کور / علمي / درانی احمد شاہ داوسنی افغانستان مؤسس او دپاني پت دتاریخي حماسې اتل

درانی احمد شاہ داوسنی افغانستان مؤسس او دپاني پت دتاریخي حماسې اتل

پروفیسور عبدالخالق ۔ رشید دجواھرلال نھرو پوھنتون استاد

ددغی مقالی خلاصہ پہ ۱۹۹۸ کال دھند دگجرات پوھنتون
پہ بین المللی سیمینارکی ولوستل شوہ ، دلته ټوله مقاله دیولړتاریخي اسنادوپه زیاتي سره خپروم .

زموږ لاسونه ، زموږ پګړۍ سرونه ،

له ډیره درده  غمه ،

په زعفرانی رنګ  زعفراني شوې وو …

هلته چې موږه  د دښنه جګړې ته ورغلي وو …

اوموږ له پانی پت را وتښتیدو…

اوپاچاهي  مو هلته پریښودله ،

هلته مو بایلوله …

شاعر :   رودارد کیپلینګ  ( له تښتیدلي پیشوا سره ډیلي ته  مل  )

=======================

احمدشاہ ابدالی (لوی احمدشاہ بابا ) داوسنی افغانستان موسس پہ (۱۱۳۵ھ) کال کی دھرات پہ تاریخی شار چی د ابدالیانو دواکمنی مرکزو، زیژیدلی دی (*) دپلارنوم یی زمان خان دی چی ھغہ د دولت خان، سرمست خان،شیرخان،خواجہ خضرخان،سدو خان(اسداللہ خان) لہ کورنۍ  سلسلی سرہ رابطه لري. ھرات د ابدالیانو دواکمنی مرکزو چی تل بہ دپردیولہ خو ا کلہ لہ شمالہ ، کلہ لہ لویدیزہ تریرغلونو لاندی راتہ، ان داحمدشاہ ترزلمیتوب پوری دغہ ښار ددغہ مھال لہ خورا مھمو سیاسی نظامی اوفرھنگی مرکزونوڅخه شمیرل کیدہ. احمدخان دھمدغہ مھال دتاریخی اوسیاسی چاپیریال پہ لمنہ کی چی پلاراومشر وروریی ذوالفقارخان پہ ھغو کی دپاملرنې وړدندہ درلودہ،دیوہ نومیالی سرتیری پہ توگہ په افغانستان کې دعمل پہ میدان کی راوبریښید. یوشمیر توپیرونہ د ابدالیو اوغلجیو ترمیان پہ ھغہ مھال چی اسداللہ خان دھوتکی شاہ محمود لہ خوا پہ دلارام کی ووژل شودخوابدئ سبب شول همداوہ چی کلہ زلمی احمدشاہ کندھارتہ راورسید، نوبیا دکندھار دمشرھوتکی شاہ حسین لہ خوا زندانی اونژدی شپږکالہ یی پہ ھغہ زندان کی لہ خپل مشر ورور سرہ یوځای تیرکړل.
پہ ایران کی دفشارنادرپہ لاس دھوتکي امپراتورۍ پہ زوال سرہ یووارې بیا ددې لہ پارہ لارہ اوارہ شوہ چی نادردې دابدالیانو مرستی تہ دغلجیوپہ مقابل کی لاس وراوږد کړي  اوددوی لہ نفوذہ دې په افغانستان اوسیمه کې کار واخلي. ذوالفقارخان سرہ لہ دی چی لہ ھوتکی واکمنو یی ھم ښه زړه نہ درلود، دنادر دیرغل پہ مقابل کی په میړانې سرہ ودریداودیرغلگرنادري پوځ پہ مقابل کی یی لہ ھراتہ دننگی اودفاع کارتہ ملاوتړله ښایی لہ ھغو زیاتو پلمو چی دی نادرونیو اوبیا یی لہ احمدخان سره یوځای ،اول زنداني اوبیا یې زھرورکړل. یوه همدغہ دده اتلوالي اوھیوادپالی مقاومت ھم وي.
داحمدشاہ دژوند اوواکمنی پہ بارہ کی پہ گردہ نړۍ کې ډیرو لیکوالو اومورخینو زیاتی اودپاملرنی وړلیکنی کړې دي،چی زہ دلتہ ھغہ نہ تکراروم، یوازی داحمدشاہ دکورنۍ پہ بارہ کې دمحمودالحسینی المنشی دتاریخ احمدشاھی یوہ برخہ دلتہ پہ دی خاطررالیکم چی ھغہ داحمدشاھي دربار دگردو پیښوعینی شاھداودرباري منشی و،ھغہ داحمدشاہ ابدالي دشخصیت اوکارنامو پہ باب لیکی :
« مناسب چنان مینمایدکہ اول شمہ یی از علو نسب ذات بابرکات ولی نعمت خود اعلیحضرت احمدشاہ درانی حسب الواقع درمعرض بیان آورم ، وھرچند پایہ قدرومنزلت این انضارالطاف اللہ ازآن بلند تراست کہ محتاج بااظھار نسب باشد.اصل آنحضرت ازبزرگان طوایف ایل جلیل درانی ازتیرسدوزایی ان کہ ریاست وسروری این طایفہ ھمیشہ ازتیرمزبور بدستور تورہ کہ درمیان سلاطین ترک وآل عمان وھندوستان وغیرہ معمول است ازآبای عظیم عظام واجداد کرام خود بہ میراث دارندوبعدازآن کہ اعلیحضرت احمدشاہ درانی برتخت سلطنت وصاحب کلاھی تکیہ زدند باالھام ملھم غیبی ذات بابرکات آن حضرت بہ شاہ دُردران وعموم این طایفہ کہ دررکاب اشرف مصدر خدمات نمایان گردیدہ بود ملقب ومشھور بہ ایل جلیل درانی شدند۔ وازقدیم الایام ایل جلیل مزبوردر دارالقرار قندھاروزمینداوروطوبا وکوھستان ھای سمت قراباغ وغزنین خطۂ دلکشای کابل تابستان وزمستان را میگذرانیدندونسب فرخندہ حسب این خدیوبک جناب بہ ارحام واصلاب سدو باین نھج اتصال می یابد…” (تاریخ احمدشاھی ، چاپ مسکو،۱۹۷۴ ص ۳۰)
دافغانستان نامتو مورخ ارواښادغبار پہ وینا : “… احمدخان دربیست سالگی درقشون نادرشاہ داخل خدمت ودرمدت کوتاھی نظر بہ اھلیت ولیاقت کہ ازخود نشان داد مورد توجہ نادرقراگرفت.”
ھمدارنگہ دیوہ ایرانی لیکوال پہ قول : ” احمد خان بہ زودی درشمارمقربان ونزدیکان نادرآمد وبہ مقام ایشک آقاسی باشی وسریساول خاصہ(یایساول حضور) وفرماندھی (یا نایب فرماندھی) دستہ افغانان اردوی نادری کہ عمدتاً ازابدالیان بودند، رسیدودرلشکرکشی ھای متعدد نادرشرکت جست …(دانشنامہ ادب فارسی تھران طبع ۱۳۷۸ص ۴۹)

——————————————————-
(*) زموږدتاریخ یوشمیرنامتو لیکوالو داحمدشاہ دزیږیدومینہ ملتان کښلی دی، چی یولیکوال پہ دغہ برخہ کی فیض محمدخان کاتب ھم دی. خو یوشمیرنورو لکہ ارواښاد غباراوارواښاد پوپلزایی بیا دھرات ښارلیکلی دی.« …احمدشاہ ابدالی درسال مرگ پدرش زمان خان درشھرھرات متولد شد ۱۷۲۲ … » (غبار، مسیرص ۳۵۴)  « … آن مجاھد ومدافع خاک افغانستان وازبطن علیاجناب قمرنقاب زین المستورات تاج المخدرات مسمات زرغونہ سلطان درانی پسری درسنہ ۱۱۳۵ق (درارگ) ھرات بوجود آمد…»  (وکیلی پوپلزایی ، احمدشاہ وارث ومجدد امپراطوری افغانستان طبع کابل ۱۳۵۹ ص۹)

