کور / علمي / درانی احمد شاہ داوسنی افغانستان مؤسس او دپاني پت دتاریخي حماسې اتل/ دوهمه برخه

درانی احمد شاہ داوسنی افغانستان مؤسس او دپاني پت دتاریخي حماسې اتل/ دوهمه برخه

پروفیسور عبدالخالق ۔ رشید دجواھرلال نھرو پوھنتون استاد

ددغی مقالی خلاصہ پہ ۱۹۹۸ کال دھند دگجرات پوھنتون
پہ بین المللی سیمینارکی ولوستل شوہ ، دلته ټوله مقاله دیولړتاریخي اسنادوپه زیاتي سره خپروم .

زموږ لاسونه ، زموږ پګړۍ سرونه ،

له ډیره درده  غمه ،

په زعفرانی رنګ  زعفراني شوې وو …

هلته چې موږه  د دښنه جګړې ته ورغلي وو …

اوموږ له پانی پت را وتښتیدو…

اوپاچاهي  مو هلته پریښودله ،

هلته مو بایلوله …

شاعر :   رودارد کیپلینګ  ( له تښتیدلي پیشوا سره ډیلي ته  مل  )

 

 

ب: احمد شاہ ابدالي خپلہ ھند تہ نہ و ورغلی …
رابہ شو دغہ بحث تہ چی احمد شاہ ولی پرھند باندی یرغل وکړ اویا ولې هند وستان ته ورغئ ؟ لکه چی پہ تیرو کرښوکی تاسی ولوستل اویادونہ وشوہ چی د احمدشاہ ورتگ پرھند وستان باندی یو پلان شوی ورتگ اولښکرکشی نہ وہ چی موږ ھغہ تراحمد شاہ دمخہ واکمنانولکہ د نادرافشار دلښکرکشیو پہ شان وانگیرو.پرھند باندی د احمد شاہ دلښکرکشۍ لامل پہ خپلہ پہ ھند کی داخلی افراط گري اودمغلي کمزورې واکمنۍ خوارځواکی حالت و. جادوناتھ سرکار پہ خپل اثر، ( دمغلی سلطنت زوال ) (پہ انگریزی ژبه ) کی پہ روښانه توگہ دغہ اصل تہ اشارہ کوي اولیکي چی«  خورو ورومرھټه وو پہ دکن اوگجرات کی دواکمنانو پرضد تورې را وکښلې کرار کرار یوه ډله شول اوپہ شمالي ھند کې یی پرتاخت وتاراج باندی لاس پوری کا، دھنددجټانو، سیکانو اومسلمانانو پہ تابع کولوکی د زورزیاتي لارہ ونیوہ اوددغو خلکو دځان بلاشول اود ډھلی کمزوري واکمنان یې دډھلي پہ تنگ چاپیریال کی سرہ راگیرکړل… »
پردغی یادونی سربیرہ یوہ بلہ خبرہ چی پہ دغہ بارہ کی دیادونی وړدہ ھغہ دادہ چی داحمد شاہ دلښکرکشیو ترڅنگ پہ ھند کی ددغہ ھیواد دنورو قومونو ترڅنګ دمسلمانو برخلیک په ځانګړې توگہ دپاملرنې اویادونی وړو، پہ دی ما نا چی تردغه مهاله دلته دمسلمانانو سرنوشت پہ دغہ ھیواد پہ مادي اومعنوي لحاظ خورا اھمیت درلود، خو پہ دغہ مھال چې احمد شاہ بابا پہ آسیا کې دیوی لویی امپراتورۍ دسرواکمن و په دغه حالت کې دھند مسلمانان دنادرشاه له قتل عامه وروسته پہ خورا بد حالت کی شول ، داسی چی پہ دغہ ھیوا د کی دیوہ اضافي ځواک اودسترگو داغزي پہ توگہ ورتہ کتل کیدل اوھغہ دپاملرنی وړماضي یی پہ تمامہ ما نا دله منځه تلو په درشل کې لویدلې وه .دھند روحاني کړیوچی دتاریخ پہ اوږدو کی یې نہ یوازی دھند پہ سیاسي اوټولنیزو چارو کی داھمیت لرونکی ونډه درلوده بلکہ پہ ھمسایہ اوگردو مسلمانو ھیوادواوخلکو باندی یی هم  خپلی روحاني اغیزی درلودې،ھمداوہ چی پہ دغہ مھال کی هم ددغو روحاني اړیکو مهم دریځ اوځواک په تمامه مانا لہ خپل اھمیتہ نہ و رالویدلی. داحمدشاه ابدالي ترورتګ دمخه چې (سداشیوراو) اونورومرهټه وو کوم سپکاوی د مسلمانانو مقدسو ځایونو ته وکړ لکه دنظام الدین اولیا له زیارته د سپینوا سرو زرو لوټول اوهمداسې دجوماتونوله منځه وړل اولوټل هغه څه وو چې په دغو کړیو کې یې د یرغلګرو ځواکونو په وړاندې سخته کرکه را پورته کړې وه.
شاولی اللہ (*)اودھغہ کورنۍ اوروحانیت پہ معنوی لحاظ پہ ھمدغہ مھال کی پہ داسی حالت کی وہ چی لایی پرخلکو،اوھم دډھلی اونوروھیوادو پرواکمنانو باندی خپل معنوی اغیزدرلود. دهند  دمسلمانانو سترګې له ده ———————————————————————-
(*)دحضرت شاولی اللہ رح ژوند لیک پہ یوہ کوچنی رسالہ کی چی د (الجزالالطیف فی ترجمۃالعبدالضعیف) پہ نامه یاده شوې لیکل شوې چی موژ دلتہ لہ ھغې څخه یوحوکرښې  را اخلو: ” دغہ فقیر د۱۱۱۴ھ کال دشوال پہ (۱۴) دچھارشنبہ پہ ورځ دلمرختو پرمھال پردغہ دنیا باندی سترگی را وغړولې …مبارک تاریخی نوم یی عظیم الدین راووت ، یوشمیردوستانو ددہ پہ بارہ کی خوبونہ لیدلی وو، چی ھغہ د (القول اجلی) پہ رسالہ کی راوړل شوي دي .  پہ پنځه کلنۍ   یی پہ زدہ کړه پیل وکا، پراووہ کلنی یی پر روژہ اولمانځه ودرید،قرآن کریم اودفارسی تعلیم یی یوپربل پسی ترسره کړل ، پہ څوارلس کلنی یی دپلار پہ غوښتنه وادہ وکا،اوپر پنځلس کلنۍ یی دنقشبندیہ صوفیانو،حضراتواومشایخو بیعت ترلاسہ کا، زیات علوم یی پہ تیرہ بیا ادبی علوم ولوستل ، احادیث یی پہ خورا مینی سرہ مطالعه کړل، پہ تصوف کی یی ھم اوچت ځای اولوړمقام غورکړ. پہ ۱۱۴۴ھ کال کی بیت اللہ تہ ولاړ ھلتہ یی دخپلی استوگنې پرمھال دعلماوو لہ برکتہ ځان بسیا کا، پہ ۱۱۴۵ھ کال کی بیرتہ دھلی تہ راغبرگ شواودلتہ یی بیا پرمطالعہ اوتحقیق باندی پیل وکړ اوزیات شمیر آثار یې ولیکل چی یوشمیریې دادي لکہ : ۱ فتح الرحمن، ۲ الفوذ الکبیر۳ فتح الخبیر ۴ مصفی ۵ مسوی ۶ حجتۃاللہ البالغہ ۷ بعدورالبازعہ . ۸ ازلالقد الخفاعین خلافتہ الخلفأ ۹ قرۃ العین فی تفصیل الشیخین ۱۰ انصاف ۱۱ عقد الجید ۱۲ تحفتہ الموحدین ۱۳ شرح تراجم ابواب صحیح بخاری ۱۴ مجموعہ رسایل اربعہ ۱۵ تفھیمات الھیہ ۱۶ خیرکثیر ۱۷ فیوض الحرمین ۱۸ الدراثمین فی مبثرات النبی الامین ۱۹ انفاس العارفین ۲۰ انسان العین ۲۱ القول الجمیل ۲۲ انتباہ فی سلاسل اولیااللہ ۲۳ الطاف القدس ۲۴ سطعات ۲۵ ھمعات ۲۶ لمعات ۲۷ مکتوبات فی مناقب امام بخاری وابن تیمیہ ۲۸ مکتوب المعارف مع مکاتب ثلثہ ۲۹ سرور المحزون ۳۰ الجزوالطیف ۳۱ المقابلہ الرضیہ فی الوصیتہ والنصیحۃ ۳۲ ثناالقلوب ۳۳ زیراوین ۳۴ تاویل الاحادیث ۳۵ سیوامع شرح الجبر ۳۶ العقدۃ الحسنہ ۳۷ المقدمۃ الینیہ ۳۸ چھل حدیث ۳۹ شرح رباعین ۴۰ مآثر الا جداد ۴۱ العطیۃالصمدیہ ۴۲ فتح المودود فی معرفتہ الجینود ۴۳ مسلسلات اونور (وگورئ سیاسی مکتوبات ۱۷۶مخ )

