کور / راپور / د غور-هرات پر لار وسلوالو درې مسافر په ډزو وژلي دي

د غور-هرات پر لار وسلوالو درې مسافر په ډزو وژلي دي

د غور سيمه ايز چارواکي وايي، چي نن د غرمې وروسته د غور-هرات پر لار درې مسافر د وسلوالو لخوا په ډزو وژل سوي دي.

د چارواکو په خبره، دغه درې مسافر د دايکنډي ولايت اوسېدونکي وه او نن غرمه له غور څخه د هرات پر لور روان وه، چي  د مرکز فيروزکوه په سهيل لوېديځ  کلاسرسنګ کي د وسلوالو لخوا لومړی له موټر څخه راکښته کړل سوي او بيا يې په ډزو وژلي دي.

له دې وړاندي هم د دايکنډي ولايت  ځيني مسافر په غور ولايت کي د وسلوالو لخوا وژل سوي دي.

د دغه پېښي مسؤوليت تراوسه کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی.