کور / راپور / د بلوڅ بيلتونپالو په بريد کي درې پاکستاني سرتېري هلاک سوي دي

د بلوڅ بيلتونپالو په بريد کي درې پاکستاني سرتېري هلاک سوي دي

د بلوچستان په کاهان علاقه کي د پاکستاني پوځ پر کاروان بريد سوی او ۳ پوځيان پکي هلاک سوي دي.

بريد تېره ورځ په کاهان کي هغه وخت رامنځ ته سو، چي کله د پاکستاني پوځ ګاډي له سيمي څخه د تېرېدو په حال کي وه.

ددغه بريد مسؤوليت (بلوچ لبريشن ارمي) پر غاړه اخيستی دی.

د بلوچ لبريشن ارمي وياند جنيد بلوڅ وايي، تر هغو به دوی د پاکستاني پوځ پر وړاندي جګړه کوي، ترڅو چي بلوچستان  له پاکستان څخه ازادوي.