کور / راپور / شمالي وزيرستان کي د ايف سي ۳ عسکر هلاک سوي دي

شمالي وزيرستان کي د ايف سي ۳ عسکر هلاک سوي دي

په شمالي وزيرستان کي د ايف سي پر يوې پوسته بريد سوی او درې پاکستاني عسکر پکي هلاک سوي او دوه نور ژوبل دي.

دا په تېرو دوو ورځو کي دوهم برید دی چي د پوځ پر پوستو کېږي.

تېره ورځ هم  د شمالي وزيرستان په غلام خان تحصيل په يوګر سيدګي علاقه کي د پاکستاني پوځ پر پوسته بريد سوی، پنځه پوځيان هلاک سوي او اته نور ژوبل دي.

د طبي سرچينو په حواله په ژوبلو کسانو کي د د څلورو حالت مرګونی دی.

دا له تېرو دوو اونيو راهيسي پر پاکستاني پوځيانو ۱۱م بريد دی چي ترسره کېږي او په دغه بريدونو کي شاوخوا ۲۰ پاکستاني پوځيان او مليشه ځواکونه هلاک سوي دي.