد د هغه د وژل سوي زوی نقيب مسيد په اړوند کومه مقدمه د کراچۍ په عدالتونو کې روانه ده هغه دې خېبرپښتونخوا ته راوړل سي.

هغه تور لګولی وو چي په کراچي کي ورته د سر ګواښونه کيږي، او بل دا چي هغه تر کراچۍ پورې د تګ او هلته په عدالتونو کي د مقدمې کولو پېسې نه لري.