 پرته بل چا ته نه وراوښتې ،ځکه خو ټولو پرده رامخه کړه، دشاه ولی الله  دغه مهال  پہ گردہ اسلامي نړۍ کې لہ احمدشاہ ابدالي پرتہ بل چا تہ سترگی نہ وراوښتی چی دھند دمسلمانانواوددغہ ھیواد د نورو اقشارو دبرخلیک  ژغورنې پہ باب لہ ھغوی سرہ پہ تماس

کی شی، داپر دې چی پہ دغہ ناتارکی چی پرھند باندی دمرھټه وو لہ لاسہ راخورشوی و نہ یوازی مسلمانان ترستوني راغلی وو بلکہ نورو هندوانو ھم ځانونہ ددوی لہ لاسہ دبربادۍ  پہ کندہ کی لویدلی شمیرل.اوگردھند ھمدغو مرھټه ډاکووانوورتہ سرہ تبۍ گرزولی و.دشاہ ولی اللہ پہ غورخنگ کی یوازی مسلمانان نہ وو، بلکہ پہ دغہ غورځنګ کی دنورو مذھبو پیروان ھم برخمن وو چی ھغوی ھم پہ خپل وار لہ شاہ ولی اللہ څخه داھیلہ درلودہ چی پہ داسی حالاتو کی دی باید د (انسان ) یا هندوستاني ژغورنی پہ نامہ لہ دوی سرہ لاس په کارشي . ددغہ روحانی مشر ښه نیت او داحمدشاہ ایمانداري اومرستندویه روحیه ددی سبب شوه چې ځان باید ددغو ولسونو دفاع اوننګې ته تیارکړي اوپه دغه حساسه اوتاریخي شیبه کې یې ځان د بي تفاوتۍ په بهیرکې ونه نیو. نامتولیکوال فریر پہ خپل نامتو اثر  ) دافغانانو تاریخ (

The History Of The Afghans)) کی ھم داحمدشاہ دغو تمایلاتو تہ اشارہ کوي اولیکی چی : « احمدشاہ دختیزوھیوادو لہ زیاتو ناوړو دودونواوناوړو شیانو لہ دودولولری و، لہ شرابو اوتریاکو یی ځان پریوہ خواساتہ ، لہ منافقانہ اوماجرایی افعالو پاک و، دمذھب جدی پیرو اوپالونکی و، سادہ خو لہ ویاړه ډک خویونہ اوعادتونہ یی ددی سبب شوی وو چی دی یی دگردو خلکو پہ منځ کی ددرناوی مرحلی تہ رسولی و۔ ھغہ تہ رسیدل اولہ ھغہ سرہ ناستہ ولاړه گرانہ نہ وہ ، لہ انصافہ یی کاراخیست اوھیچا ھم دھغہ لہ فیصلو شکایت نہ درلود ”
ھمد اسی ورته لیکنه  شاہ ولی اللہ رح ھم پہ خپلو سیاسي مکتوباتو کی د احمدشاہ پہ بارہ کی کښلې ده :

