کور / سياسي / د خان شهید سیاسي مفکوره

د خان شهید سیاسي مفکوره

لیکوال: ولي محمد علیزی

د تاریخ په اوږدو کې چې کله هم پر افغان ملت بهرنۍ ظالم او جابر مسلطه شوی دی. دا ملت په تیارو کښې راګير شوی دی او د نړۍ زورورو د دې ملت د مريي کولو هڅې کړي دي نو افغان وطن د ملت د خلاصون او د وطن د خپلواکۍ دپاره هر وخت اتلان زېږولي دي.

د دویم افغان پرنګي جګړې وروسته د ګندمک تړون په مرسته افغان وطن دوې ټوټې شو. پرنګي استعمار د پښتانه قام پېژندنه د تحریفولو دپاره سهېلي پښتونخوا ته د برټش بلوچستان (اصولاً بې د برټش افغانستان نوم ورکاوه) او شمالي پښتونخوا (اوسنۍ خیبر پښتونخوا) ته یې د سرحد ایالت نوم ورکړ. د سیمې یې په بشپړه توګه یې تر خپلواک لاندې کړ او بلې خواته یې د پاته افغانستان بهرنۍ تګلاري جوړلو څخه یې افغان دولت بې واکه کړ.

 د ظلم او استبداد په دې دوره کې بر افغان وطن د شاه امان الله خان رنګه اتل وزېږاوه، چې د افغانستان خپلواکي یې د درېم افغان پرنګي جګړي په پایله کښې ترلاسه کړه او پرنګي ته یې مات ورکړه. منځنۍ پښتونخوا د مرزا علي خان (فقیر اېپي) او حاجي صاحب د ترنګزو رنګه جنګيالي وزېږول چې د وزيرستان او مومندو په غرونو کښې یې د پرنګي استعماري فوځونو په ضد د خپلواکۍ سنګر تود وساته. شمالي پښتونخوا د باچا خان رنګه پر قام مین ملنګ وزېږاوه. سهېلي پښتونخوا د پښتون افغان د وېشلي وطن د يوالي اود خپلواکۍ د بهیر ستر سالار عبدالصمد خان اڅکزی وزېږاوه. چې د شهادت وروسته یې د خان شهید په نامه مشهورتیا ومونده.

 خان شهید د یو داسې کورنۍ سره تړون درلود، چې د احمد شاه بابا د وخت څخه یې د وطن ساتنه کول. برخوردار خان د احمد شاه بابا په فوځ کې مهم جنرال و او د برخوردار خان زوی بوستان خان ترکستان فتح کړی و. د بوستان خان زوی عنایت الله خان په دربار کې مهم منصب درلود. د عنایت الله خان زوی سلطان محمد او لمسي مولوي نورمحمد خان د غازي ایوب خان په مشري کښې د میوند په جګړه کې د پرنګيانو په مقابل کښې د خپلواکۍ دپاره جنګېدلي ول. خان شهید د نور محمد خان زوی و. اوس د نوموړي زوی محمود خان اڅکزی د پښتونخوا وطن د يوالي مبارزه کوي.

 کله چې په کال ۱۹۲۸ء کښې پرنګيانو د شاه امان الله خان د مترقي حکومت په ضد د سقاو، ملایانو او پیرانو په جامه کې پر کابل یرغل وکړ او افغان ملت مقاومت کوه نو د محکوم پښتونخوا وطن ولسونه هم د غازي امان الله د لښکرو سره د وطن د ساتني دپاره یوځای شول. خان شهید هم د خپلواک افغانستان د خپلواکۍ د سانتي دپاره د غازي امان الله خان په لښکر کې د ګډون چمتوالی په پټه ونیاوه او خپل آس یې ځين کړ او ټوپک یې د ځان سره راواخيست. د تګ په وخت کښې د کلي یو ځوان پوښتنه جیني وکړه چې خانه، چیرې روان یاست؟ نوموړي چې خپله موخه ورته بیان کړه نو هغه هم د تګ دپاره چمتو شو او نوموړي ته یې وویل چې کلی به خبره کړو کېداسي شي نور ځوانان هم د مېړانې دې کار ته چمتو شي. د تګ دپاره ډېر ځوانان چمتو شول، خو بد بحتانه پرنګی سرکار هم خبر شو او خان شهید یې د ملګرو سره ونياوه او د جګړې ختمېدو وروسته یې په لاس ګیري (ضمانت) خوشي کړ.

 د سقاؤ د جګړي وروسته خان شهید په دې پایله ورسېده چې تر څو قام په فکري توګه نه یې جوړ شوی او د سیاسي شعور کچه يې نه یې پورته شوې، تر هغو به دښمن پښتون قام د خپل دولت او وطن په ضد کاروي. د دې ناورین د مخنيوي دپاره نوموړي د یوه منظمه سیاسي ګوند جوړښت اړین وباله او د مئي میاشتي پر ۲۰مه نېټه کال ۱۹۳۸ء کښې یې د “انجمن وطن” په نامه ګوند جوړ کړ. د دې ګوند بنيادي موخه د پرنګي استعمار د وطن څخه د ایستلو مبارزه، د پښتونخوا وطن د خپلواکۍ دپاره د ولس فکري روزنه کول او د استعماري حکومت د شومو موخو په مقابل کې مقاومت کول وو.

