کور / علمي / ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ نولسمه برخه

ميرزا ډوله خبريالان او ليکوالان/ نولسمه برخه

ليکنه: عبدالنافع همت

———–
۱: د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې ولسمشرانو د ( جي شل ) هیوادونو د غونډې په څنډه کې خبرې سره وکړې.

دا کلمه يوازي دوه درې کاله کېږي چي ميرزايي خبريالانو لومړی له انګليسي څخه دري او بيا پښتو ته ترجمه کړې ده. داسي نه ده چي موږ پخوا دا ډول ملاقاتونه او د دې مفهوم د افادې لپاره کلمات نه درلودل او يا يې اوس نه لرو، خو ميرزايان د دې پر ځای چي لومړی خپل د کور اشپزخانه سمه وپلټي د ګاونډي له کوره دېګ امانت راوړي.
څنډه يا (ژۍ) د فزيکي او جسمي موجوداتو لپاره استعمالېږي لکه د مېز څنډه، د کاغذ څنډه، د تخت څنډه، د بام څنډه، خو دلته هدف دا دی چي دوه نفره يا دوه ټيمونه د ټاکلي اجنډا يا موضوع تر څنګ پر يوه بله موضوع هم خبري سره کوي. ضرور نه ده چي دوی دي د غونډي له تالار څخه د باندي ووزي يا د ميرزايي خبريالانو په اصطلاح د غونډي له منځ څخه دي څنډي ته ولاړ سي او هلته دي خبري سره وکړي، امکان لري چې په همدې تالار او آن دا چې په هماغه څوکيو کي ناست وي، خو يوازي پر بله موضوع خبري سره کوي.
دلته د څنډي کلمه ځکه نامانوسه او مناسبه نه ده چي يو خو بشپړه، جامع، مانع او صريح نه ده او بل نو ولسي ريښه نه لري او داسي خلکو ترجمه کړې ده چي د ولسي ژبي سره هيڅ اشنا نه دي.
د دې مفهوم لپاره پخوا د (ضمن) يا ( ضمناً) کلمه استعمالېده چي هم نسبتا لنډه او هم جامع او صريح وه.دا يوازي سياسي مفهوم نه دی چي بايد خامخا يې ټکي په ټکي وژباړو، ولسونه هم دغه ډول موارد لري چي د جرګو مرکو تر څنګ يې په وړو ناستو کي هم استعمالوي، دلته يې يو څو مثالونه راوړو:
– له احمد سره مي د اوبو د وېش پر سر خبري وکړې، دا مي هم ورته وويل چي پور مي راکړه.
– بابا ته خو سبا جلال اکا وينې، د احمد د واده خبره هم ورياده کړه.
– ښه سو چي راته ودي ويل، زه سبا والي صاحب وينم، دا خبره به هم ورته وکړم.
– نن مو د لوړ کارېز پر اوبو له کليوالو سره خبري کولې، خو سالار اکا بيا د زاړه باغ خبره پکي راواچوله او زموږ جرګه يې راګډه وډه کړه
– نن د سليم پوښتني ته ورغلی وم، هلته مي حاجي رازمحمد هم وليد.
– نن تاج لالا ته د زوی په مرکه ورغلی وم چي په دې (ترځ) کي مي سپين اکا هم وليد.
په پورتنيو جملو کي څو ډوله ولسي بديلونه وينو، خو تر ټولو لنډ بديل يې د ( ترځ) کلمه ده چي هم په رسنيو کي عامه سوې او هم ولسي ريښه لري، نو ويلای سو چي: ( د امریکا د متحده ایالاتو نو او روسیې ولسمشرانو د (جي شل) هیوادونو د غونډې په ترځ کې خبرې سره وکړې. ترڅ د چانس، موقع او فرصت په مانا دی، ياني يو څوک د يوې غونډي پر مهال د له اجنډا يا موضوع څخه وتلی يو داسي چانس يا ترڅ لټوي چي دې چانس ته څنډه نه سو ويلای.

۲: په افغانستان کي اداري فساد خپل اوج ته رسېدلی دی.
داسي مقياسي واحد نه لرو چي په هغه دي اداري فساد اندازه کړو. البته نسبي لست درلودای سو. کله چي وايو د افغانستان دولت په نړۍ کي لومړی درجه بلل سوی، هدف مو دا دی چي د نورو دولتونو په پرتله اداري فساد پکي ډېر دی. لکه يو شاګرد چي په لسو او بل په نهو نمرو ناکام سوی وي، خو د ( اوج) کلمه هيڅ ډول اندازه نه لري. اداري فساد د يوه غره تر ټولو لوړه څوکه نه ده چي په متر يې اندازه کولای سو. د دې کلمې له لغوي مانا څخه داسي ښکاري چي تر دې نو اداري فساد نور نه سي ډېرېدای، حال دا چي امکان لري اداري فساد تر دې هم ډېر سي. ما مخکي هم ويلي وه چي په ادبي ليکنو کي د خپلو ځانګړو تخنيکونو له مخي مبالغه کول د ليکني هنري اړخ پياوړی کوي، خو په ژورناليزم کي ستر عيب بلل کېږي.