« احمدشاہ دمذھبی احساساتو اورجحاناتو خاوند واکمن و، پرشاوخوایی د پوھانو اوعلماوو حلقہ ھرچا لہ ورایہ درک کولہ ، دلاھور، پشاور اوپتیالی دمشایخو پہ خدمت کی بہ حاضرو، دډھلی ، اجمیر اوپانی پت مزارونو تہ یی خاص ارادت درلود ، لکہ چی یوہ ورځ دپاني پت لہ جنگہ دمخہ د بوعلی شاہ قلندر مزارتہ پہ نیاز اوعجز سرہ ورغی اودعایې پرې وکړه.  دھری پنجشنبی پہ ورځ بہ یی علما اومشایخ خپل دربارتہ ورغوښتل اولہ ھغوی سرہ بہ یې پہ مذھبی معاملوکی خبرې اوبحثونہ کول ” . ( سیاسی مکتوبات ۱۹۱ مخ )
احمدشاه بابا دغه ټولې ځانګړني لکه چې نورو لیکوالو دهغه په اړه ویلي دي لرلې اودا هغه ځانګړنې وې چې له هغو سره سره یې ترهغو چې یی د هند دنامتو روحاني لارښود شاه ولي الله له خوا پرله پسې لیکونه ترلاسه نه کړل، ده هندوستان ته د تلواو لښکرکشیو فکرهم نه کاوه.  همدغه بلنه وه چې احمدشاه بابا یې ناچارکړچې باید هغه ته دهغه مهال دحالاتو په پام کې نیولوسره  مثبت ځواب ورکړي. په دغه اړه دغه لیکونه اودهغو موخې لږ نورې هم را سپړو:
حضرت شاہ ولی اللہ پہ یوہ لیک کی چی داعلحضرت احمدشاہ بابا پہ نامہ یی کښلی اوسرلیک یی دی (بہ جانب پادشاہ ووزیروامرأ) لولو : ” الحمداللہ وحدہ والصلوۃ والسلام علی من لانبی بعدہ وعلی آلہ واصحابہ اجمعین امابعد این کلمہ چنداست کہ باعث برتحریر آن نصیحت وخیرخواھی بادشاہ اسلام ایدہ اللہ تعالی بنصرہ ووفقہ کا یحب ویرضی وخیرخواھی امرا کبار وجمھور مسلمین احن اللہ تعالی الیھم. شدہ است ، کما قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ التیلم الدین النصحۃ۔ امیدواری ازفضل باری آن است کہ اگر بموجب این کلمات عمل کنند تقویت امور سلطنت وبقای دولت ورفع منزلت بظھور می رسد . فرد :
درپس آیینہ طوطی صفتم داشتہ اند
آنچہ استاد ازل گفت ھمان می گویم
کلمہ اول: اصل اصول (کہ) صلاح دولت ورونق ملت ھمان تواند بود آن ست کہ الحال برای رضای خدا تعالی وبرای حضرت محمد مصطفی صلی اللہ علیہ وسلم لازم گردانند کہ چون فتح میسر می شود عدو ومخذول ، اول چیزی کہ بقصد موکد امضای آن کنند جھاد بلاد جات وفتح قلاع وی باشد درین کارفایدہ است دینی ودنیوی ازآن جملہ سرزنش ملاعین تا بعد ازین زمینداری این قسم شوخی وبیباکی نہ اندیشید ” (سیاسی مکتوبات ۴۲مخ)
پہ بل لیک کی چې د اعلیضرت احمدشاہ درانی پہ نامہ لیکل شوی اوپہ پورہ توگہ اوږداومھم لیک شمیرل شوی داسی لیکي  : ” الحمداللہ رب العلمین ولصلوۃ والسلام الاتمان الاکملان علی رسولہ شفع المذبنین یوم الدین والہ اصحابہ اجمعین امابعد . این کلمہ چند است حمیت اسلام حامل برعرض آنھا شدہ ، حق عزوعلاآن را برمسامع علیہ برساند ، وجود پادشاھان اسلام نعمتی است بغایت عظیم… باید دانست کہ ولایت ھندوستان ملکی ست وسیع ، اوایل ملوک اسلام درمدت بسیار بہ مجاھدہ بی شمار بہ دفعات این ولایت را مسخر ساختہ اند سوای دھلی کہ جای نشت پادشاھان صاحب اقتدار بودہ است درھرناحیہ فرمانروای علاحدہ بود، مثل گجرات ، احمدآباد ، کہ والی جدایی داشت، وتھتہ راپادشاھی دیگری وبنگالہ درتحت وتصرف حاکم دیگر واودھ محل سلطنت شخصی دیگر کہ اورا سلطان الشرق می گفتہ اند وملک دکھن عبارت ازپنج سلطنت است ،برھانپور، وبرارواورنگ آباد وبیجاپور، کہ درھرولایت ازین ھا پادشاھی مستقیل بودہ است ودرمالوہ حاکم جدا فرمانروا ، ھریکی ازین مواضع کہ نام کردہ شد ،پادشاھی علاحدہ صاحب فوج وصاحب خزانہ میداشت … ” (سیاسی لیکونہ ۴۶مخ )
یولہ ھغو اصلونو چی پہ دغہ بارہ کی ھغہ باید پہ فرعی توگہ پہ پام کی ونہ نیسو ، ھغہ پہ ھند اونیمہ وچہ کی دمسلمانانو دشتہ والی اصل دی، کہ څه ھم دپاکستان پہ رامنځ ته کیدو اودھند دنیمی وچی د تجزیی لہ املہ دھندمسلمانانو تہ زیات تاوانونہ ورسیدل ، خوترویش دمخہ ھند بیا پہ بیلابیلو برخو کی برعکس دریځ اوخای درلود، پہ دی مانا چی ددغہ ھیواد پہ گردو اجتماعی اوسیاسی بدلونوکی دمسلمانانو لہ برخی اخیستو سترگی نہ شوای پتیدای.ان داچی د ۱۸۵۷پاحون چی دانگریزانو پرضد رامنځ تہ شو پہ دغہ ترح کی په زیاته کچه ھم ددغہ ھیواد دمسلمانانو مقامت اومبارزہ پہ تمامہ مانا روښانه اود پاملرنې وړوه ، پہ دی چی دغہ انقلاب ددوی لہ مرکزونو راپیل او پرمخ لاړ،چی بالاخرہ پہ وروستیو شیبوکی ددوی پہ سیموکی لہ ماتی سرہ ھم مخامخ ، اوداکثریت مسلمانانو پہ قربانی باندی پای تہ ورسید. خبرہ دادہ چی پہ ھغو حالاتو اوشرایطوکی پہ ھند کی دمسلمانانوپہ وړاندې دشاہ ولی اللہ پہ شان شخصیت څنگہ کولای شول بی تفاوتہ پاتی شي، (*) داپہ دی چی ھندوستان دھغوی  ( مسلمانانو) ھیواد واودهندوستان پہ برخلیک  ټاکلوکی دوی پہ آزادہ توگہ برخہ اخیستنہ خپل حق بلله.لہ ھمدی املہ پہ دی کی شک نشتہ چی احمدشاہ دھمدغہ لوی ځواک (مسلمانان اوھغوی چی لہ مسلمانانوسرہ یوشان ترفشارلاندی وو ) پہ غوښتنہ اوبلنہ ھندتہ ورغی.چی دغہ چال چلند ان اوس د اوسنۍ پرمختللې نړۍ  پہ معاصرہ قلابی دیموکراسی کی ھم دیوی نوی پدیدی پہ توگہ کومہ ناآشنا خبرہ ندہ . چی بیلګې موږ ھمدا اوس پہ  افغانستان کې دروسیې اوامریکې له خوا په سترگو ولیدې او وینویې !