احمدشاہ دنادرشاہ دواکمنی پہ دوران کی پہ تیرہ بیا چې دی دھغہ نظام اوواکمنی یورکن و دسیمی اوجھان دگردو پيښو اوسیاسی نظامونو لہ جوړښته پہ تمامہ مانا ځان خبرکړی واوھغہ تجربی یی په خپل مخ کی کیښودې، کومې چی تردہ پخوا پشتنو واکمنانو پہ افغاني فارس کی دخپلی واکمنی پرمھال هلته لیدلې اوتیرکړې وی، ھغہ پرتمینی زمزمی چی پہ ایران کی لہ  شاه محمود اواشرف غوندې  نومیالیو واکمنانودہ تہ ورپاتی وی. ترھغوچی دواک گدۍ تہ نہ و رسیدلی ھغہ یی دیوی شیبی لہ پارہ ھم لہ یادہ ونہ ایستی. داچی وایی ملتونہ لہ خپلوتاریخونو سرہ ژوند کوي اوپرھغو ژوندی وی، ځوان احمدشاہ ھم یولہ ھغو زلمو څخه وچې دوختو اوشیبو پہ انتظارکیناست. پہ ۱۱۶۰ کال نادررانسکورشو، خو احمدشاہ ابدالي بیاھم دخپلو افغانی دودونوافغانی پرتم اووفا لہ مخی دھغو غلواوداړه مارو فارسیانو پہ مقابل کی چی دغیرافغانی ایرانی پوځ برخہ وو، مقاومت وکا، اودھغوی د زیات وحشت مخہ یی ونیوہ لکہ چی پہ دی باب  ایرانی لیکوال لیکلې : ” د۱۱۶۰ق کال دجمادی الاول دمیاشتی پہ یوولسمہ خبوشان قوچان تہ نژدی دنادرلہ مرگ سرہ سم ددہ پہ لوی لښکرکې چې له بیلابیلو قومونوڅخه جوړشوی و دچوراوچپاول پہ خاطر یوہ ښکارہ الہ گولہ را پیداشوہ ، دوی کوشش وکاوہ چی شاھی شتمی گردہ لوټ کړي اوپرھمدی کارباندی بوخت شول، دافغانانو یوہ ډله چی مشري یی نورمحمدخان غلجایي کولہ ،پہ دغہ وخت کی احمدخان وکولای شول چې پہ پورہ جرات اورشادات سرہ دخپلې ډلې پاملرنہ دغه حالت ته ور واړوي اوپہ دغہ ترڅ کی یی عملآ هرڅه په خپل لاس کی ونیول اوخپلہ وفاداری یی نادراودھغہ کورنۍ تہ ثابتہ کړه، دخپل نمک حق یی ھیرنہ کا اوپہ زغردہ یی دچپاولگرانو پہ مقابل کی پہ مقابلی پیل وکا…” (دانشنامہ ، یادشوی اثر، ۴۹مخ)
احمدشاہ ابدالي کولای شول ، چی پہ ھم ھغہ پیل کی دفارس اوافغانستان پاچاهي ترلاسہ اوخپلہ واکمنی پری اعلان کړي، لکہ چی پہ راوروستہ کی ھمداسی ھم وشول۔ خودایې دخپلی تجربی پہ پام کی نیولو سرہ سمہ ونہ بللہ چی پہ دغہ ناپایدارکارباندی دی سمدلاسہ لاس پوری کړي، لہ فارسہ کندھارتہ راغی، دلتہ یی دافغانستان دعام ولس پہ خوښه اوھیلہ دشیرسرخ جرګه جوړه اولہ ھغی لاری یې دافغانستان دگردو قومونوداستازو پہ غوښتنہ اوھیلہ د۱۱۲۶لمریز کال چی د ۱۱۶۰ق کال درجب لہ (۲۱) سرہ برابرہ وہ ، دغہ نومیالی افغان دافغانستان واکمنۍ د دراني احمدشاہ پہ نامہ دافغان ولس په مرسته اوغوښتنه ترلاسه اوددغہ ھیواد (افغانستان ) واکمن شو.
داوسني افغانستان پرواکمنی باندې داحمدشاہ دُراني غورہ کیدل،یوہ تصادفی خبرہ نہ وہ، ھمدارنگہ احمدشاہ لکہ چی  په لنډوکې ویل کیږي یوازی دشیرسرخ دجرگی محصول اوبریاھم نہ و چی باید یوازی پرھغی باندی بسنہ وشی۔ بلکی دا یوه خبرہ باید ددغہ لوی واکمن پہ باب پہ پام کی ونیول شی اوھغہ داچی احمدشاہ پرملی اوافغاني ضرورت برسیرہ د آسیا لہ پارہ ھم یوعیني ضرورت و.د مارکسستی علمي – تاریخي تحلیلونوله مخې دآسیا عینی اوذھنی حالت  هم ددی لہ پارہ پہ تمامہ مانا عیاراوتیارشوی و چی دھغو پہ پایلہ کی احمد شاہ وکولای شول لہ ھغودځان  اوھیواد پہ ګټه شعوری کارواخلی . احمدشاہ بی شکہ وکولای شول چی لہ دغو تاریخي شرایطو اوحالاتو دځان ،ھیواد  او آسیا په ګټه کارواخلی نامتو هندي لیکوال ګنډاسینگھ د درانی احمدشاہ دکتاب لیکوال اودھند دشلمی پیړۍ نامتو مؤرخ ھم داحمدشاہ پہ با ب پہ ھمدغہ اصل باندی تاکیدکوي او پہ احمدشاہ باندی دآسیا ددغہ وخت د اړتیا له مخې دیوہ نامتو واکمن پہ توگہ ھمداسی قضاوت اوخبری کوي. دی ھم دا وایی چې هرڅوک کله پراحمدشاہ دراني باندی خبری اوقضاوت کوی ، ھغہ باید داسی وی لکہ چی دآسیا دیوہ امپراتور پہ بارہ کی ویل کیږي اولیکل کیږي . داپہ دی چی پہ احمدشاھی واکمنی کی آسیا له ھرډول بھرنی زور زیاتي اوتعرضه پہ امن اوامان کی وہ. ددرانی امپراتورۍ ماتہ وہ اود آسیا دبدمرغۍ پیل، دھغی پہ رانسکوریدو سرہ دگردې آسیا دبخت ستوری راولوید اودغہ وچہ دبی پرواییو پہ پایلہ کی دلودیزوالو دظلم منگولو تہ د اوږدې مودې له پاره ورولویدہ. دھیواد نامتو مورخ ارواښاد غبارھم داحمدشاہ دواکمن کیدو پہ باب پہ ھمدی نظردی اولیکی چی : ” احمدشاہ بعداز پادشاہ شدن ثابت کرد کہ آگاہ از اوضاع داخلی کشور وھمچنان مطلع ازاوضاع بنفع افغانستان عملاً استفادہ کند…” (غبار، مسیرص ۳۵۵) .

