کور / راپور / اشرف غني: امنيتي ادارو ته مي امر کړی چي د ډاکټر ناکامورا وژونکي ژرترژره ونيسي

اشرف غني: امنيتي ادارو ته مي امر کړی چي د ډاکټر ناکامورا وژونکي ژرترژره ونيسي

افغان ولسمشر اشرف غني د نن سهار د جلال اباد پر پېښه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چي امنيتي ادارو ته مي امر کړی چي د يادي پېښي په هکله جدي پلټني وکړي او د پېښي عاملين دي ژر ترژره پيدا کړي

نن سهار په جلال اباد ښار کي د سولي دفتر ته څېرمه د يوې جاپانۍ خيريه موسسې پر مشر ډاکټرناکامورا باندي وسلوال بريد وسو چي په نتيجه کي يې د نوموړي څلور افغان ساتونکي او يو کاريګر ووژل سول او خپله ناکامورا ټپي سو، چي وروسته يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

ډاکټر ناکامورا د څو کلونو راپه دې خوا په ننګرهار ولايت کي د اوبو د مديريت چاري سمبالولې او له دې لاري يې د سلګونو زره افغانانو لپاره د ژوند اسانتياوي برابري کړي وې.

نوموړي ته څه موده وړاندي د افغانستان تابعيت هم ورکول سو.

د ډاکټر ناکامورا وژني په عامو افغانانو کي سخته غوسه راپارولې ده او دا يې د پاکستاني استخباراتو کار بللی دی، چي د وسلوالو په مرسته غواړي د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کړي.