کور / راپور / پکتيا چارواکي: دوه تنه ماین لېږدونکي د ماین سره یو ځای نيول سوي دي.

پکتيا چارواکي: دوه تنه ماین لېږدونکي د ماین سره یو ځای نيول سوي دي.

د پکتيا پوليس وايي، چي نن دوشنبه د پکتیا امنیه قومندانۍ د تروریزم پر ضد د مبارزې مدیریت منسوبینو د ځانګړو اپراتیفي عملیاتو په ترڅ کي دوه تنه ماین لېږدونکي چي په یوه الټو موټر کي یې ماین انتقالولو د ماین سره یو ځای لاس په لاس د مرکز ګردیز اړوند دوغ اباد په سیمه کي نیول سوي دي چي په دې سره په مرکز ګردیز کي د یوې خونړۍ پېښې مخه ونیول سوه.

د پکتيا د امنيه قومندانۍ په وينا یاد نیول سوي کسان د مرکز ګردیز اوسیدونکي دي، په لومړنیو معلوماتو کي یې په خپل جرم اعتراف کړی چي دوسیه به یې ډیر ژر اړونده ارګانونو ته وسپارل سي.

.