احمدشاہ پہ رښتیا ھم پہ دی پوھیدہ چی دده  دویشلي ویشليھیواد چی پہ اقتصادی لحاظ ھم پہ وران حالت کی و، پہ چم گاوند کی کوم حالات روان دی، ھغہ تہ ایران ورمعلوم و، ویل شوی چی دنادرپہ لښکرو کی ھندوستان تہ تللی و، دھغہ ھیواد لہ حالہ خبرو، لہ مرکزی آسیا اوهلته دترکانو لہ برلاسی ھم خبرو،ان چی دآسیا لہ مکاردشمن انگریزہ چی ددہ تر زمانی پوری یی پہ ھند کی یوازی سوداگری پلمه کړې وہ ھم بی خبرہ نہ و.یوداسې واکمن چی پہ دی گردہ مسایلو باندی خبروي ، دھغوټول اړخونه ورمعلوم وی اودوخت پرنازکیو باندی پہ علمی توگه دقضاوت جوگہ وي، نو پہ دی کی شک نشتہ چی ھغہ بہ دخپلی زمانی اوسیمی پہ تیرہ بیا آسیا لہ  لویوواکمنانوڅخه نه وی. داباید ووایو چې داشان واکمنان پہ داسی عینی حالت کی پہ خپلہ دتاریخ اوجامعی دطبعی قانونمندی بریا دي چې پہ طبعی توگہ یی دعمل میدان تہ راباسی. افغانی ټولنه اود افغانستان تاریخ دخپل شتہ والی پہ اوږدہ بھیرکی دملي اوسیاسي مسایلو پہ اړوند یوہ ناخبرہ اوپہ خوب ویدہ تاریخ، ټولنه اوخلک نہ وو، پہ دی مانا چی دوی دتاریخ پہ اوږدو خپل واک دداسی چا پہ لاس نہ دی ورکړی چی ھغوی بہ  (لکه د نني لاسپوڅي اوګوډاګیان) پہ تصادفی توگہ د مرخړي په توګه راپورتہ شو ي وو . ھمدا اوس چی افغانستان دتاریخ دا اوسني بدمرغہ حالات زغمي ، داھم یوازې لہ ھمدې املہ دي چی دغہ ملت پرھرچا باندی دخپلی مشری لہ پارہ باورنہ شي کولای،ھمدادہ چی لہ ھمدغہ املہ دخپلوتاریخي دښمنانو دکینې اوکرکې پہ لمبوکې دخپلو ھمسایہ گانواونړیوالو زبیښاکګرو لہ خوا سوي اوسوزي.
لوی احمدشاہ بابا دخپلی واکمنی پہ دوران کی دخپل ھیواد دپیاوړتیا اویووالي پہ برخہ کې دپاملرنې وړکارونہ ترسرہ کړي دي چی  دیوشمیریي په لنډیز سره دلتہ یادونہ کوو:
۱ پہ آسیاکی دافغانستان (پخوانی آریانا اوخراسان ) پہ نامہ دیوہ خپلواک اوپیاوړی دولت اساس اوایجاد.
۲ پہ گرد ھیوادکې  دزمکوالۍ دنظام برلاسی اوپیاوړتیا .
۳ لہ شمالہ ترجنوبہ اولہ ختیزہ ترلویدیزہ دھیواد دگردو اوسیدونکو ترمنځ یووالی اوپیوستون.
۴ دخپل هیواد له تاریخی پولو اوواکمنۍ ساتنہ او دفاع.
۵ لہ فارسہ ترکاشغرہ اولہ نیسا تردھلی پوری دتاریخی ھیواد اوآریانی تمدن دفکري اوفرھنگي
لارو چارو پراختیا اودھغو لہ پارہ دودې اوپرمختگ هڅې او کوښښونه .
۶ دافغاني اواسلامي قلمرو ددفاع اوساتنی په موخه دنوي اومنظم پوځي سستم جوړول .
۷ دبیلابیلو مذھبونو دپیروانو ترمیان دتفاھم ،ھمکارۍ اوروغې  جوړې د فضا ایجاد ، پہ تیرہ بیاپہ فارس اوھندوستان کی چی تردغہ مھالہ پہ دغہ برخہ کی زیاتی ستونزی اوتوپیرونہ دلته ترسترگو کیدل.
۸ دیوې نوې اوسالمې ادارې اساس اوایجاد چې پہ راوروستہ کې یې پہ ھند اومرکزي آسیاکې دشیرشاهي ادارې سیستم په شان اووړتیا سره پراختیا وموندہ.
۹ داسلام مقدس دین تہ زیاتہ پابندي چې ددراني امپراتورۍ اودولت اسا س پرھغہ باندی ولاړاو اوچت و.
۱۰ دھیواددبیلابیلوقومواواوسیدونکو پشتنو، تاجکو، ھزارہ وو، ازبکو ، بلوچواونورو تہ ددوی دوړتیا پہ پام کی نیولو سرہ پہ دولتی ادارہ کې برخہ ورکول.او ھمداراز لہ دولتي امتیازو څخه دخپلوزامنو پرتہ لہ تیمورشاہ دنورو لرې ساتل.
احمدشاہ دخپلی واکمنی پہ (۲۶) کالو کی دافغانستان گاونډیوھیوادو تہ دبیلابیلو سیاسي اونظامی اھدافو پہ خاطر لښکرکشۍ ترسرہ کړې دي چی یوه ھم لہ دغو ھیوادو ھندوستان ته وه. فارس یا خراسان تہ داحمدشاہ لښکرکشۍ پر ھغہ مھال دیوہ باندني طاقت پہ مانا نہ وہ ، پہ دی چی دھغہ مھال فارس اوخراسان د دراني امپراتورۍ او افغان حکمرانۍ یوہ برخہ وہ اوډیره مودہ دغہ دواړه  ھیواد ونہ له یوہ واحد مرکز اصفھان څخه ادارہ کیدل. اوکلونہ کلونہ افغانی شازلمو دھوتکی شاہ اشرف پہ واکمنی کی د فارس یا اوسنی ایران لہ خاوری دیرغلگرو روسانو اوترکانو پہ مقابل کی پہ خپلو وینوسرہ دفاع وکړه اودغہ ھیواد یی دخپل پلرنی ھیواد پہ توگہ لہ ھغوی خوندی وساتہ. ان ددرانی احمدشاہ پہ زمانہ کی ھم چی دشاہ رخ مسالہ راپورتہ شوہ ، دغہ لوی واکمن ھغہ دیوې داخلي اوملي مسالې پہ توگہ حل اوفصل کړه. ھوتکیان دفارس اوخراسان یا اوسني افغانستان وارث واکمنان وو، (*)
خو احمدشاہ دھغہ تدبیراوتجربی لہ مخی چی په خپل درایت سره یې ترلاسه کړې یې وه، گرد عمرخپلې ترنگین لاندې سیمې لہ خپل مرکز کندھارہ ادارہ کولې ، دایران اوسیمی دیوشمیرپوھانوانتقاد ھم پراحمدشاہ ابدالي لہ ھمدغہ پلوہ راپورتہ شوی لکہ چی ایرج افشار یی پہ خپل نامتو اثر( افغان نامہ ) کی لیکی : «  پس از آن کہ نادرشاہ افشار کشتہ شد وبرسرجانشینی اومیان اخلاف وسردارانش نزاع درگرفت، شاید پیش ازھمہ احمد خان ابدالي افغانی چانس داشت …اواگر ازشاھرخ میرزای نابیناہ نوہ نادرشاہ حمایت جدی میکرد . شاید جای نادررامیگرفت ومحتملاً میتوانست وحدت ایران نادری راحفظ کند…» (افغان نامہ ج ۱ ص ۱۶۸) .
لکہ چی محترم لیکوال اشارکړې احمدشاہ ځان دھغو یادووشویو ایرانی اوافغاني گردو ارزښتونو وارث باله ، ھغہ چې گردہ آریاني اوخراساني ارزښتونه ول ، چی پہ ھغو کی فارس یوازی دیوہ ذرې مثال درلود. ھمداوجه وه چی پہ دی نژدی وختو کې فارس دخپلی غریبۍ لہ مخې دفاشیزم دیوشمیرسیاسي اغیزو پہ سیوري کې خپل نوم لہ فارسہ پر ایران باندې واړاوه. چې دایراني واکمنانانوداکار یوازې اویوازې دیوې سیاسي معاملی په ترڅ کې ، دیوې تاریخي نا چارۍ اونادارۍ  له مخې پرفارسیانو باندی تپلي دی چې دهغوی په نظر، ترتاوان یې فایدہ په کې زیاتہ وہ ، دوی پہ فرھنگي اوتاریخي برخو کې لہ دغې نومونې پہ افراطی توگہ کارواخیست .داسلام لہ راتگہ راپہ دې خوا چې کوم ملی حکومتونہ پہ خراسان کی را منځ تہ شوی ھغہ ټول پہ ھغو واکمنیو پوری تړلي وو چې مرکزونه یې پہ غزنې ، بلخ، غوراوھرات، سیستان کې چې پہ افغانستان پورې تړلي وو پراته وو.احمد شاہ ابدالي ھم فارس تہ دخپلې امپراتورۍ دیوې برخې پہ توگہ اھمیت او ارزښت ورکاوہ ۔دہ ھم پردغہ سیمه باندی لکہ محمود غزنوی،محمود ھوتکی اوشاہ اشرف ھوتکی پہ شان واکمنی یوازی پہ یوہ کوچنی توپیرسرہ ترسره کړه .دا احمد شاہ  ابدالي نہ و چی گواکي دافغانستان پہ ایجاد سرہ لکہ چی  افشاریي لیکي خپلہ یوہ برخہ (فارس ) لہ لاسہ ورکوی بلکہ دا د فارس ھغہ بی کفایتہ اوپہ نورو پورې تړلي واکمنان وو چی داحمد شاہ ابدالي لہ مرگہ وروستہ یې د نورو پہ تیرہ انگریزانو اوروسانو پہ اشارو ھغہ تگلارہ خپلہ کړه کومہ چې دھغې پہ پایلہ کې دوی دخپلی پراخی اومقدسې آریانې یا ایراني خاورې دتمامیت پہ مقابل کی دتجزیی اوبیلتانہ ھغہ شان لارہ غورہ لکہ چی پہ لویدیزکی رومیانو دیونانی تمدن اوخاوری پہ مقابل کی غورہ کړې وه.رومیان داسی خلک نہ ووچی دیونانی تمدن لہ چوراچپاولہ پرتہ دی بل کوم کار ددوی لہ وسہ پورہ وای ۔ ھمداوہ چی  رومیان دیونانی تمدن اوفرھنگ دچوراچپاول پہ پایلہ دیوہ تاریخي او پیاوړي تمدن او فرھنگ خاوندان شول چی تراوسہ پوری دیونا ن لہ فرھنگي تمدني وړتیا وروستہ ددوی نوم ( روم اورومي تمدن) دجھان دفرھنگ اوتمدن پہ تاریخ کی یادیږي ،همداسې چاره فارسیانو دافغانانو او افغاني فرهنګ د غارت په برخه کې ترسره کړې ده .