   استعمارچیانو بشپړه هڅې وکړې چې د خان شهید مخه ونيسي او د قام شعوري کچه لوړېدو ته پرې نه ږدي خو خان شهید په ډېره مېړانه او استقامت خپلې مبارزه ته دوام ورکړ. استعماري حکومت لومړی نوموړي ته د سردارۍ، نوکري او پیسو طمع ورکړ خو نوموړي دا ټول مراعاتونه  رد کړل. د عبدالصمدخان اڅکزي دا مفکورہ وه چې تر څو ټول قام نه وي سیال شوی، تر هغو یو کس په انفرادي توګه نه شي سیال کېدلای او یو قام هغه وخت سیال کیږي چې خپلواکه وي او د خپل راتلونکي پرېکړي په خپله کولای شي.

 خان شهید چې د ضمیر فروشي څخه انکار وکړ او د ځان دپاره د مرعات اخیستلو پر ځای یې د قام د خپلواکۍ او سيالۍ مبارزه غوره وګڼل نو پرنګي حکومت د بند بندیوان کړ او د بند سره سره بې په بېلابېلو لارو کړاوه. خو خان شهید هر کړاو او تکلیف یې په خوشالی وزغامه، خو د قام پر سر یې یوه ورځ هم مصالحت و نه کړ.

 کله چې هند ووېشل شو او پاکستان په وجود کښې راغلی او د پرنګيانو د ايستلو مبارزه کونکو قامي او سیاسي خلګو پر ځای د پرنګي خدمت کونکي دلته واکداران شول، نو یې د پرنګيانو په مقابل کښې مبارزه کونکي سیاسون یې د وېش وروسته و جيلونو ته واچول. په کال ۱۹۴۸ء کښې یې خان شهید هم بندي کړ او شپږ کال په جیل کې بند و. نوموړی په کال ۱۹۵۴ کښې د جیل څخه راخوشي شو نو د یاد کال د اپریل د میاشتي په ۲۴مه نېټه يې د “ورور پښتون” په نامه د ګوند بنسټ کښېښود. د دې ګوند موخه د قام سیالي په پاکستان کې دننه د وېشلي پښتونخوا وطن په یوه ایالت “پښتونستان” کې يوځای کېدل و. وروسته یاد ګوند په کال ۱۹۵۸ء کښې په نیپ (نیشنل عوامي ګوند) کښې ضم شو. د “نیپ” منشور یوه نقطه دا وه چې په ژبني،  جغرافيايي او تاریخي بنسټونو دې نوې ايالتونو جوړ شي.

 په کال ۱۹۵۸ء کښې په ملک کښې مارشلا ولګېدل. خان شهید په ملک کښې دننه د پښتانه قام د يوالي غوښتلو په جرم کښې ګرفتار شو. نوموړی د مارشلا لومړی بندي و، او عدالت څورلس کاله سزا کړ. لس کاله وروسته په کال ۱۹۶۸ء کښې هغه وخت خوشي کړل شو چې ټول سیاسي بندیان خوشي شوي ول او خان شهید تر ټولو وروسته خوشي شو. دا ډول خان شهید د ایوب خان ټوله دوره په جیل کې تېره کړه.

 چې کله په کال ۱۹۷۰ء کښې ون يونټ مات شو او زړه ایالتونه بحاله شول او برټش بلوچستان (سهېلي پښتونخوا) او قلات ریاست یې په یوه ایالت کښې ګډ کړل او د بلوچستان نوم یې ورکړی او د سهېلي پښتونخوا پښتانه د خپلې پېژندنې څخه محروم شول او په بلوڅ ونومول شول. “نيپ” د خپل منشور څخه ښکاره سرغړونه وکړه او د ايالتونو دا جوړښت یې ومانه، نو خان شهید خپله لاره  د نیپ څخه بېله کړه او د پښتانه د قام د سیالۍ او د پښتونخوا وطن د وحدت د مبارزې دپاره په یاد کال کښې “نېشنل عوامي پارټۍ پښتونخوا” په نامه یې ګوند جوړ کړ او قامي مبارزه يې پېل کړه.

خان شهید د وخت جابر ته د سر ټيټې څخه انکار کاوه. یوه زورور نه د نوموړي ضمیر په دولت رانیوی او نه یې دی په قید او بند ووېروی، د خان شهید د پښتانه قام د يوالي ږغ د منځه وړلو دپاره یې په ۲م دسمبر کال ۱۹۸۳ء کښې شهید کړ. نوموړي د کال ۱۹۶۸ء کښې د بند څخه د راخوشې کېدو وروسته تر مرګ تر کال ۱۹۷۳ء پورې څلور کالونه پرله پسې د زندان څخه دباندې ژوند وکړی. د سیاسي مبارزي پیل کولو وروسته خان شهید ټول ژوند په ټوټو کې تېر کړ او د ژوند هره درېمه ورځ یې په زندان کښې تېره کړه.

اوسنې وخت چې پښتون افغان وطن د ترهګرۍ ښکار دی. پښتون قام نړۍ ته یو رجعت پسند، وحشي او ترهګر ښکاره کولو منظمه هڅې روانې دي. په داسې حالاتو کې پښتون قام د خان شهید سیاسي مفکورې او ښونو ته تر هر وخت زیاته اړتیا لري. د قام وګړي دې د انفرادي ګټو پر ځای قامي ګټو ته لومړیتوب ورکړي او یو د بل سره دې زغم کوي. د دښمن دسيسې د شنډولو دپاره دې ټول قام سره جرګه شي او سیاسي ستراتیژي دې ولټوي او خپل قام دې د نړۍ نورو قامونو مخته یو مهذب قام ثابته کړي.