  ھمدادہ چی شاہ ولی اللہ رح دھغہ وخت دآسیا پیاوړي واکمن احمدشاہ تہ لیکی : « …و الا دکھن کہ اولاد نظا م الملک مر حوم ۔۔۔ گا ھی با نواع حیلہ میا ن قوم مرھتہ جنگ انداختہ وگاہی فرنگیان را با خود رفیق گرفتہ ،شهرهای عظیم را مثل برهانپور و اورنگ آباد وبیجا پور متصرف ماندند و اطراف و نواحی را بہ مر ھټه گذاشتند ،غیر این دو مو ضع خالص ،تصرف مرهټه است با لجملہ بر انداختن قوم مرهټه آسان کاریست اگر غازیان اسلام کمر ھمت بربندند دو سہ صف آنها بشکند در اصل قوم مرهټه قلیل اند …حاصل کلام آنکہ در ملک ھندوستان غلبہ کفار با ین صورت است کہ در بیان آمد و ضعف مسلمانان باین صفت در ین زمانہ پادشاهی کہ صاحب اقتدار وشوکت باشد وقادر برشکست کفارودوراندیش ، جنگ آزما، غیرازملازمان آنحضرت موجود نیست لاجرم برآنحضرت فرض عین است قصد ھندوستان کردن وتسلط کفار مرھټه برھم —————————————————————–

(*) ھند تہ داحمدشاہ بابا دپوځونو داستولو پہ کارکی دشاہ ولی اللہ پرکوششونو برسیرہ د دوونومیالیوپشتنو روحانی عالمانو نومونہ ھم پہ خاصہ توگہ دیادونی وړدي چې ھغہ یو دڅمکنیو میاعمر اوبل ھم میافقیراللہ جلال آباد ی دی چی دوی دواړو  پردرانی امپراطوری باندی خپلہ معنوی اغیزہ درلودہ اوپه دغه برخه کې د دوی مشوره هم وه .

 زدن وضعفای مسلمین را کہ دردست کفار اسیراند خلاص فرمودن ، اگر غلبہ کفار معاذاللہ برھمین مرتبہ ماند، مسلمانان اسلام فراموش کنند ، واندکی از زمان نگذرد کہ قومی شوند کہ نہ اسلام را دانند نہ کفررا این نیز بلای عظیم است کہ قدرت بردفع آن بہ فضل ایزد منان غیرآنحضرت را میسر نیست. ما بندگان الھی رسول خدا راصلی اللہ علیہ وسلم شفیع می آریم وبنام خدای عزوجل سوال می نمایم کہ ھمت بانیمت رابجانب جھاد کفار این نواحی مصروف فرمایندتادرپیش خدای عزوجل ثواب جمیل درنامہ اعمال انحضرت ثبت شود …”( مکتوبات ۵۲مخ) .

