کور / راپور / غزني کي د ملکي وګړو پر موټر ماين چاودنه سوې ده

غزني کي د ملکي وګړو پر موټر ماين چاودنه سوې ده

نن سهار ۸ بجې شاوخوا د غزني د جغتو ولسوالۍ په لویه لاره د ملکي کسانو پر موټر ماین چاودنه سوې ده او  تر دا مهاله د دریو کسانو د ټپي کیدو خبر ورکړل سوی دی.

د غزني چارواکي وايي، چي دغه موټر چي د جغتو ولسوالۍ څخه راروان وو په لاره کي ايښودل سوي ماين ورباندی چاودنه کړې چي درې کسان يې ژوبل کړي دي.

د چارواکو په وينا دغه ماين د وسلوالو طالبانو لخوا ايښودل سوی وو.

په افغانستان کي  د جګړو له امله هر کال په زرګونو ملکي کسان قرباني کېږي چي ډېر يې په ماينونو او هوايي بريدونو کي وژل کېږي.