——————————————————
(*) ایرج افشار کہ څه ھم دغې موضوع تہ پہ غرضي ترگہ اشاره کړې چې دلتہ یې یادول دپاملرنې وړاوضروري ایسي هغہ لیکی :
« درورۂ سلطنت غلزاییان با خلع شہ سلطان حسین وتاجگذاری محمود شروع میشود. بدون شک این ھم یکی از سلسلۂ پادشاھان ایران است. افغان درآن موقع اسم یک ملت ودولتی بنام افغانستان نبود کہ برملت ودولت دیگری کہ ایران باشد فائق آمدہ باشد. بلکہ قندھارآن موقع شھری ازشھرھای ایران ومیرمحمود یک فرد ایرانی ازطایفۂ غلزایی افغان بود درحقیقت پادشاھی بجای پادشاہ دیگری بہ سلطنت رسیدہ است. وسلسلہ ای بجای دودمان دیگرمستقر گردید ۔ حتی پایتخت ھم ازکشوری بہ کشور دیگر منتقل نشدہ بود۔ مورخانی کہ نخواھند محمود واشرف را ازسلاطین ایران بشمارند اشتباہ می کنند… » ( افغان نامہ ج ۱ ، ص ۵۶۶ چاپ تھران )

صادقانہ باید اعتراف وکړو لکہ چی شاغلی افشار ھم پہ دی باور دی چی پرایران باندی دفارس دنامہ تغیر، او بدلون نہ یوازی دیوی پلازمینی ، دیوی کورنی اونہ ھم دیوہ نظام دبدلون دسوال پہ توگہ مطرح دی بلکہ لہ دغه بدلون سرہ پہ حقیقت کې دیوہ (فرھنگی چوراوچپاول ) چی فارسیانو دایران دنامه ترپرده لاندې عملي کړهم طرح کیږي . موږ ھیلہ من یو چی زمانہ یو واربیا پہ خپلہ غیږہ کی داسی اتلان اوبچیان را پورته کړي لکہ غزنوی محمود ، ھوتکی شاه محمود اوھوتکی شاہ اشرف اولوی احمد شاہ باباچی وکولای شی دخپلی دغی لویی اومقدسی آریانا(یاد ایرانیانو په وینا دلوی اورښتنی ایران) دیوالی اوپیوستون کاربیا لہ سرہ راپیل کړي .

په هرډول، دلتہ یوبل اصل ھم رایادوو اوھغہ داچی احمدشاہ دخپلې واکمنۍ پہ دروان کی دفارس پر لور ددغہ ھیواد ددشمنانو اولاروھونکو (قطاع الطریقو) پرضد لښکرکشی وکړې چی دلتہ یی پہ۱۱۶۳ ق کال کی دگناآباد ، مشھد ، نیشاپور، شین ډنډ اواصفھان اوخبوشانو اوھمدارنگہ پہ ۱۱۶۷ق کی دتون پرکلااومشھد باند ې ورتگ و چې دافغانستان چورشوې او تالان شو شتمنی یی بیرتہ ترلاسه اوهیواد ته راوړې دھمدغو سفرونو پہ اوږودکې وو چی احمدشاہ ابدالی وکولای شول پہ یوشمیرښارونولکہ مشھد اونوروکی دیوشمیرودانیو پہ جوړولوھم لاس پورکا، د مشھدپہ حلوایی اونورو سیمو کی داحمدشاھي کلا اونوروځایونو آبادول یی یوه بیلګه ده.
داخو ھغہ سفرونہ وو چی احمد شاہ دفارس پر لور ترسرہ کړي دي.ھمداسې احمدشاہ دیوشمیرنورګاونډیوهیوادوپر لورھم سفرونہ کړي چی دھغوپہ باب ھم لہ یوشمیرکسانو سرہ یوشمیرپوښتنی داسی چی دتاریخي تحلیل پراسا س باید ځواب شی راپورتہ شوی چی یوھم پہ دی اړه ھند تہ د دراني احمدشاہ سفرونه دي . دتاریخ په اوږدو کې دا سفرونہ پہ دواړو لحاظو مثبت اومنفی ارزول شوي دي اوھرچا خپلہ خپلہ رایہ پہ دغه بارہ کی ویلی دہ چی دلتہ موږھم یو وار بیا ددغہ تاریخي مضمون په ترڅ کې هند ته د احمدشاه ابدالي د سفرونو او سوالونو موضوع مطرح کړې اویوشمیرهغوپوښتنو ته مو ځوابونه ورکړي چې هغه په دغه اړه دهرچا ( کس اوناکس ) خولو ته لویدلي دي . په لاندې ډول :

الف : مرھټه  داروپایانو پہ مقابل کی عمدہ اودپاملرنی قوت نہ وو !