لنډه داچی احمدشاہ ابدالی پہ ۱۷۵۱کی لاھورتہ، پہ ۱۷۵۲ دھلی یا شاجھان آبادتہ ،پہ۱۷۵۶ سند تہ دبلوچستان لہ لاری پہ ۱۷۵۸کی بیا پنجاب ته ، پہ ۱۷۶۰ او۱۷۶۱ کلونو کی پانی پت اوھمدارنگہ پہ ۱۷۶۲ او۱۷۶۳ کلونو کی ھندوستان تہ پوځونه  استولي چی ھدف یی دھند لہ خلکو پہ تیرہ بیا لہ مسلمانانو اوهندي ځورول شویو ولسونوسرہ خواخوږي اومرستہ وہ چی پہ ھغہ مھال یی ھم دمسلمانانواوھم دیوہ مسلمان واکمن لہ پارہ خورا اھمیت درلود. ھندوستان تہ داحمدشاہ ورتگ پہ عمومی لحاظ پہ دغہ ھیواد کی ددغہ ھیواد دخلکو دروحیی دپیاوړتیا سبب شو.دغو خلکو ته یې دخپلواکۍ روحیه ورکړه په تیره ھغو ی ته چی راوروستہ کې یې پہ رښتیني توگہ وکولای شول دانگریزي استعمار پہ مقابل خپلې مبارزې پہ یوہ منظم غورځنگ کی سمبالی کړي ۔ ھندتہ داحمدشاہ پہ ورتگ سرہ پرھند باندی دانگریزانو د برلاسی سلسلہ یوہ پیړۍ پرشاہ ولویدہ چی پہ دغہ کاري گوزار باندي یوازی انگریزان پہ سمہ توگہ پوھیدل ،دوی چی کلہ پرھندباندی برلاسی ترلاسہ کړنوبیایی خپلہ گردہ پاملرنہ پہ دغہ ھیواد اوددغہ ھیواد پہ چم گاونډ کی دمسلمانانو پرخوا راواړوله، ځکه خو یي ټول ځواک اومادي شونتیاوې پہ شمال غربی پولہ باندې راخرڅیدې، خودوی ھغہ مھال آرامہ سا واخیستلہ کلہ چې پہ افغانستان کی کورنۍ جګړې لمن پراخه شوه  شاه زمان هلته بوخت وساتل شو اودھند پہ جنوب کی دمیسور زمر ي دشھادت جام پہ سرواړاوه.
انگریزانو دخپلو ټولو ستونزو اوخنډونو موراحمدشاھی واکمنی اودھغی اغیزی پہ دغہ سیمہ کی بللی.دمیسور دزمری خطر ھغہ مھال انگریزان پہ زلزلہ راوستل چی کلہ ھغہ دراني واکمن شاہ زمان تہ دمقاومت اومبازری بلنہ ورولیږله چی بایدلہ ناپلیونی طرحی سرہ سم دی ھم دانگریزانو پرضد گام پورتہ کړي ،پہ داسی حال کی چی شاہ زمان دخپلوګټواوپرتم په خاطرترناپلیون اوچت فکرکاوہ اوخپلہ افغانی طرحہ یی پہ دغہ بارہ کی دانگریزانو پہ مقابل کی درلودہ. دہ دمیسور دزمری بلنہ وستایلہ خوداچی انگریزانو لا پخوا ددغی طرحی دناکامولو پلان دبری پولې تہ ورنژدې کړی و،ځکه خوشازمان په خپلوطرحو باندی بریالی نہ شو ، دمیسور زمري ھم د انګریزي توطیو شکارشو، ھمداوہ: « لہ ھغہ وروستہ چې تیپوسلطان د ۱۷۹۹ کال د می پہ (۵) خاورو تہ وسپارل شوانگریزی لفتننت جنرال پیرس پہ بی اختیارہ توگہ ساہ واخیستہ اوچغہ یی کړه : « ھندوستان نن زموږ شو .»  (وگورئ شیرمیسور، سلطان تیپو۔ دفیض عالم صدیقی تالیف (۱۳۹مخ)
دھمدغہ اثر پہ حوالہ : «  کلہ چی پہ ۱۷۹۹ کی زمانشاہ د رنجیت سینگ، انگریزانو اومھدی علی خان دتوطیی پہ پایلہ کی لہ لاھورہ پرشاشو تیپوسلطان پہ دی پوہ شو چی نورنو دعمر ترآخرہ دانگریزانو پہ مقابل کی یوازی پاتی شو »  (یادشوی اثر ۱۶۸ مخ )
ددغو تاریخي اسنادو اویادونو په لړکی باید دا یادونہ ھم وکړو چی ھندوستان تہ داحمدشاہ دراني ورتگ پہ خپلہ لہ انگریزانو دھند ژغورنہ وہ. ښایی یوہ پوښتنہ داسی ھم وشی چی گواکی پہ ھندکی چی کوم ځواک زیات احمدشاہ تہ مھم و ھغہ مسلمانان وو اوبس ؟ دغی پوښتنی ته په لنډه توګه دا ځواب ورکولای شو چی تراحمدشاہ دمخہ چی پہ ھندکی کوم ځواکونه ول لکہ مرھټه اونوردھغوټولوجنگي ځواک پہ تمامہ مانا پرمسلمانو باندی پیاوړی او ولاړو،ځکه خو له دې باید انکارونه کړو چې مسلمانانو ددغہ ھیواد په دفاع او پالنه کی لہ پیړیو پیړیو راپہ دی خوا پیاوړې برخہ اخیستی وه دوی په پوځي اوسیاسي اوان چې فرهنګی برخوکې ترنورقومونو پیاوړي ، برلاس اوتجربه لرونکي اوفداکارہ وو، ان نامسلمانوځواکونو چی کومی اتلوالۍ ترلاسہ کولې ھغہ یی ھم دھمدغہ تجربه لرونکي ځواک په ملتیاسرہ وې ، ان دپانی پت پہ مشھورجنگ کی چی کوم مقاومت داحمدشاھی جنگیالیوپہ مقابل کی وشو،ھغہ ھم دمخالفو مسلمانوځواکونو وچی نامتو مشر یی ابراھیم گارډي (*) وچې دخپلو توپونو په ویشتویی احمدشاهي لښکرته سخت زیان ورساوه ، او په پای کې دجګړې په ډګرکې ونیول شو اوحمدشاہ بابا دپاني پت پرمیدان باندې په دارکړ.
په هرډول ،کلہ چی احمدشاہ ھند تہ ورغی ددغو نومیالیووسلہ والو ځواکونویوزیات شمیرددہ پرخوا دریږي اوددہ پہ ملتیا ددہ لہ پارہ سوبې کوي کہ له احمدشاه ابدالي سره دغہ لویہ ھمکاری اویووالی نہ وای دابہ خوراگرانہ وای چی دپانی پت دغه لوی تاریخی بری دی دافغانانو پہ برخہ شوی وای .پہ ھندکی دمسلمانانودځواکونو جبھی ھمیشہ بیلی وی دوی کہ ان لہ مرهټه وواونوروځواکونو سرہ ھم وو بیایی ھم پہ جنگی لحاظ خپلہ وړتیا ترخپلی ارادہ لاندی وہ . داخو ھرچاتہ روښانه دہ چی مرھټه اونورو راجا گانو ترزیاتی اندازی دزور پہ مقابل کی دملی منافعو پروا نہ کولہ اونہ یی پلویان وو، ھمداوہ چی ځاني ګټې  یی ترملی منافعو سمی پاللی دي ،لہ احمدشاہ وروستہ دهند تاریخ وښودہ چی دغو راجاگانو دھند دبرخلیک دخوندی ساتلو پہ برخہ کی یوگام ھم چی دھند پہ ملي تاریخ دی اھمیت ولري پورتہ نہ کړ، دوی دھیواد پہ خوراحساسو شیبوکی لہ انگریزانو سرہ معاملی وکړې چی دھند تاریخ یی کلہ ھم لہ یادہ نہ شی ایستای .
بیاهم د ویلو وړده چی احمدشاہ ھند تہ لکہ نادر غوندی کلہ ھم په خپل سردیرغل په نامه نه وو تللی ، احمدشاہ ھندتہ دشاولی اللہ ، دھنددمسلمانانو اوغیرمسلمانوپہ بلنہ ورغی ۔ شاولی اللہ رح ھغہ څوک و چی پہ ھند کی یی داحمدشا ھی پوځونو دتنظیم اوان اعاشی بندوبست پہ خپلہ وکړ، اوان داچی دډھلی پہ ښارکی داحمدشاھی پوځونو دکنترول پلان ھم دہ پہ خپلہ ترلاس لاندې نیولی و ھمدادہ چی پہ ھندکی نامتویوسفزي پشتون جنرال نجیب الدولہ تہ پہ یوہ لیک کی لیکي :

