کور / راپور / جلال اباد کي د جاپانۍ خيريه موسسې پر مشر بريد سوی دی

جلال اباد کي د جاپانۍ خيريه موسسې پر مشر بريد سوی دی

په جلال اباد ښار کي نن سهار وسلوالو بريدګرو د يوې جاپانۍ موسسې (PMS)پر  مشر ډاکټر ناکامورا پر موټر بريد کړی او پنځه کسان يې وژلي دي.

دغه بريدګر چي درې کسان وه په جلال اباد ښار کي د سولي کاروان دفتر ته څېرمه د ناکامورا پر موټر بريد کړی دی او د نوموړي پنځه ساتونکي يې وژلي او خپله ناکامورا ژوبل سوی دی او روغتون ته لېږدول سوی دی.

ناکامورا چي په خيريه کارونو کي د افغانانو سره مرسته کوي، په دې وروستيو کي د افغان ولسمشر لخوا ورته افغان تابعيت هم ورکول سو.

د پېښي مسؤوليت تر اوسه کومي وسلوالي ډلي نه دي منلی.