کور / هراړخیز / افغان ملت ته د بيدارۍ پيغام

افغان ملت ته د بيدارۍ پيغام

ليکنه: اېمل افغان 

تاريخ دا خبره څرګنده کړه چې د افغانستان په سياسي لوبه کې په دې ملت تل د ستونزو څپې راغلي او تېرې شوي، اوس هم ورسره افغانان لاس  ګرېوان دي او د ازمېښتونو درندې مېچنې پرې وګرځېدې، د زمانو ناکرديو پرې تورونه پورې کړل، د ناوړه جګړې او سرو لمبو ښکار شول، ولې افغان ملت د غلامۍ زنځير په غاړه نه کړ او نه يې کوم استعمار ته په يوې اسانۍ په خپله خاوره کې غاړه کېښوده، خو د دې ټولو نېکمرغيو او بدمرغيو په نتيجه کې ورسره زموږ هېواد د نورو هېوادونو په پرتله يوه پېړۍ وروسته  پاتې شو، چې زه يې ټوله پړه لومړی په خپله افغاني مشرانو او بيا په بهرنيو هېوادونو اچوم چې افغانستان ورسره  ولې دومره وروسته پاتې شو؟

څرنګه چې موږ د خپل ملت د راوېښولو، بيداره کولو، په زده کړه د سمبالولو په لارو چارو په دې ځای کې خبرې کول غواړو، دا هغه ستونزې دي، چې نن بايد لومړ ترې خپل ځان او بيا افغاني ټولنه د تل لپاره  خلاصه کړو، ځکه موږ د تاريخ په اوږدو کې د نورو يرغلګرو هېوادونو ښکار شوي يو او اوس راته  لازمه ده، د نورې نړۍ د ملتونه په څېر سهار وختي په خپل کار پسې لاړ شو او ماښام بريالي خپل کور ته له يوې مړۍ ډوډۍ، امنيت او غوره زده کړې سره راشو.

دا بايد و منو چې افغان ولس په خپله بستره کې د بېکاره سياسي او مافيايي ډلو له لاسه په درانده خوب تر ننه ويده پاتې شوی او خپل کور ته خالي لاس راغلی چې د دې کار په کولو سره  له يوې خوا يې اقتصادي ستونزې دوه برابره شوې دي او له بل پلوه دی په دې کمزوري اقتصاد سره نه شي کولای  خپل ځان او کورنۍ د لوړو اهدافو د ترلاسه کولو په لور روانه کړي.

دا هغه ښکاره ستونزې او ناروا لوبې دي چې افغان ملت ته دې يوه يوه ځواب او د حل لار دې ورته پيدا شي او دغه ويده قوم چې نورو دښمنو هېوادونو په خپلو زهرو سره په ابدي خوب ويده کړی له دې بې خبرۍ څخه راوېښ شي او د يويشتمې پېړۍ په چينل کې دې شامل شي، چې نوره نړۍ په کوم لور د پرمختګ له پلوه روانه ده او افغانان څومره وروسته پاتې دي.

 د دې لپاره خو هم يوه چاره سنجول په کار دي او يو لاس  کېدل  ضروري دي، چې  لاسونه سره يو کړو او خپل ملت نور له دې درانه خوبه راويښ کړو چې موږ يې نن ټوله ملامتي او دنده په افغاني مشرانو اچوو چې دې کار ته اوږه ورکړي او په دې برخه کې خپل ځان مسؤل وګڼي.

په دې ځای او د هېواد نازکه سياسي حالاتو ته په کتو سره نننيو سياستوالو ته په کارده نور په دې خاوره کې په خپل نفس پښې کېدي، د جګړې په وړاندې مبارزه وکړي، پرمختګونه رامنځ ته کړي، ملت او خپلو ولسونو ته د کار زمينې برابرې کړي، دا خپل ترلاسه کړی واک له دې دردېدلي او په وينو رنګ ولس څخه ځار کړي، د قوم په ننګ  خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړې خانۍ قربان کړي، همدغه قوم وه چې له دې خلکو څخه يې رهبر، مشر او رئيس جمهور جوړ کړ، ولې اوس دې مشرانو ته په کارده، چې قوم په خپله غېږه کې ونيسي، هغوی ته لارښوونه وکړي، له دې  حالت څخه يې نور و ژغوري تر کله به دا تياره پر موږ حاکمه وي او موږ به  تر ترږمۍ لاندې ژوند کوو، ترڅو به زموږ په کور بې ځايه جنازې را ننوزي، يوه جنازه دې افغاني مشران په خپل ځان قبوله کړي، چې موږ و وايو هغه ده د پلاني مشر زوی، و وژل شو، يا پرې ځانمرګی بريد و شو، يا يې کومې مافيايي ډلې زوی په هېواد کې و تښتولو او يايې په پېغلې لور جنسي تېری شوی دی، خو دا ټول په افغان ملت  کېږي دوی يې تر بندو دروازو شاته نندارې کوي.

په نننيو سياسي شرايطو کې زموږ لپاره لازمه ده، خپل قوم راويښ  کړو، هغوی ته کار و کړو، د دغه قوم د ابادۍ لپاره د پرمختګ کچکول په غاړه کې واچوو، دغه قوم له بنديخانې څخه خلاص کړو، نوره نړۍ خپل ځان ته په تماشه کړو او کومه موخه چې له موږ سره په خپل زهن کې ده هغه عملي  کړو  فکر کوم  موږ به په دې کار سره له سل کلن درانه خوب څخه راويښ شو، چې بيا به موږ د نړۍ په ملتونو کې يو بيداره او رسېدلی ملت يو.

.