« خدای عزوجل آن امیرالغزاۃ ، رییس المجاھدین را محفوظ ومحفوظ وبہ عین عنایت ملحوظ دارد بعدازسلام واضح آنکہ رقیمہ کریمہ رسید، حمدالھی برصحت سلامت ذات سامی بجا آوردہ شد، درپردہ غیب برانداختن دوفرقہ ضالہ یعنی مرھتہ وجت مصمم شدہ است ، موقوف بروقت است ھمین کہ عزیزان کمرھمت بستند ودرصدد قتال آمدند ، طلسم کفرانشااللہ تعالی می شکند ، باقی ماند مطلبی دیگر، چون عبور افواج شاھیہ بہ دھلی واقع شود، اھتمام کلی باید کرد کہ مثل سابق پامان ظلم نگردد، اھل دھلی چندین دفعہ نھیب اموال وھتک ناموس دیدہ اند بہ ھمین سبب درکارھای مطلوبہ شاھی توقف افتاد ، آخر آہ مظلومان کارھا دارد، این باراگرمی خواھند کہ کاردست بستہ میسرشود قدغن بلیغ باید نمود کہ کسی بامسلمانان وذمیان دھلی کار نداشتہ باشند والسلام »  (مکتوبات ۶۰مخ )
ج : احمدشاہ چی کوم ھدف درلود ھغہ یی سرتہ ورساوہ …
یوشمیر پوھان چی کلہ یی ناپیلی نہ شو بللی داحمدشاہ پہ باب دگوتنوی داخبرہ هم کوي چې گواکی دہ پہ ھند کی یوپیاوړی حکومت جوړنه کړاودھند لہ سوبی زر بیرتہ خپلی پلازمینې  کندھارتہ راستون شو. یو ھندی پوہ پہ خپل اثر (تاریخ مختصرملت اسلامیہ ) چی پہ اردو ژبہ دی داحمد شاہ پہ باب لیکی : ” احمدشاہ پہ اخلاقی لحاظ ، أانی کردار، پوځي صلاحیت، انصاف اوعدل اوددینداری لہ املہ پہ گرد ملت اسلامیہ کی لہ خورا لویو او ممتازو واکمنانو و، چی یوشمیرخلاوی یی ھم درلودی ، دہ پہ پانی پت کی مرھتہ وو تہ تاریخی ماتہ ورکړه ددی پرځای چی پہ دھلی کی یو پیاوړی  دولت ځای پرځای کړي ، بیرتہ دکندھار پہ لور ستون شو …” (ملت اسلامیہ کی مختصر تاریخ دویم جلد ۴۱۸مخ )

——————————————————————-

(*)  ګارډي (ساتونکی ) د دکن له پټانانوڅخه دی چې په ځوانۍ کې له فرانسویانو سره د باډي ګارد پوځي په توګه دنده پیل کړه. دفرانسویانو په پوځ کې یي په توپچي برخه کې عملی کار وکړ ترڅوچې په دغه برخه کې یولوی توپچي ماهرترې جوړشو. ګاردي ابراهیم نومیده ، لومړی له نظام سره نوکرشو، څه جنګونه یې دهغه په مرسته هم وکړل، په پای کې مرهټه ووته ورعئ ، له هغوی سره یي د ډیلی اونورو سیمو په جګړو کې برخه واخیسته ، دپاني په جګړه کې هم ترټولو مرهټه مشرانو دی پیاوړی اومهم و، دده توپونواحمدشاهی پوځ ته په لومړۍ ورځ لوی زیان ورساوه ، مرهټه مشران هسې ځانوته کریدت ورکوي، دپانې  پت اصل اتل همدغه ګاردي و چې، ژوندی ونیول شو شجاع الدوله ته یې زارۍ وکړئ څوله مرګه وژغورل شي هغه یي هم سپارښتنه وکړه خو ونه منل شوه اوپه احمدشاهی امرپه سزا ورسول شو.

