محمود خان اڅکزی: نړيوال دي د پاکستان سره د پښتنو سيمو د معدنونو قراردار نه کوي

Aziz Rahman Hazim | دسمبر 3rd, 2019


پرون د کوټي په هاکي لوبغالي کي د عبدالصمدخان شهيد ۴۶م تلين ولمانځل سو، چي پکي ګڼو کسانو ویناوي او د پاکستان د پوځي پاليسيو پرضد يې څرګندوني وکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي غونډي ته په وينا کي پر امريکا، روسيې او چين باندي ږغ وکړ چي د پښتني سيمو د معدنونو په هکله دي د پاکستان د حکومت سره تړون نه کوي.

ښاغلي اڅکزي چي تېره ورځ د خان شهيد عبدالصمد خان په ۴۶م تلين کي وينا کول وويل، چي د پښتنو سيمو معدنونونه د همدې پښتنو دي، دا په حکومت پوري هيڅ اړه نه لري.

د هغه په وينا، دوی به هيچا ته اجازه ورنه کړي چي دغه معدنيات وشکوي.

ښاغلي اڅکزي وويل: “د پښتنو پرضد سازشونه روان دي او دوی به په خپله خاوره د پښتنو په حقونو هېڅ ډول سودا ونه کړي.”

هغه وويل، “په پاکستان کي چي څوک خرڅيږی هغه وفادار ګڼل کيږي او چي نه خرڅېږي هغه وفادار نه ګڼل کيږي، د ازادي مارچ غوښتنې دې ومنل سي، ادارې دې خپل خپل کار کوي پوځ دې قانون ومني. د ایين له مخې ټولې ادارې تر پارلمان لاندې دي، مقتدره ادارې که څومره طاقتوره سي په سیاست کي باید لاسوهنه و نه کړي.”

Copyright Larawbar 2007-2024