داحمدشاہ ابدالي پہ باب یو ہ لہ ھغو مسألو چی حق ناحق زیات بحثونہ پری کیږي ، ھغه ګاونډيو ھیوادو پہ تیرہ بیا ھندوستان تہ ددہ دلښکرکشۍ موضوع دہ . پہ دغہ بارہ کی زیاتو کورنیو اوبھرنیو لیکوالو اوتاریخ پوھانوخپلې نظریې ویلې اولیکلې دي اوخپلی نظریې دیولړتاریخي اسنادو (ھغہ چی یوازی ددوی لہ پارہ معتبردي ) اوکلہ ھم داخلاقی قضاوتونو چی ھیڅوک لہ ھغو پریوه خوا نه شي پاتی کیدای راچورلولې دي. اخلاقي قضاوتونہ معمولاً انفرادي اړخونه  لري چی د دنیا خورالوی واکمنان اوحتی پہ زیاترو وختوکی پیغامبران ھم لہ ھغو پر یوہ خوا نہ دی پاتی شوی.خو سوال دا دی چی ترکومی اندازی کیدای شی موږ له نوموړي اصله پہ علمی اوتاریخی حقایقوکې د قضاوتونو په توګه کار اخیستلای شواویایی ترکومہ حدہ پہ خپلو تحلیلونو کی کارولای شو. ؟
داحمدشاہ ابدالي پہ بارہ کی ھم یوشمیرسوالونه اوقضاوتونه په بیلابیلووختوکې شوي چی یوه ته یې ارواښادغبار ھم دنورو په تقلیداشارہ کړې اولیکلي یې دي  :
” دولت قوی مرتہ (مرهټه ) کہ درراہ پشرفت قوای اروپاییان سدی بود، درین سال ازھم شکست ، پیشوای بزرگ مرتہ چشم ازجھان پوشید و پیشوای چھارم با قوای باقماند…” ( افغانستان درمسیرتاریخ، ۳۷۰ مخ )
ددغہ سوال دویم جز ھند تہ داحمدشاہ دحملو پہ باب دی چی آیا داکار دہ پہ خپلہ ارادہ وکا اوکہ پہ دغه اړه کوم بل عامل ھم و؟
اودریم جز پہ دغہ بارہ کی دادی چی احمد شاہ کلہ ھندوستان ونیو نو بیایې ولې ھندوستان پہ خپل لاس اوواک کی ونه نیو اوولی یی پہ خپلہ ادارہ نه کړ؟
دلتہ ددغو دری واړو سوالوپہ باب یوشمیریادونی لرو چی سرہ لولویی ،
لومړی، ترهرڅه دمخہ باید ووایو چی داحمدشاہ ابدالي هڅې او پرهندوستان باندې دهغه یرغلونه ددی لہ پارہ نہ وو چی گواکی احمد شاہ ژمنه کړې وه اویایی هوډ درلود چی باید ھندوستان ونیسی اونه یي داحملی دخپلی واکمنی په پراختیایی پلان کی وی. بلکی داکاراحمدشاه ابدالي ته د یوضمنی اوانساني مسولیت او رسالت په توګه وردغاړې شوھغہ ھم پہ داسی شرایطو کی چی ھغہ دخپلی واکمنی داستحکام اوپیاوړتیا، د امنیت اود پوځ د جوړتیا اومنظم والي،دیوملي تفاهم اودولت جوړونه،هغه څه چې په عین حال کې هندوستان هم پردغه مهال له لاسه ورکړي ول بوخت شو. احمدشاہ دراني دخپلې واکمنۍ پہ لومړۍ مرحلہ کی پر دې وتوانیدہ چی دغو ستونزو اونیمګړتیاووته په بشپړه توگہ دپای ټکي کیږدي اوویی کولای شول چې یوپراخ بنسټه اود آسیا په کچه یوملي حکومت او واکمني رامنځ ته کړي.

دویم ، پہ دی کی شک نشتہ چی مرھتہ په ھند کی یوداسی شریرځواک و چی تل یی ددغہ ھیواد پہ اوږدو او لنډوکې پاریدونکې جګړې ان داورنګ زیب له عصره را په دیخوا هرچا ته معلومې اودپاملرنې وې شیواجې دهمدغې لړۍ بنسټوال و، پرهغه مهال چې خوشحال خان اوایمل خان داورنګ زیب پرضد مقاومت پیل کړاو اورنګ زیب یونیم کال په حسن ابدال کې د پښتنود ځپلو په لامل پاتې شو،دهمدغې بوختیا برکت وچې شیواجيانو اوپیروانویې ځان پیاوړی کړاودمغلي دولت په وړاندې  په پیاوړتیا سره را وپاریدل او د اورنګ زیب له مړیني وروسته یې خبره د اوسني مهاراشترا ( پونې ) په شاوخوا کې په داړو اوغلاوو باندې پیل وکړ، داچې وايي داحمدشاه بابا په دوره کې یوپیاوړی ځواک و، داخبره یوڅه له قضاوته لرې خبره ده  په دې چې په  دکن کې نظام واکي دومره پیاوړې وه چې هغې خوا  ته مرهټه نژدې ورتلای نه شول ، په راجستان راجپوت له دوی سره په هیڅ ډول یولاس نه وو، په شمالي هندوستان اوبیهارکې مسلمانان چې هرڅه یې په واک کې ول له دوی سره په هیڅ ډول په یوه لاره نه وو ، سیکان اوجټان بل ځواک وو چې له هرچا سره یولاس کیدل خو له مرهټه وو یي نه مال اونه هم عزت خوندي وځکه خوورسره نه وو.  په عین حال کې داهم باید له یاده ونه باسوچې په هند کې که له مرهټه وو یادشوي قومونه وایستل شي نوردوی  دومره ځواک چې انګریزانو ته خنډشوي وای له کومه  کړ؟ په دغه حال کې موږ اویاهم نورلیکونکي څنګه داخبره په کرسئ کینولی شو چې ګواکي مرهټه په رښتیا هم دومره پیاوړی ځواک و چې دوی به هندوستان له انګریزانو څخه خوندي ساتلی وای ؟

ځکه خودا خبره لږ دهغوی له پاره چې مرهټه ته دیوه  پیاوړي ځواک په سترګو ګوري دیاونې وړده چې دوی نه دهندوستان له تاریخی حقایقوخبردي اونه هم د احمدشاه ابدالي له پیاوړتیا څخه، هندوستان  په دغه وخت کې هیڅ ډول ملي جوړښت نه درلود اونه دا شونې وه چې دغه ملک دې دیوه پیاوړي ځواک داکه هرڅوک وو ( ابدالي اوکه انګریزان ) په مقابل کې مقابله اومقاومت وکړای شي. په هرښار اوهره سیمې کې یو راجا او نواب ناست ول چې ټول عمریي دخپل ځان او واک د پیاوړتیا په خاطر ترځان پیاوړي ځواک سره سازشونه اومعاملې کولې. پردغه مهال چې احمدشاه ابدالي پرهندوستان راغی دمعتبرو اسنادو له مخې دغه ټولو راجاګانو اود نورو قومونو مشرانو احمدشاه ابدالي ته  لیکونه استولي چې دغه لیکونه اوس هم دهندوستان په آرشیفونو اوکتابخانو کې شته  ( چې څرګندې بیلګی یي دسورج مل جټ ، اود راجستان د پیاوي راجا  مادو سینګ کچوا لیکونه دی چې تراوسه پورې هم لاچا نه دي لوستي په دغه لیکونو کې ټول ټینګار د احمدشاه ابدالي په ملاتړاود مرهټه وو پروحشت باندې شوی دی چې باید په ګډه مقاومت ورسره وشي )

بله داچې یوچا تہ چی دھندوستان اوږدوالی اولنډ والی  اویاهم ددغه هیواد تاریخ اوجغرافیه نہ وی معلوم ، ھغوی داسی فکرکوی چی مرهټه  په رښتیا هم داسی یوځواک و چی تیاریی احمدشاہ تہ پہ پانی پت کی مخکی لہ مخکی سنگر نیولی و،نہ داسی نہ وه، مرهټه وو تردغه وخته نه سیکان آرام پریښودل، نه جټان اونه هم راجپوتان ، پنجاب یی مسخرکړ ان تر لاهور پورې په سخت وحشت سره  مخ په وړاندې ولاړل ، کله یې چې داحمدشاه ابدالي د راتګ واوریدل، نوبیرته له پنجابه په تیښته شول، سورج مل جنګونه ورسره وکړل مانا داچې مرهټه وو مخکې تردې چې له احمدشاه ابدالي سره مخامخ شي، هغوی خپل سیاسي  اوملي دریځ اوځواک په هندوستان کې له لاسه ورکړی و.