دداسې خبروموخه اوهدف معلوم دی ، داډول خبرې دهند اوسني مسلمانان کوي، دوی فکرکوي چې مغلان نوردواکمنۍ نه وو، که احمدشاه ابدالی ځان په هندکې نیولی وای اوهند یی خپل مرکزټاکلي وای هند به بیاهم دمسلمانانو په واک کې پاتې واوانګریزانوبه هم داجرآت نه وای کړی چې هندوستان یي نیولی وای .  خوموږ د دوی په ځواب کې یوازې دومره وایو چې احمدشاه هندوستان ډیرښه مطالعه کړی و، هغه دلته دمغلي کمزورې واکمنۍ د ځنګندن سلګۍ اوریدې، هغه په دې پوهیده چې هند یوازې په هندوستانیانوباندې ، پرهغوی چې دلته واک اوځواک لري اداره اوساتل کیدای شي ، هغه داکاروکړ، مغل چې له کفایته لویدلی وو، دپاچا په نامه پرتخت کیناوه ، نورپوځې اومهم مقامونه یي نورو وتلو هندي استوګنو مشرانوته چې پرهغه مهال دلارښونې حساب پرې کیده وسپاره او دایي دیوې پیشبنۍ په توګه په پام کې وه چې دده پاتې کیدل په هندکې همداسې پای لري لکه دمغلواونورو تیرو واکمنانانو. احمدشاه ابدالي په خپله دغه وړاندوینه باندې دهندستان د راتلونکی په لوریوه نوي لارپرانیسته چې هندیان  کیدای شي یوڅه موده وروسته پردغه تاریخي میراث باندې ترموږ زیات وویاړي. احمدشاه بابا هند هندیانو ته وسپاره اوپه خپله افغانستان ته راستون شو اوپه ډاګه یي داوویل چې :

ددھلی تخت ھیرومہ چی رایاد کړم

زما دښکلې پشتونخوا دغروسرونہ

بلہ خبرہ داوہ چی دھند خلکو اودهند روحانیت احمدشاه بابا ددی له پاره نه و رابللی چی ھند غصب کړي ، ان

دشاہ ولی اللہ پہ مکتوبونو کې ھم داسې اشارہ نشتہ چی دی د پہ ھند کې  د درانی امپراتورۍ دځواکونو پہ پاتی کیدو باندې ټینګاروکړي ،خودمرستې ھیلہ یی تری درلودہ.
احمد شاہ ابدالي چی دکوم ھدف پہ خاطر دھند پہ لور راوتلی و ھغہ یی ترلاسہ کړاوپرهغه  څه چې له ده غوښته شوې وه بریالی شو، ده دیوه مرستندوی په توګه ترھغہ زیاتہ ادعا هم نہ درلودہ۔ ھغہ پہ ھند کی دمغلي حکومت د پاتیدوھیلہ کوله هغه ترسره شوه هغوی چې ده وګمارل لکه  شاولی اللہ اودھغہ کورنۍ ،یوسفزی نجیب الدولہ امیرالمجاھدین (*) شجاع الدولہ ، احمدخان بنګښ دوی ټول هغه کسان وو چې دوی په بشپړمسوولیت سره دهندوستان ادارې ته اوږې ورکړې وې.  اودوی ددغہ ھیواد دوارثانوپہ توگہ د درانی امپراتورۍ پرھغہ تگلارہ لکہ چی احمدشاہ ھغہ پہ ایران کی پلی کړی وہ مخ پہ وړاندی گامونہ اوچت کړل.

 احمدشاہ بابا دخپلوسوبو پہ باب پہ خپلہ داخبرہ کوی : « چی ماتہ دجھان نیولو اوھیواد نیولو لہ کارہ پرتہ دیوی نیکنامی اود سامی شریعت لہ خوریدو پرتہ بل کوم ھدف نشتہ ، پہ ھروخت اوھرمھال کی زما دغہ ثواب تہ تلوسہ دہ او پرتہ لہ دې زه بله هیله نه لرم  چی دپیاوړی دین چراغ ددنیااوربع مسکون پرمخ خپلی سپرغی خوری اوخلایی اوچتہ وي.ماتہ دواکمنۍ کول پرتہ دسیدالانام دشریعت داعلام اودملت ددرناوی لہ ویاړه پرتہ بل اھمیت نہ لري اونہ می لہ نوموړي ھدفہ پرتہ بل کوم ملحوظ پہ دی باب پہ نظرکی دی.زما گرد کوششونہ پہ ھمدغہ منظورروان دی څو چی دجزا پہ ورځ دپاک اللہ پہ مخ کی شرمندہ نہ وم ۔زما ھدف اوھیلہ دگرد بشریت پہ تیرہ بیا د اھل اسلام لہ خیراوفلاع پرتہ بل شی نہ دی…» ( احمدشاہ درانی  – دپوپلزایی اثر )

——————————————————-
(*)نجیب الدولہ پہ ۱۷۰۷ کال پښورتہ نژدې زیژیدلی دی ، داچی پہ ھغہ مھال ھلتہ ددہ لہ پارہ ددرس اومعاش شرایط نہ وو برابرلہ ھغہ ځایه دوابی تہ راغی اودلته ځای پرځای شو. پہ ۱۷۷۳ کی یی آنولې تہ ځان  علی محمد خان تہ ور ورساوہ ، کلہ چی علی محمد خان دشاھنشاہ لہ خوا دسرھند دگورنر پہ توگہ مقرر شو، دی ھم لہ ھغہ سره هلته ولاړ نجیب خورا نومیالی ، پوہ ، ځیرک اولرلیدی انسان و. دشاہ ولی اللہ خاص مرید و چی داحمد شاہ پہ رابلنہ اودعوت کی لہ ھغہ سرہ یوہ خولہ اویونظرو۔ پہ پوځي چاروکی داسی ماھرپوځي و چی ددشمنانو گردمقاومتونه به یي په پوره متانت سرہ تارومارکول۔ پہ سیاست کې ھم دی تدبیرلرونکی سیاست پوہ و چی دښمنانو ھرشان توطیی یی کشفی اوپه خپل وخت له منځه وړلای  شوې ، ویل شوی چی دغہ نومیالی اتل لہ مغلی حکومتہ داسی ننگہ وکړه لکہ چی خراسانیانو لہ بنی عباس خلیفہ گانوسره پہ خپل وخت کی ترسرہ کړې وہ.کلہ چی احمدشاہ لہ ھندہ دوتلو نیت وکا بوبیا یی دی د ھند(امیرالامرا ) وټاکه. نجیب الدولہ د علومو اوفرھنگ پہ خوریدو اوپرمختگ کی دپاملرنی ونډه  ترسرہ کړه . پہ نجیب آباد کی یی یوہ مدرسہ جوړه کړه چی دمولانا عبیداللہ سندی پہ وینا دشاہ ولی اللہ دغورځنگ لہ سیاسی مرکزونو یوہ ھمدغہ مدرسہ وہ.ھغہ پہ ھندکی دھندومسلمان دولت لہ موسسینو و. دغہ نومیالي پہ ۱۷۷۰ کال کې لہ دنیا سترگې پټې کړې …” (مکتوبات ۲۰۲مخ )