۳: د هغو ښځو لپاره چي شيدې ورکوي.
دا د يوې ورځپاڼي د ليکني سرليک دی. په ليکنه کي د ماشوم لپاره د پوډري شيدو پر ځای د مور د شيدو پر ګټو بحث سوی و . دا جمله نه يوازي دا چي ګونګه، نامانوسه او بې مانا ده، بلکي له اخلاقي پلوه هم عيبجنه ده. د مېرمنو له شيدو سره د مور او ماشوم کلمه يادول ضروري خبره ده. ځکه يوازي مور شيدي ورکوي او هغه يې هم ماشوم ته ورکوي بس.

۴: په خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه کړ
دا ميرزايي جمله د چاپي رسنيو له وختونو راپاته ده. پخوا که به يوه سياسي مشر يا بل چا غمجن خبر په ليکلې بڼه تر لاسه کړ، نو هغه مهال دې کلمې منطق درلودل، خو اوس هيڅ منطق او توجيه نه لري، ځکه اوس خلک له غمجنو پېښو او خبرونو څخه د شفاهي خبرو، راډيوګانو، ټلويزيونونو، ويب سايټونو، کنفرانسونو، ټيليفونونو او نورو اليکټرونيکي وسايلو له لاري هم خبرېږي. په دې جمله کي يو د (تر لاسه کول) او بل د (خواشينۍ) کلمه بېځايه راغلې ده. د تر لاسه کولو کلمه يوازي د ليکلي خبر سره اړه لري او د ( خواشينۍ) کلمه يوازي د پېښو په قربانيانو، خپلوانو، دوستانو او نورو اړونده خلکو پوري اړه لري، خو خبريال د غمجن خبر يا پېښي له امله هيڅ خواشينی نه دی او که د بشري عاطفې له مخي غمجن هم وي، نو نه د خبريال شخصي خواشيني هيڅ خبري ارزښت لري او نه هم د خبر جز بلل کېږي. د خواشينۍ کلمه په ډيپلوماسۍ کي هم ځای لري، د بېلګې په ډول په پاکستان کي زلزله کېږي او د افغانستان ولسمشر د پاکستان ولسمشر ته د خواشينۍ پيغام استوي. په دې صورت کي د خواشينۍ کلمه له مقابل لوري سره د خواخوږۍ مانا لري او دا کلمه د ډيپلوماسۍ يوه مهمه برخه ده.

۵: سره کرښه: (Red line)
سور خط يا سره کرښه هم تر ډېره حده د فزيکي موجوداتو لپاره راځي چي د (حد، ارزښت، قانون، لومړيتوب، ممانعت او ګرانښت) مانا لري. دا کلمه هم په وروستيو دوو لسيزو کي لومړی له انګليسي څخه دري او بيا پښتو ته ترجمه سوې ده. موږ او تاسي په هوايي ډګرونو، سړکونو، مغازو او نورو ځايونو کي پر ځمکه ليکل سوي سرې کرښي ليدلي دي، دغه ډول مو ځيني سرې تسمې، پټې يا ريښکۍ هم ليدلي چي د ممانعت مانا لري، ياني بايد څوک تر دې ځای هاخوا ته ورتېر نه سي. موږ هم يوه ولسي اصطلاح لرو چي وايي (( پښې له خپل ټغر سره سمي غځوه))، ياني ولسي نرخونه، دودونه، ارزښتونه، حدود او رواجونه مه ماتوه او خپل حد وپېژنه. د دې کلمې تر ټولو ستر عيب دا دی چي يو خو ولسي ريښه نه لري او بل بې ضرورته ترجمه سوې ده. موږ که څه هم په پښتو ژبه کي دغه ډول موارد لرو، خو هيڅوک د سره کرښه کلمه نه کاروي.
اوس راسئ چي دا پنځه بېلګي وڅېړو:
الف: په تذکره کې “اسلام” او “افغان” کلمې زموږ ( سره کرښه) ده.
ب: د بيان ازادي زموږ لپاره ( سره کرښه) ده.
ج: ملي وحدت زموږ لپاره ( سره کرښه) ده.
د: د افغانستان اساسي قانون زموږ لپاره ( سره کرښه) ده.
ه: د سولي په خبرو کي بشري حقوق زموږ لپاره ( سره کرښه) ده.

اوس پورتنۍ پنځه کلمې په ولسي ژبه ليکو:
الف: په تذکره کې د “اسلام” او “افغان” کلمې خامخا غواړو.
ب: د بيان ازادي زموږ قانوني حق دی.
ج: له ملي وحدت څخه په هيڅ ډول نه سو تېرېدای يا ملي وحدت زموږ ملي ارزښت دی.
د: هيچا ته اجازه نه ورکوو چي د افغانستان اساسي قانون مات کړي.
ه: د سولي په خبرو کي به هيچا سره بشري حقوقونو په اړه سودا و نه کړو.