دپورتنیوحقایقو په رڼاکې چې زیاترو لیکوالو دغه موضوع مطرح کړې، دا هم دیادولو وړده ، کله چې موږ داخبره کوو چې مرهټه ووته د پیاوړتیا لوی چانس په شمال کې د پښتنوغورځنګ ورپه برخه کړاوکه نه د دوی د کمزورۍ او بیواکۍ خبره د تاریخي اسنادو له مخې ان د شاه جهان له عصره را په دیخوا پیل کیږي :« اورنگ زیب تقریباً دخپل خواږہ ژوند دیرش کالہ یوازی اویوازی دمرهټه وواودکن دځپلو پہ کارکی تیرکړل، چی پہ خپل ژوند خپل دغہ ھدف تہ ورسید.خولہ دی سرہ سرہ یی ونہ شوای کولای چی ددغہ خطر ریشی پہ تمامہ مانا لہ بیخہ وباسی اوداخبرہ دجغرافیایی عواملواولاملونو لہ املہ تری پر یوہ خوا پاتی شوہ. ددکن جغرافیایی موقعیت داسې وچی پہ ھغہ کې دمرھټه وو لہ بیخہ ایستل ھم ممکن نہ وو، عالمگیر دمرھټه وو گرد اجتماعی ځواکونه اومقاومت لہ منځه یووړ، لہ اورنگ سرہ عمر وفا ونه کړه، کہ چیری ددہ جانشینو دغہ سلسلہ پرمخ بیولی وای اوددہ وصیت یی پہ دغہ برخہ کی عملي کړی وای اوخپل وختونہ یی دتاج وتخت ترلاسہ کولو پہ کارکی نہ وای ضایع کړي دا یو روښانه اوانکارنہ کیدونکی حقیقت و چی دمرھټه وو ځواک اوواک نور دتل لہ پارہ پای تہ رسیدلی و… » (پہ اتلسمہ صد ی کی ھندوستانی معاشرہ اوژوند ـ د محمدعمر تألیف ـ پہ اردو ژبه ، ۱۹۷۳کال)

دمرهټه وو په وړاندې په هندوستان کې ددې پرځای چې مقبولیت ولري برعکس درنه کرکه مخ په زیاتیدوشوه، ددغه ټکي لامل ترهرڅه دمخه دمغلي پاتي شونوبی کفایتی اودیوه مرکزي پیاوړي حکومت نشته والی و. دمرهټه وو په وړاندې دا کرکه هم د پاني پت ترجګړې دمخه وه اوهم وروسته،مرهټه او مغلي بیواکه شهزاده ګانود هندوستان ټولنیز اواقتصادي جوړښتونو اوټولنیزو وړتیا ووته په خپل پیاوړي افراطي چلند سره لوی زیان ورساوه چې دغه ټکی په هندي ټولنه کې ددوی دماتې  اوسراسري نه ملاتړ لوی اوتاریخي لامل هم بلل کیدای شي.
دتاریخي حقایقو په رڼاکې اودهغه عصرد حالاتودتحلیل په ترڅ کې دیوه نه انکارکیدونکي اصل په توګه په دغه اړه د هندوستان له تاریخه په دغه اړه چې که مرهټه نه وای ځپل شوي نودوی به په هند کې د انګریزي استعمار له پاره د برلاسي لاره چاره نه وای برابره کړې. په دغه اړه دا یوتاریخی حقیقت بایدپه ناپیلې توګه ووایوچې مرهټه د احمدشاه ابدالي ترراتګ دمخه او وروسته  کوم منظم چې دهندوستان خلک دې پرې راټول شوي وای نه وو. یوازنۍ ټکی چې په دغه اړه دیوه تاریخی دلیل په توګه یادولای شي هغه دا دی چې دوی په خپل نامنظم حالت کې د مغلي بی اتفاقه شهزادګانوله کمزورۍ څخه دخپل شرارت په خاطر ښه ګټه وکړه. په دغه اړه داهم څوک نه شي ویلای چې مرهټه یولوی ځواک وو، له مرهټه ووسره دهند په جنوب کې یوشمیرانفرادي کسان هغوی چې داورنګ زیب له زماني را په دیخوا د ګلکنډې ، بیجاپور، اونظام د واکمنیوپه شاوخواکې میشته او داسې یوه فرصت ته سترګې په لاره ول. په دغه ټکي هم تل سترګې پټې شوې،مرهټه چې دومره پیاوړي ښکاریدل، لامل یي داو چې ددغو فرصت غوښتونکو ورته ډلو چې زیاترو یی دارويایی هیوادو اونورو له پاره یې استخباراتی فعالیتونه کول  نیم بنده ملتیا ورسره وه چې په هغوکي یوشمیر مسلمانان،عیسویان اواروپایان وو، که چیرې هندوان پرتاریخي حقایقوباندې سترګې نه پټوي نو دپاني پت دجګړې ترټولو پیاوړی احمدشاهی ضد ځواک هغه مسلمانان جنګیالي ول، هغوی چې دپښتون ابراهیم ګارډي ترقومانده لاندې یي د ټول مرهټه پوځ د توپچي بولندویی په لاس کې وه، کوم زیانونه چې احمدشاهی پوځ ته ورسیدل دهمدغه ځواک له لاسه ول، په دغه جګړه کې مرهټه دومره لوی ځواک نه ول چې هرڅه په ځان ختموي اود نورو ډلوبرخه اخیستنه نه مني.خوپاني پت دا ثابته کړه چې په دوی کې دومره ځواک نه و چې هغوی د په خپلواکه توګه دیوه پراخ مقاومت ویاړدځان کړی وای.  په دغه اړه د سر.جې . ان سرکارارزونه هم باید له پامه ونه غورځوو لکه چې لیکي :

 “  no attempt  at well- thought – out organised communal improvmmet, spread of education, or unification of the people, either under Shivaji or under the peshas. The cohesion of the peoples of the Maratha State was not organic but artificial, accidental and therefore precariose”    ( An advanced History of India P 703 )

« هیڅ داسې منظمه هڅه چې هغه دې دخلکو دپوهې اویوالي نښه، هم دشیواجې اوهم د پیشوایانو په ترواک لاندې وخت کې  چې دیوه منظم سازمان څرګندونه وکړي  په مرهټه ووکې نه وه. د مرهټه وو کوم یوالي اوسازمان چې  رامنځ ته شوی و دا په خپل ډول کې یومصنوعي ، تصادفي او ان چې خطرناک  یووالی و»

 بله مهمه تاریخی یادونه په دغه اړه داده چې لہ احمدشاھی دوری وروستہ بیاهم پہ ھندوستان کی  دپاني پت بګلیل شوي پاتي شوني راجہ سندھیا اومھاراجا ھلکردمرھتہ وو مشران وو، دوی له  پشتون نواب امیرخان سرہ لاس یوکړ اودا ژمنه یې سره وکړه چی دانگریزانو پہ مقابل کی بہ لہ ھندوستانہ ننگہ کوی. خو کلہ چی  په ۱۸۱۴ کال کې نواب امیرخان ( هغه چا چې انګریزانو به یي په اړه ویل چې ترڅودی ژوندی وي موږ به پرهندوستان واکمن نه شو) وغوښتل خپل ځواک د پښتنو په ملتیا د انګریزي مقاومت له پاره پیاوړی کړي، پرهمدغه لامل یې خپل اړیکي ترپښتونخوا اوافغانستانه پراخ کړل او ژمنه یې کړې وه چې انګریزان به له هندوستانه وباسي، خو کله چې د رښتیا میدان راغئ، دهغه دارادې خلاف یې له انګریزانو بډې اورشوتونه واخیستل اودنواب امیرخان اتحاد یی مات کړ »  ( تاریخ ټونګ، په اردو ژبه ، محمد اعجازخان تالیف ، ۱۹۸۳کال ، ۵۱ -۵۳ مخونه )