پایلہ:


احمدشاہ ابدالی بی شکہ چی داوسنی افغانستان یوبریالی موسس اوواکمن و ۔ ھغہ ددوو نیمو لسیزو پہ اوژدو کی دخپل عصر لہ نامتوواکمنانو وشمیرل شو چی لامل یی ھم دیوہ منظم اوقوي خواک پہ مرستہ دیوہ مرکزي دولت اواداری را منځ ته کول وو.داسی ځواک چی دھغہ مرستہ یې پہ خورا آسانۍ سرہ یې دکورنیو او بهرنیوغلگرو اوسرکښو ځواکونو پہ مقابل دخپل هیواد، خپلې خاورې اوملي تمامیت دفاع اوننگہ وکولای شوه.
دویمہ لویہ اودپاملرنی وړخبرہ چی ددہ دواکمنی دلویې بریا په توګه ویل کیدای شي هغہ دادہ چی دہ پرتہ لہ کوم غرض او تعصبہ پہ خپل عصرکې په هیواد کې دننه اوباندې کار دکاراھل تہ وسپارہ لکہ چی ارواښاد غبارھم دغہ مھم اصل تہ اشار کړې اولیکلي یې دي چی پہ ھرہ برخہ کی  یې پہ کارپوہ کسان پرتہ لہ قومی ، مذھبی او توکمی توپیرونو له ملي مسوولیتونوسره  پرکارونو وگمارل۔ چی دغہ اصل یی داحمدشاھی امپراتورې د رسمي ارکانو په ټاکلوکې په خورا سمہ توگہ لیدلی شو.« … دھرات پہ ولایت کی یی درویش علی خان ھزارہ ، پہ نیشاپور کی یی عباس قلی خان بیات ، پہ قلات کی یی اشرف خان غلجی، پہ شکارپور کی دوست محمدخان کاکړ، پہ مشھد کی یی شاہ روخ افشار، پہ بلوچستان کی یی نصیرخان بلوچ ، پہ پنجاب کی یی زین خان مومند، پہ سند کی نورمحمد خان چی پہ شھنوازخان سندی نامتوو،پہ دیرہ اسماعیل خان کی موسی خان، اوپہ ملتان کی یی شجاع خان ابدالی …» پردندو وگمارل (غبار، مسیر ۳۵۹مخ )

زما پہ اند پہ اسلامي نړۍ کې  ددراني امپراطورۍ  ورتہ والی اوپرتله یوازی دعباسي نامتو خیلفہ ھارون الرشید (۱۴۸ق ۱۹۳ق) لہ واکمنی سرہ کیدای شي چی پہ عباسی دورہ کې یی دیوې پراخې واکمنۍ اساس کیښود چی دھغې لویې واکمنۍ (خلافت ) یوہ مھمہ برخہ یی برمکي یحیی اودھغہ زامنو تہ وروسپارله  هغه کسان چې ھغوی پہ خپل وخت کې لوی اودپاملرنی وړنومیالي واکمنان یادیدل.
احمدشاہ نہ یوازې دیوہ دولتی، سیاسی اوپوځي سستم وارث و بلکہ ھغہ پہ خپل ھیواد کی دیوہ هراړخیز اوجامع فرھنگ دایجاد اوپرمختیا وارث ھم و، چی اغیز یی ان ترخپل ھیواد دباندی پہ گاونډیو ھیواد و کی ھم دپاملرنې شو. پشتواوفارسي ژبوتہ یې پاملرنہ ھغہ لویہ کارنامہ وہ چی د احمدشاھی دوری لہ مھمو فرھنگی کارنامو یی بللای شو.دی دپشتوژبی نومیالی شاعرو چی ددہ دغہ تگلارہ ددہ پہ کورنی کی ددہ راتلونکوھم ددہ پہ شانی وڅارلہ. فارسی ژبہ یې په اداره کې وپنځوله اردو اوھندي اوان چې پنجابي ژبی یی پہ ھنداوپنجاب کی داسی وهڅولې چی ددغې دوری آثاراویادگارونہ یی تراوسہ پوری تلپاتې اوستاینې وړدي . همدغه دراني امپراتوري وه چې دفرهنګی پالنې له برکته یې تراوسہ پوری فرھنگی ویاړونہ اودکتابوتاج محلونه ( چې رامپوررضا کتابتون یا دکتابونو تاج محل ) یې  دھرواقعبین اوپہ فرھنگ مین انسان پاملرنہ وراړوي اود احمدشاهی عصردغو تلپاتی  هنري اوفرهنګی بریاوو تہ اوس ھم دزړہ لہ کومی گوتہ په غاښ کیږي ، څوک راته ویلي شي چې په دغه کچه فرهنګي خدمت مرهټه وو دخپل تاریخ په اوږدوکې هندوستان ته کړی دې ؟؟؟

پای