په هرصورت،دمرهټه وو په باب چې دوی به دانګریزانومقابل کې ځواک ول په دغه اړه زموږ یوشمیرناخبره لیکوال اوس هم یوازې دیوہ غیرشعوري تفنن پہ توگہ پہ دی خاطر چی حقایق تحریف کړي اواحمدشاہ غوند ې لوی بریالی افغان واکمن ھم بې داغہ تری پاتی نہ شي اوس هم دغبار اونورو روسي اوهندي تش په نامه کیڼ اړخو لیکوالوڅخه کاپي کړې تکراروي اوتکراروی. پہ داسی حال چی تاریخی حقایق او اسناد داخبرہ پہ دومرہ سادگی سرہ نہ منی اونه ھم داسی دہ .مرھتہ وو پہ خپل وخت اوزمان کی زیاتو منفی مسالو تہ لمنہ ووھلہ ، دوی یوازی دشیواجی پہ دوران کی هغه هم لکه چې ما یادونه وکړه دخپلو مسلمانو متحدینودملتیا اودهندپه شمال کې دخوشحال خان اوایمل خان دمقاومت له برکته دمغلو( اورنګ زیب) پہ مقابل کی یومقاومتي ځواک شو چې هغه هم د اورنګ زیب له خوا په ملا مات شوی و، داسې ملامات ځواک چې له اورنګ زیبه وروسته یې دنده یوازې غلا اوباجونه ول چې هرځای ته به ورسیدل هلته به یی خلک ترستوني راوستل، دغه ټکي نامتو روحاني شاه ولی الله دهلوي هم دمرهټه ووپه اړه په خپلو لیکونو (مکتوبات) کې په ډاګه ویلی دی لکه چې لیکي :

« … واز مسلمانان وھنود باج گرفتند وآنرا چوتھ نام نھادند یعنی ربع الحاصل…”(مکتوبات سیاسی شاولی اللہ، پہ اردو ژبہ ۱۹۵۰ کال ۴۷مخ)

 دریم :   یوہ بله دپاملرنی وړموضوع چې یوشمیرتاریخ لیکونکي پرھغی پہ شعوري اوغیرشعوري توگہ  ځانونه نہ پوھوی اویایی تری پریوہ خواکوي  چې ھغہ پرھندوستان باندې دفارس دافشار نادریرغل دی چې ترډیرې کچې پورې دغه یرغل هم پراحمدشاهی عصرباندې خپل ناوړه سیوری اچوي. اوزیاتره لیکوال یي په خپلو لیکنوکې نه یادوي ، دوی دا نه وايی چې مرهټه دغه تش په نامه لوی ځواک دهغه دیرغلو په وخت کې چیرې و اوکوم دریځ یي درلود ؟ په  بدمرغه دوره باندې هیچاهم څه نه دی لیکلي، ځکه خو وړده چې یوڅه رڼا پرې واچوو ، په دغه باره کې ترهرڅه دمخه باید هغه حقایق راواخلو کوم چی ددغې تورې دوری پہ وحشت کی ھندوستان وزغمل اودغہ دشرم مثال ھم داحمدشاہ په وړاندې په خپل دوران کی ھمداسی پہ خپل وحشت سرہ پاتی و ان چې تراوسه پورې هم په هندوستان کې  په عامه کچه دنادراواحمدشاه ترمنځ توپیرنه شي کولای.

 دنادر یرغل پرھندوستان باندی ھغہ لہ شرمه ډک یرغل و، چی تراوسہ پوری ھغہ دانسان او انسانیت دننگ اوشرم پہ توگہ دھندوستان پہ تاریخ کی لا ھمداسی پاتی دی. دنادریرغل چې باید دهندوستان دبدمرغیو ټول مسولیتونہ لہ ھمدغه یرغل سرہ پہ ارتباط کی مطالعہ اوتحلیل شي  دزیاترو لیکوالو له یاده وتلی، دنادرافشاردغه یرغل دهغوټولونارامیو اوناکراریو پیلامه وه چې وروسته احمدشاه ته وردغاړې شول، دهندوستان په تاریخ په تیره بیاد ډیلی دښارپه اړه دنادرشاه خونړی یرغل،دمرهټه وو دچوراوتالان اوهمدارنګه د انګریزانوهغه ناتارچې په ۱۸۵۷ کال کي یي پردغه ښار ( ډیلي) باندې وزغمل دری واړه یوماهیت اوورته والی لري. نادرچې کوم مالی اوځانونه تاوانونه په ډیلی کې دخپل عام قتل په ترڅ کې هندوستانیانو په تیره بیا  دډیلی مسلمانانو ته ورسول، هغه ټول ددې لامل شول چې باید دهندوستان ولسونه دیوه داسې ځواک لکه مرهټه وو پرظلمونو باندې شکروباسی .دنادریرغل په خپل وارډیلی له داسې تالان سره مخامخ کړچې د نسلونو نسلونو معنوي اومادي ارزښتونه یي له یوې دوامدارې غمیزې سره مخامخ کړل.

د یوه ھندی لیکوال،شیوداس لکنھوی پہ قول : « کوم چوراوچپاول چی نادرلہ ھندہ ترسرہ کا، دھغہ اندازہ دنغدوپیسو، اسونواوفیلانواودھغو دسازواوسامان سرہ، سرہ اوسپین،لوښې او جواھرات، یوارب اواتیاکروړوتہ رسیدہ …» اود انندرام مخلص پہ وینا ترگردو یی مھمہ لاداچی دھندوستان آبرواوعزت (تخت طاووس ) یی هم له ځان سره فارس تہ یووړ.
پہ سیاسی لحاظ ھم دغہ یرغلونه په خپل ډول کی ھغہ یرغلونہ وو چی دھغو پہ پایلہ کی نادردھند پہ ټولنه کی دمغلی شاھانو شان اوشوکت،دھغو وقاراوحیثت ته هم په خپل راتګ سره سخت زیان ورساوہ . نادربرسیرہ پردی چی دغہ ھیواد یی لوټ کړ، پہ خپلوحملو سرہ یی ددی لہ پارہ هم لارہ پرانستہ چی ددغہ ھیواد پہ بیلابیلوبرخو کی غلواوداکوانو داتوان ترلاسه کړچی دمغلی مرکزی دولت (کمزوري یاپیاوړي) پرضد یی ستونزې اوپاریدنی پیل کړي دغویرغلو «  …مرھتہ وو، انګریزانو ، سکانواونورو تہ دالارہ اوارہ کړي چی دواکمنۍ پرپلازمینہ دھلی باندی یرغلونہ راپیل کړي ،مرهټه وو پہ عین حال دبنگال اوبھار پہ غارت اوچپاول باندی لاس پورکړ، سکانو دپنجاب پہ ورانی وروبلوسیدل، چی ددغوگردوغلواوډاکوانودخپلو ناوړتیاوو په پایلہ کی گردې لارې بندې اوورانی شوی… » (ژوند، اوھندوستانی معاشرہ پہ اتلسمہ صدی کی ، دمحمدعمرلیکنہ ۲۹ مخ)
نادرافشارپہ رښتیا ھم  په هند کې لہ ھغو پاچاھانو څخه یوشو چی پہ ھندکی یی داسلامی واکمنانانو دسیاسی نظام اساسات ھغہ چی د اسلامي اوخراسانی فرھنگ پربنیادپرمخ تللی وولہ بیخہ وایستل ، دنادردغہ فرھنگی ضد کوششونہ پہ ھندکی دفارسی دری ژبی اوفرھنگ چې دافغانی واکمنانانو دهڅو په برکت دهندوستان درسمي ژبې دریځ ته رسیدلي وه دسقوط اصلی پیل و چی پای یي دغہ اوسني حالت تہ دانګریزانواوانګریزي ژبې  له امله راورسید، دغه حالت چې اوس خو فارسي لاڅه چی داردوژبی اوادبیاتو لہ پارہ هم دزوال مقدمہ نادراودهغه یرغل شو.
د ۱۱۵۱ق کال دډیلی دعام وژنې ( قتل عام)  غمیزہ لہ ھغہ مثالویودی چی دھند مسلمان ملت بہ ھغہ دخپل تاریخ پرمخ کلہ ھم دیوی سادہ پیښې پہ توگہ نه ووینې اونه به یې له پامه وغورځوي . دغہ حادثہ ددھلی پہ ښارکی چی اوس یی دزاړه ډیلي  پہ نامہ سرہ یادوی رامنځ ته او ترسرہ شوہ، دلته چی  هغه دلال قلعی او جامع جومات اوچاندنی چوک او شاوخواسیمی وی.دغہ جنگ دیوې آوازې لہ مخی چی گواکي نادروژل شوی دسھار لہ اتو بجوپیل شو. خلکو پرفارسیانو یرغل وکا،دھغو یوشمیریی ووژل،نادرخپلہ لہ لال قلعی راووت ،پہ چاندنی چوک اوسنھری جومات(اوسنی کوټوالی)یی ددغہ عام قتل امرصادرکا. دجومات اوصرافہ بازارترمیان پہ زرگونو خلک ووژل شول، پہ زرگونو میرمنی چی د ورځنۍ  سودا اخیستو لہ پارہ بازارتہ راوتلی وې ، یوہ هم بیرتہ خپل کوراوکورنۍ تہ ونہ رسیدہ اود (خانم بازار) پہ برخہ کی پہ وینوکی راولویدی ، ایرانی پوځیانو دجواھراتو اوزرگریو دکانونہ مات اوغلا کړل.چی داتاریخی غلااووژنہ دورځې تردریو بجو پوری روانہ وہ.یوسل اوشل زرہ تنہ پہ دغہ ورځ  ووژل شول اوپنځلس زرہ نورزخمیان شول۔ طباطبایی لیکی چی دغہ عام قتل ترماسپښینه روان و، دوینو ویالی وبھیدی،لاری اوکوڅې پہ جسدونو ډکی وی او تگ راتگ پری ناشونی شوی و. چی پہ پای کی امروشو: چی جسدونہ دی لہ لاروکوچو لرې کړل شي ،ھغہ جسدونہ لکہ خاوری خاشې له کوڅو په  یوہ خواکړل شول …(دزیاتو معلوماتو لہ پارہ سیرالمتاخرین ۲جلد ۱۱۰مخ پہ اردو ژبه)
داردو ژبی یوہ شاعر اشرف علی پیام دیوہ شعرپہ ترڅ کی ددغې غمیزې داسې انځورکښلی دی :
دھلی کے کجکلاہ لڑکوں نے کام عشاق تمام کیا
ایک عاشق نظرنھیں آتا ٹوپی والونے قتل عام کیا
(اورینتل میگزین ۱۹۴۱ کال، ۱۳۳ مخ )
اودغہ غمیزہ ترھغہ وختہ ھم لا دډیلی دخلکو پہ خولو کی وہ او لہ یادہ یی نہ وتلہ کلہ چی ۱۸۵۷ م کال کی انگریزانو پہ ھمدغه ځای کې پہ عین فاجعہ باندی لاس پورکړ، اودلتہ یی دبی گناہ خلکواودھند دآزادی پرانقلابیونوباندی څپاووروړاوویی وژل ، ددیوبند یو عالم ددغی انگریزي فاجعی یوتصور باسی اولیکی چی : « وحشی نادرھم داسی ظلمونہ چی ددھلی دفتح پہ بھیرکی انگریزانو پردغوخلکوباندی وکړل نہ وو ترسرہ کړي ، دعامو خلکو پہ مخ کی پہ دارپورتہ کول، ھرہ ورځ پنځو شپږو تنو تہ داعدام جزا ورکول….
” (نقش حیات، سیدحسین احمدصاحب مدنی، ۲ج ۱۹۵۴ دیوبند، ۴۷مخ)
باید یادہ کړوچی ددغی غمیزی زیاترہ قربانیان ددھلی دښارمسلمانان وو، ددوی پہ زرگونودلتہ شھیدان شول اوزرگونه ماشومان اوښځې دلتہ ددغو نادری مظالمو پہ اورکی لولپہ شول ، پہ لسگونہ جوماتونہ اومدرسی چی مسلمانو ھلکانو اونجونو پہ کی درسونہ ویل د چاندنی چوک ، جامع جومات اولال کلاہ ترمیان لہ خاوروسرہ خاورې کړل شول. نادری پوځیان دومرہ وحشي شوي وو چی نہ یی مسلمانان وکتل اونہ ھم ھندوان هرڅه چې پرمخ ورغلل ھغہ یی تالان اواوسیدونکی یی شھیدان کړل .دوی دافکرونہ کړ چی دوی څوک وژني اوولې یی وژنی؟
ددغی اوژدی کیسی یادول پہ دی ھدف وو چی داسمه نه ده چې ووایو احمدشاه په هندوستان کې دانګریزي استعمارپه وړاندې هندي ځواکونه (مرهټه) ووهل اوکه دا کار نه وای شوی نوبس هندوستان به مرهټه وو غوندې لوټمارو له انګریزانو ساتلی وای ؟ نه داسې نه وه ، هند ته داحمدشاه راتګ خپله موخه اوخپله ځانګړتیا لري ، خوکوم قوتونه چې تراحمدشاه ابدالي دمخه دلته راغلی وو هغوی وو چې په هندوستان کې یي دانګریزانو دبرلاسي له پاره لاره پرانیستلې وه اوداهغه تاریخي فکت دی چې دهغه مسوولیت په غیرشعوري اونا خبره توګه پراحمدشاه ابدالي اوپاني پت باندې پای ته رسیږي ، خو تاریخي حقایق اواسناد داخبره نه شي منلای ځکه داسې اسناد شته چې احمدشاه ابدالي خپله دانیت درلود چې انګریزان له هندوستان څخه وباسي دعلامه رشاد په یوه څیړنه کې په دغه اړه لولو:

 «دلوی احمدشاه بابا له خوا څخه جنګبازخان (۱۱۷۰ هق ) کال د څلورمې خور د میاشتې په  (۲۷ ) ورځ  ( ۱۷۵۷ کال )  د درو زرو سپرو سره دنواب احمدخان بنګش په ملګرتیا اوملاتړ، د بنګال دنیولو له پاره ګمارل سوی و. ( دولت درانیه  ۳مخ ، احمدشاه درانی ۲۳۲ مخ ، ) اود حافظ رحمت خان زوی مستجاب خان په خپل اثر ( ګلستان رحمت ) کې داهم زیاته کړیده چې لوی احمدشاه بابا حافظ رحمت خان ته لیکلی و، چې دجنګبازخان بنګش مرسته وکړي.  ( ګلستان رحمت  ۱۰۴ ـ۱۰۵ مخونه )

د ( افغانستان وهند  بریتانوي ) په ۱۹ مخ کې لیکلي دي : « لوی احمدشاه بابا په (۱۷۶۷ ع )  ( ۱۱۸۰ ه ق ) کال اراده درلوده چې انګریزان له بنګاله څخه وباسي، خو له انګریزانو سره  د دوهم  شاه عالم مغل  د دوستۍ تړون اوله احمدشاهی دربار سره نه پیوستون د اوده  نواب نا سیاله  شجاع الدوله پټ اوخطرناک اتئلاف اوسازش له انګریزانوسره او دپنجاب دسکه قوت  نه همکاري د اسلام دلوی حامی اوغازي احمدشاه بابا د زړه دا هیله او آرزو ور پوره نه کړه او دی یې له دې ارادي څخه جبرآ منصرف کړ.» (رشاد داحمد شاهی عصرنومیالی ، رشاد اکادمی – کندهار ۲۰۱۵ کال   ۱۱۴ مخ )

پاتي لري .